Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران سخت شوی دریځ؛ نور آغا: د ایراني هوټل مالک هم د مزدورۍ پیسې پر وخت نه راکوي، زور زیاتی کوي

0
ایراني چارواکو او رسنیو د افغان مهاجرینو پر وړاندې خپل دریځ لا پسې سخت کړی دی.


د راپورونو په اساس، د ایران د پارلمان ځینو غړیو په حکومت نیوکه کړې چې د افغان کډوالو د راتګ مخه یې نه ده نیولې.


اوس د دوی د ادعا له مخې، د ایران په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پراخ حضور خلک اندېښمن کړي.



په ایران کې یو شمېر مېشت افغانان وايي چې په دې وروستیو کې د خلکو چلند ورسره سوړ شوی دی.


نوراغا رحماني له دوو کلونو راهیسې ایران کې اوسیږي.


هلته په یوه رستورانت کې کار کوي خو وايي چې د کار څښتن یې مُزد په ټاکلي وخت نه ورکوي او زورزیاتی ورسره کوي.


هغه ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه:


"موږ دلته مجبوریت له لاسه راغلي یو. کار کوو خو وایي چې غیر قانوني راغلي یئ په همدې خاطر په ټاکلي وخت باندې پیسې نه راکوي. زور هم راسره وايي. همدا خبره ده وايي چې دوی قانوني نه دی راغلي ورسره زور ووايئ. موږ هم څه نه شو ورته ویلی. که مو خپل وطن وای اصلا به یې دا کارونه نه وای راسره کړي."




رحماني چې له لوګره ایران ته تللی وايي دې وروستیو کې له افغان کډوالو او کارګرو سره د یو شمېر ایرانیانو چلند سوړ شوی دی.


تر دې مخکې هم په ایران کې له افغان کارګرو سره د ځينو ایرانیانو د بد چلند او هغوی ته په وخت د پيسو/مُزد د نه ورکولو شکایتونه کېدل.


تهران کې یو بل افغان کډوال رییس خان غرنی بیا وايي، چې د ایران له حکومتي چارواکو څه ګیله نه لري خو خلک یې په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره ښه نه چلیږي.


غرني ازادي راډيو ته وویل:


" حساسیتونه د افغان کډوالو سره زیات شوي دي. د کډوالۍ د اسنادو څخه رانیولې. په کاري ساحه کې معضلې، د دوی د معاوضې په وخت نه ورکړه او که ورکړه یې هم وي د نورو کاریګرو څخه په کم مُزد ترې کار اخیستل کېږي. دا او دې ورته نورې ستونزې شته. په هر صورت اوس لویه مسله د تازه راغلو کډوالو د ماشومانو د زده کړو اړوند ده چې تر یو بریده دا ستونزه شته."


د ازادې اروپا فردا راډیو چې د ایران اړوند مساییل تعقیبوي په یوه راپور کې لیکلي، چې په دې وروستیو کې د ایران دولتي رسنیو او سیاستوالو د افغان کډوالو پر ضد څرګندونې زیاتې کړي دي.


په راپور کې د افغان کډوالو په تړاو د ایران د پارلمان د یوه غړي محمد تقي نقدعلي وروستیو تُندو خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي په اکثرو ښارونو کې خلک د کډوالو له پراخ حضوره شکایت لري او ورسره ټولنیز امنیت ګډوډ شوی دی. نقدعلي نیوکه کړې چې حکومت د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره لازم پروګرام نه نیسي.




یوه بل ایراني سیاستوال او پخواني ډپلوماټ محمود حسین بني اسدي هم ایران ته د افغانانو د زیاتې کډوالۍ په اړه نیوکه کړې او د افغانانو حضور یې پاروونکی بللی دی.


د فردا راډیو د معلوماتو په اساس، په دې وروستیو ورځو کې د ایران د پوځ یا سپاه اړوند او نورو دولتي ورځپاڼو او خبري پاڼو کې د افغان کډوالو په خلاف ګڼې لیکنې او مقالې خپریږي.


دا وروسته له هغه چې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي تېره اوونۍ / چهارشنبه خبریالانو ته وویل چې د یوې کړنلارې له مخې له ایرانه هغه افغان کډوال ایستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.


هغه ادعا وکړه، چې د شته شمېرو په اساس تر پنځه میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته په ایران کې اوسیږي.


په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ارقامو په اساس اټکل کیږي، چې په افغانستان کې ۲۰۲۱ کال له سیاسي تحول وروسته لږ تر لږه یو میلیون افغانان ایران ته اوښتي دي.


د ایران د حکومت د سرشمېرنې په اساس چې په ۲۰۲۲ کال کې وشوه دوه میلیون او شپږ لکه افغانان راجستر شول. پنځه لکه افغانانو په دې احصایه کې ګډون ونه کړ.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России