باوجود پیشرفت تکنالوژی و موجودیت جاروهای برقی، اما ظاهراً "جاروی مزاری" افغانستان هنوز هم بازار خود را در داخل و بیرون از افغانستان دارد. نادرشاه، باشندۀ روستای تاشگذر ولسوالی شورتپۀ ولایت بلخ کار و بارش کشت و فروش "جاروی مزاری" است.
نګرنو-قره باغ ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر او د دې سیمې پر مالکیت د ارمنستان او اذربایجان د کړکېچ بېلابېل اړخونه په دې ویډیویي راپور کې ووینئ.
ندامحمد ندیم، سرپرست وزارت تحصیلات عالی حکومت طالبان در سفر اخیرش به ولایت بغلان در یکی از سخنرانیهایش از تصمیم محرومیت زنان و دختران از کار در دفاتر و فعالیتهای اجتماعی دفاع کرده است.
انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړ.
د اسلام اباد يو پوليس افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل، ګرفتارۍ به روانې وي. هغه افسر زیاته کړه چې د نیول شویو له ډلې څخه یې ځینې ویزې نه لري، د ځينو ویزې ختمې شوې دي او تمدید کړې یې نه دي او د ځينو نورو "اسناد مشکوک" دي.
د اذربایجان د جمهوري ریاست یوه ویاند نن سهار د ملګرو ملتونو د دغه هیئت د رسېدو خبر ورکړ، چې په نګرنو-قره باغ کې بشري اړتیاوې وڅېړي. دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی وار دی، چې ملګري ملتونه سیمې ته په تګ بریالی کېږي. په خټه هغو ارمنانو چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې پر نګرنو-قره باغ کنټرول درلود، له بېوسلې کېدو سره موافقه وکړه او کله چې اوونۍ مخکې اذربایجان هلته پوځي عملیات پیل کړل، دوی خپل محلي حکومت منحل کړ. د فرانسې خبري اژانس په حواله، په وروستیو ورځو کې د نګرنو-قره باغ نږدې ټول یولک او ۲۰زره وګړي له دې سیمې ارمنستان ته وتلي دي. Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت په تورخم او سپین بولدک کې د افغان کډوالو په ځورنې تورن کړی دی. د دې غورځنګ غړو نن په ډنمارک کې د پاکستان سفارت مخې ته په یوه اعتراضيه لاریون کې د پاکستان پر حکومت تور پوري کړی، چې له تورخم او سپین بولدک څخه نیولې تر کراچي او اسلام اباد پورې افغان کډوال ځوروي، پیسې ترې اخلي او هغه کسان هم بندیانوي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري. په هغه بیان کې چې د دې غورځنګ غړو ازادي راډيو ته رالیږلی، اعتراض کوونکو د پاکستان له پوځ څخه غوښتي چې د دې هېواد... Читать дальше...
په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي په دې وروستیو کې د هغوی ژوند ډېر اغېزمن شوی ځکه چې د قانوني اسنادو درلودلو باوجود یې پولیس نیسي. دوی وايي، له وېرې له کورونو نه شي راوتلی ځکه چې د پولیسو لخوا د نیول کېدو وېره ورسره مله ده. په کراچۍ کې د افغان کډوالو وکیله منیزه کاکړ وايي، په نیولو شویو افغان کډوالو کې اویا سلنه یې قانوني اسناد لري. بل پلو حکومت وايي، هغوی یوازې غیرقانوني کسان نیسي. نور تفصیل د اې اېف پي په دې ویډیويي راپور کې.
"په ۲۴ ساعتونو کې تقريباً له ۵ څخه تر ۶ ساعتونو برېښنا راځي نوره بېرته ځي. " دا د کابل د چهلستون سيمې د اوسېدونکي سميعالله خبرې دي چې وايي، د برېښنا پرچاوۍ زیاتېدو کابل ښاريان له ستونز سره مخ کړي دي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، له یوې خوا ژمی په رارسېدو دی او بل پلو د خلکو بېوزلي هم ډېره شوې ده، چې له برېښنا پرته ګذاره یې سخته کړې ده. هغه ازادي راډيو ته وويل: "د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده، خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي، حتی په ۲۴ ساعتونو کې تقريباً له ۵ څخه تر ۶... Читать дальше...
