Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 25.10.2023

د افغانستان د قضايي او عدلي سیستم په اړه اندېښنه؛ اروپايي ټولنه: حقوقي نظام په فرمانون چلېږي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د قضايي سيستم د حذفېدو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې ده. اروپايي ټولنې په افغانستان کې د عدلي، قضايي او بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. په ملګرو ملتونو کې د دې ټولنې استازي د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۸مې غونډې د درېیمې کمېټې په یو ناسته کې په افغانستان کې د قضايي سيستم د حذف او له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د اروپايي ټولنې د استازولۍ د اعلاميې په يوه برخه کې چې د دغې ټولنې د يوه استازي له‌خوا ولوستل شوه، ويل شوي... Читать дальше...

طالبانو په مالیزیا کې مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېشلو د پیل ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار وزارت په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ د ویشلو د لړۍ د پیلېدو خبر ورکوي. د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د پاسپورټونو د چاپ او ویشلو دغه لړۍ د دې وزارت د قونسلۍ ریاست او په مالیزیا کې د افغانستان د لوی سفارت د هڅو په ترڅ کې پیل شوه. هغه زیاته کړې چې په مالیزیا کې د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي په دې مناسبت مراسمو کې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به د قونسلۍ خدمات په شفاف او چټک ډول وړاندې کېږي. Читать дальше...

ناوړه مالي وضعیت؛ د پاکستان نړیوال هوایي شرکت تېره اوونۍ ۳۲۲ الوتنې درولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت یا 'پي آی اې' وایي، د مالي ناوړه وضعیت له امله یې تېره اوونۍ څه باندې درې سوه الوتنې درولې دي. د دې شرکت ویاند عبدالله حفیظ خان نن چهارشنبې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې تېره اوونۍ ۳۲۲ الوتنې درول شوي چې په هغو کې دواړه کورنۍ او نړیوالې الوتنې شاملې دي. هغه وویل چې د 'پي آی اې' د الوتنو فعالیتونه ځکه اغېزمن شوي چې دا شرکت نه شي کولای د تېلو او پېرل شویو پرزو او نورو وسایلو بلونه پرې کړي او د دې ترڅنګ یې پورونه هم زیات شوي دي. حفیظ خان زیاته کړه، د شرکت مشرتابه... Читать дальше...



د اوکراین په خیرسون د روسیې بریدونه؛ چارواکي: یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د خیرسون د سیمې چارواکي، د روسیې په تازه بریدونو کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او لږترلږه شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د خیرسون والي الکساندر پروکودین پر ټیلګرام چینل لیکلي چې دغه مرګ‌ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسي ځواکونو په هوایي بریدونو کې چې هغه یې شمېر ۳۵ ښودلی، اوښتي. د اوکراین پوځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو تېره شپه د روسیې یولس بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه راغورځولي. د چارواکو په خبره د اوکراین په لوېدیځ کې اټومي تاسیساتو... Читать дальше...

د پېښور پولیسو په بورډ بازار کې د افغانانو غرفې ویجاړې کړي

Pa.azadiradio.com 

په دې وروستیو ورځو کې د پېښور ښار د پراختیا ادارې په بورډ بازار کې د یو شمېر پلورونکو غرفې او کراچۍ ویجاړې کړي چې اکثره د افغانانو اړوندې وې. یو شمېر افغانان په دې باور دي چې دغه اقدام له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو د ایستلو پورې تړاو لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، دا یو معمولي کار دی.

سروې: د ۸۰ سلنه افغان مېرمنو د ګټې وټې فعالیتونه کم شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې د راپور له مخې په سلو کې ۸۰ سلنه افغان ښځې وایي چې د ګټې فعالیتونه یې کم شوي دي. د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان دفتر وايي، افغان ښځې له هغو بنديزونو سره مخ دي چې د دوی د ګټې وټې فرصتونه محدودوي. د یوې سروې له مخې چې د ملګرو ملتونو د دې دفتر له خوا د روان کال په جون میاشت کې تر سره شوې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځو ویلي چې د ګټې فعالیتونه یې کم شوي دي. دا شمېر په اپرېل کې ٧٥ سلنه و. د هغو معلوماتو او سروې پر بنسټ، چې د ملګرو... Читать дальше...

