د پي ډيم مشران وايي د عمران خان حکومت ملک تباه کړی
![د پي ډيم مشران وايي د عمران خان حکومت ملک تباه کړی](https://gdb.rferl.org/dc00c797-92da-4ac7-9fe7-96732a9f5605_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف تور پورې کړې چې اوسني حکومت ملک تباه کړی او عدالتونه یرغمال دي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې کړې دي. د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان جلسې ته په وينا کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې ګواکې د پاکستان تحريک انصاف اوسنی حکومت جعلی او په درغلیو را وستل شوی دی. حکومت ویلي چې دا مشران خپلې درغلۍ پټول غواړي. نور تفصیل په ويډيويي رپورټ کې.