د دغه معتاد او یو شمېر نورو معتادینو کیسې او په افغانستان کې د نیشه یي توکیو وضعیت ته ځغلنده کتنه!
دا ورزش کار په بېلابېلو سیمو کې ګرځي او معتادین د نشه یی توکیو پریښودو ته هڅوي. د هغه او معتادینو خبرې په دې ویډیویي راپور کې ووینئ:
په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د سېپټمبر پر ۳۰مه په رپورټ کې ویلي چې د جنورۍ له پیل راهیسې د سېپټېمبر تر پای پورې په پاکستان کې په بریدونو او نښتو کې ۳۸۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰۸ پولیس او ۱۳۷ پوځیان دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د لګښتونو یوه لنډمهاله لایحه تصویب کړه، چې د امریکا د حکومت ادارې د ۴۵ ورځو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړل شي. له دې سره له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د نوي ملاتړ مخه ډب کېږي او د امریکا د حکومت ځینې برخې له تړل کېدو ساتل کېږي. د ډیموکرات او جمهوریپال ګوندونو غړو په ګډه پرون ناوخته د دې لایحې ملاتړ وکړ او تر نیمې شپې مخکې د توشېح لپاره ولسمشر جو بایډن ته ولېږل شوه. د استازو جرګې دا کار یوازې څو ساعته وړاندې تر دې وکړ، چې ټاکل شوې وه د بودجې... Читать дальше...
د اوکراین هوايي ځواکونو نن ویلي، چې د دوی د هوايي دفاع دستګاوو د دېرشو هغو بې پېلوټه الوتکو له ډلې چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر فضا توغولې وې، ۱۶ یې ویشتلې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چیرکاسي والي ایهور تابوریتس نن په ټلګرام کې لیکلي، چې دغو بې پېلوټه الوتکو د اوکراین پر دغه مرکزي سیمه حمله کړې وه، چې په اومان ښار کې یې صنعتي تاسیسات ویشتلي دي. د ده په وینا، په پېښه کې یو تن ټپي شوی او په یوه زېرمه کې چې غله جات په کې ساتل کېدل اور لګېدلی دی. اژانس لیکلي چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
پاکستاني چارواکي وايي، پاکستاني طالبانو نن سهار په پنجاب ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت په حمله کې یو پولیس افسر وژلی او درې نور ټپیان کړي دي. د دوی په وینا، د سختو ډزو په نتیجه کې دوه تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي. د تروریزم ضد پولیسو ویاند عمران نواز ویلي، په میانوالي ولسوالۍ کې د ډزو تر تبادلې وروسته سیمې ته اضافي ځواکونه ورسېدل او د پولیسو دغه تر ټولو لوی ماموریت یې کلابند کړ. نواز وايي، تېره نیمه شپه په عیسی خېلو سیمه کې پر دې ماموریت له لسو نیولې تر دوولسو پورې حمله کوونکو حمله وکړه. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت ویلي دوی د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو او اغېزمنو شویو کسانو تر څنګ ولاړ دي. یوناما تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، تېر کال پر دغه مرکز په حمله کې ۵۴ کسان مړه او ۱۱۴ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری یې هزاره ښځې او نجونې وې. تېر کال د تلې/ میزان پر اتمه (د سپټمبر پر ۳۰مه) په داسې حال کې، چې په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور ازمېښتي ازموینه روانه وه، انتحاري حمله وشوه. د... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د دې په وینا له وَرته بې عدالتیو سره مخامخ دي. مېرمن امیري تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، په داسې حال کې چې د افغانستان نیمايي نفوس حذف کېږي او د ډار یا هم جبر کلتور حاکم وي، طالبان دا ادعا نه شي کولای چې د افغانانو ژوند بهتره شوی دی. د ښځو د خودجوشه حرکت غړو ویلي، چې طالبانو د دوی یوه غړې ژولیا پارسي او د هغې زوی تېره چهارشنبه په کابل کې ونیول. Читать дальше...