د پي ای اې مالي بحران له وجې ۳۲۲ ملکي او بهرني پروازونه ودرول شوي

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي په تېره يوه اونۍ کې یې د سرکاري هوايي شرکت (پي ای اې) ۳۲۲ پروازونه ودرولي دي. د دې شرکت وياند عبدالله حفیظ خان د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډيو سره په خبرو کې د دې شمېرو د ورکولو تر څنګ وويل چې په دغو کې داخلي اوبهرني پروازونه شامل دي. نوموړي د پروازونود ودرېدو وجه، د پي اي اې مالي بحران ياد کړ. عبدالله حفیظ خان زیاته کړه: " له تېرو څو لسيزو راهيسي پي ای اې په تاوان کې روانه ده چې له وجې يې په دغه شرکت د قرضو بوج سخت زيات شوی دی. موږ کوښښ کوو چې ځيني بهرني پروازونه بيا پيل شي... Читать дальше...

پر غزې د اسراییلو د بریدونو دوام؛ په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

پر غزې د اسراییل د هوایي بریدونو له تېزېدو سره ملګري ملتونه په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکوي. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړ چې که غزې ته سمدستي تېل ونه رسېږي نو په دې سیمه کې مرستندویه فعالیتونه زښت زیات کم کړي. دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په غزه کې روغتیایي چارواکو وویل چې د روغتونونو امکانات ډېر محدود شوي او د ګڼو ټپیانو په درملنه کې له سختو ستونزو سره مخ دي. چارواکو په سیمه کې د اسراییلي جېټ الوتکو د تېرې ورځې په بمباریو کې د په سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. Читать дальше...



رسنۍ: پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د استولو لپاره مرکزونه جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له دې هېواده د ټولو غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د استولو لپاره پاکستان ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشتو څه دپاسه یو اعشاریه ۷ میلیونه غیرقانوني افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو د ورکړل شوي یو میاشتني مهلت یوازې ۶ ورځې پاتې، پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو ته استولو لپاره د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د یو شمېر پاکستاني چارواکو... Читать дальше...

بینېټ: په مدرسو د طالبانو تمرکز د افراطي افکارو بنسټ ایښودل دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د طالبانو هغه پالیسۍ چې د زده کړو تمرکز په مدرسو او دیني زده کړو محدودي، کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي. ریچارډ بینېټ مدرسو ته د زده کړو د محدودولو یا په دیني علومو باندې د تعلیم د تمرکز په اړه د طالبانو د اقداماتو په اړه اندېښمن دی. نوموړي د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې وویل، چې طالبان د دې پالیسیو له لارې کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي. هغه زیاته کړه: "دا به نه یوازې افغان ماشومان... Читать дальше...

ځینې نړیوال بنسټونه: افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

د دوو نړیوالو انسټېټیوټونو ارزونې ښيي چې افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په لړلیک کې د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو بد هېواد دی. د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټېټیوټ او د ناروې د سولې انسټېټیوټ یوه نوې ارزونه کې افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو وروستی ځای لري. 'د ښځو د سولې او امنیت شاخص' چې پرون په نیویارک کې خپور شو په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو مشارکت، عدالت او امنیت په اړه د ارزونو مجموعه ده چې پر بنسټ یې دا هېوادونه درجه بندي شوي او په پایله کې یې افغانستان د ۰،۲۸۶ نمرو په اخستو د ښځو د پرمختګ په برخه کې تر ټولو بد هېواد بللی. Читать дальше...

امریکایي استازې افغان کرکټ لوبډلې ته؛ پاکستان نه په لوبې ګټلو مو سختو ورځو کې افغانان او نړیوال خوشاله کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د پاکستان په وړاندې د افغانستان د کرکټ ټیم د تاریخي بریا مبارکي ورکړي او بېګا ناوخته یې په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي: تاسو ( افغان کرکټرانو) په دې بریا سره په دې سختو ورځو کې افغانانو او نړۍ ته خوښي ور په برخه کړې ده. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جاناټان ټروټ هم له دغې بریا وروسته ورته خبره کړې او ویلي یې دي د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې بریا به د افغان لوبډلې روحیه لوړه کړي او د راتلونکو لوبغاړو لپاره به د الهام سرچینه شي. Читать дальше...

د روباټ له لارې انځورګري مو ليدلې؟

Mashaalradio.com 

یوه چینايي نژاده کاناډايۍ د روباټ له لارې انځورګري کوي. سوګوېن چنګ وايي چې هنر او ټېکنالوجي یوځای کول یې ارمان وو. د هغې انځورونه په امریکا او سویټزرلېنډ کې هم د نندارې لپاره اېښوول شوي دي. په دې اړه انیسې اجمل د اسوشېټېډ پرېس اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.

خوړو نړیوال پروګرام د افغان زیان ګالو کورنیو لپاره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، ۴۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې له ترټولو زیانګالو کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو له را روان ژمي ووځي. دې پروګرام نن په خپله ایکس پاڼه کې کښلي چې ژمی راروان دی او افغانستان انتظارنشي کولای. WFP پرون د اروپایي ټولنې د آسیا پسفیک د څه باندې ۲۱ ملیون ډالره سخاوتمندانه بشري بسپنې خبرې ورکړی و او ویلي وچې دغه بسپنه به له دوی سره مرسته وکړي چې خوراکي مواد زیرمه او هغه مخکې له دې چې واورې لیرې غرنۍ سیمې بندې کړي، ترټولو زیانګالو خلکو ته ورسوي.

غزه؛ د اسراییلو پرونیو هوایي بریدونو ډېر خلک په کورونو کې تر خاورو لاندې کړل

Pa.azadiradio.com 

اسراییل پرون سې شنبې په غزه کې هوایي بریدونه زیات او د هستوګنې په ودانیویې کې ډیرې کورنۍ ترخاورو لاندې کړې. د غزې روغتیایي چارواکو د تیرې ورځې په بمباریو کې د سلګونو فلسطینیانو د وژل کیدو خبر ورکړ او ویې ویل، روغتیایي تاسیسات هم د بمباریو او د بریښنا د نشتوالي له امله تړل شوي دي. د حماس د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شپې له خوا په غزې تړانګه کې د اسراییلي جت الوتکو پراخ هوایي بریدونو دوام درلود. د بمبارۍ له امله د مړو زیات شمیر د اسراییل او فلسطین ترمنځ د لسیزو کړکېچ په ترڅ کې بې ساری دی. ... Читать дальше...

د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد د چمن سوداګرو او مزدورانو پرلت دوام لري

Mashaalradio.com 

د چمن د سوداګرو د ټولنې مرستيال مشر ولسيار اڅکزي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سيمې د خلکو د ژوند ټوله تکيه له سپين بولدک سره پر ازاد تجارت ده او دا چې د هغې پر وړاندې خنډونه ورته هېڅ د منلو نه دي.

د خاص ارزګان اوسیدونکي د لويې لارې د جوړیدو او روغتیایي خدمتونو غوښتنې لري

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسیدونکې وايي، ولسوالۍ ته یې غځیدلی سړک د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسب نه دی. دوي وايي، یادې ولسوالۍ ته غځیدلي سړک په مندونو، سندونو او شلو کې تیر شوي چې اکثره وخت يي موټر پکې بندي او چپه شوي وي او دغه راز زیات وخت سیلابونو سره مخ کیږي. د یادي ولسوالۍ خلک په خپله سیمه کې د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي غوښتنه هم کوي. د ارزګان سیمه ییز چارواکي د خلکو ستونزې مني او په خبره یې، هڅې یې پیل کړي چې یاده ولسوالۍ کې ځينې پراختیایي پروژې پلې کړي. په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له پرانیستلو سره واورئ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Фрэнк Синатра

ДиКаприо споет голосом Синатры





Rss.plus
Россия

Тарифы ЖКХ вырастут в России




Православный священник Островский просит христиан не изображать «Z» и «V» на куличах

Коммунальщики в этом году приведут в порядок 23 дома, связанных с именем Пушкина

Врач рассказала, как ускорить метаболизм

Остановка ростовской городской электрички «1337 км» будет переименована




پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اټک کې موقتي کمپ جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په اټک کې یو موقتي کمپ جوړ کړی دی. د راولپنډۍ د کمېشنر په مشرۍ په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پنجاب او خيبر پښتونخوا پر پوله په دې کمپ کې به افغانان خپل هېواد ته له تلو مخکې ساتل کېږي. حکومتي چارواکي وايي په راولپنډۍ کې شاوخوا ۲۴ زره بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي. له دې مخکې د پېښور کمېشنرۍ هم د ناراجسټر شویو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپونو د جوړولو امر کړی و، او ویلي یې و چې په دې کمپونو کې به هغه افغان کډوال دېره شي چې د اکتوبر له ۳۱مې... Читать дальше...

د خوست سپېرۍ ولسوالۍ کندې کپر سړکونه

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت سپېرۍ ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي. دوی وایي په سیمه کې د ژوند کولو لپاره د نورو اړینو اسانتیاو هم کمی دی. د هغې ولسوالۍ خلک غوښته کې چې حکومت او مرستندویه ادارې دې په ستونزو حلولو کې مرسته وکړه. چارواکي هم مني چې د سپېرۍ ولسوالۍ خلک ستونزې لري خو وایي چې د حل په لټه کې یې دي. تفصیل په ویډیو کې

د کندهار یو شمېر خلک: د یونیسف تړل شوي درسي ټولګي دې بیرته پیل شي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د یونسیف په چوکاټ کې د محلي ټولګیو ښوونکي او زده کوونکي د یادو ټولګیو د بیا پیل غوښتنه کوي. بلخوا په کندهار کې یوې سرچنې ازادي رادیو ته تایید کړې چې یونسیف ادارې طالب چارواکو ته خبرداری ورکړی ،که دغه ټولګیو ته د بیا پیل اجازه ور نه کړل شي نو بودیجه به یې نورو ولایتونو ته ولېږدوي . د طالبانو د پوهني وزارت په تیره اپریل میاشت کې په کندهار او هلمند کې د دغه زرګونو محلي ټولیګو د تړل کیدو امر ورکړ . له دې جملې یوازې په کندهار کې شاوخوا ۱۵۰۰ محلي ټولګی تړل شوي دي . د نورو جزییاتو لپاره... Читать дальше...

ایران د بهایي دین ۱۰ لارویان نیولي

Pa.azadiradio.com 

سرچینو د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي چې د ایران استخباراتو د بهايي دین لس لارویان نیولي دي. بهاییان په ایران کې تر ټولو لوی غیرمسلمان اقلیت دی. دې سرچینو د خپلو نومونو د پټ پاتې کېدو په شرط ویلي امنیتي مامورینو په داسې حال کې چې د محکمې حکم ورسره وو، یګانه آګاهي، نګین خادمي، آرزو سبحانیان، یګانه روحبخش، شانا شوقي فر، مژګان شاهرضايي، ندا بدخش آګاه، بهاره لطفي، ندا عمادي او پرستو حونیني ونیول. د دې بهايي فعالانو د نیول کېدو دلیل او دا چې هغوی چېرته بیول شوي دي، تراوسه روښانه نه دي. په ټوله... Читать дальше...

زیلینسکي:پر تور سمندرګي د ولکې لپاره د مسکو خوب به رېښتیا نه شي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي چې پر تور سمندرګي د ولکې لپاره د مسکو خوب به رېښتیا نه شي. د زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په تورسمندرګي کې د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې په بندري ښار سیواستوپول کې یوه شپه مخکې د روسیې پر سمندري ځواکونو د برید یوه بله هڅه وشوه. زیلینسکي پرون (د اکتوبر په ۲۴مه) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې یوې غونډې ته په آنلاین وینا کې د سیواستوپول برید ته چې د سیمې د روس پلوو چارواکو په وینا په شا وتمبول شوه، اشاره ونه کړه خو ویې ویل چې پر کریمیا او تور... Читать дальше...



Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


WTA

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России