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سر له نن څخه د خپلو ورځنیو فعالیتونو د بندولو د پرېکړې خبر ورکړی دی. دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې دا پرېکړه د ډېر خپګان وړ ده، خو د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي اړیکو او اوږدمهاله ملګرتیا ته په پام کې نیولو سره تر غور وروسته شوې ده. په اعلامیه کې ځینو ټکو ته هم اشاره شوې، چې د سفارت د بندېدو اصلي دلایل ګڼل شوي، یو یو د کوربه هېواد د ملاتړ نشتوالی، بل له دې سفارت نه تر حد زیات توقعات او بل هم د پرسونل او سرچینو کموالی. Читать дальше...
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ د اکټوبر له لومړۍ نېټې وروسته، د خپلو ورځنیو چارو د بندولو پرېکړه اعلان کړې. سفارت تېره شپه خپله اعلامیه کې چې په رسمي فیسبوک او ایکسپاڼو یې خپره کړې، دا پرېکړه مجبورانه، خواشینونکې، ناهیلې کوونکې او د مایوسۍ وړ بللې. د افغان سفارت په اعلامیه کې د دې فیصلې لامل په هند کې د ډیپلوماټیک ملاتړ او په کابل کې د مشروع او فعال حکومت نهشتوالی په توګه شوی. اعلامیه کې د سفارت لپاره د منابعو کموالی او د ډیپلوماټانو لپاره د ویزې د نوي کولو د وخت او بشپړ ملاتړ نشتوالی... Читать дальше...
د ترکیې یو لوړ پوړی چارواکی وايي یوه ځانمرګي بریدګر په پلازمېنه انقره کې خپله منفجره وسیله چاودلې او دوه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپله اېکس شبکه کې لیکلي دي، دغه چاودنه نن پر ځايي د سهار نهه نیمې بجې د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې شوې ده. یرلیکایا ویلي، چې دویم «تروریست» له پولیسو سره د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی. دا حمله څو ساعته مخکې تر دې وشوه، چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي. د حمله کوونکو... Читать дальше...
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د تاڼې په جومات کې په درو جلا، جلا ځانمرګو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د روغتیا اداره وايي چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.
لېمه ناصر د لورالایي ( بوري) اوسېدونکې ده چې انځورګري کوي، د ښځو سینګار توکي جوړوي او بیا يې پر ټولنیزو رسنیو په انلاين بڼه پلوري. نوموړې وايي، په لومړي ځل له دې کاروبار سره بلده نه وه خو اوس ورسره اشنا شوې ده. د هغې په خبره، اوس خلګ ان لاین ارډر ورکوي چې دا ورته د هغوی په خوښه پر کالیو انځورګري کوي او د سینګار شیان ورته تیاروي. لېمې په لورالايي کالج کې زدکړې کړي او ماسټري يې بيا په انلاين بڼه له پنجاب څخه کړې ده. نور تفصیل د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ.
د سېپټمبر په ۲۸مه په خوست کې یو خصوصي روغتیايي انسټیټوټ له درو څانګو عالي نرسېنګ، قابله ګۍ او فارمسۍ څخه لسګونه نجونې او ځوانان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل. فارغانو غوښتنه کوله چې د روغتیا په حکومتي او خصوصي سکټور کې دې ورته د کار کولو مواقعې برابرې شي. سره له دې چې په خوست کې د طبي زده کړو فارغان ډیر دي، خو په روغتونونو او کیلینیکونو کې د تشکیل د کمښت له کبله خلک د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې لري. په دې اړه نور تفصیل د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې:
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости