Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 31.10.2023

په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه ویجاړ کړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې، په اسلام آباد کې چارواکو په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو په اړه د ورستي مهلت له پوره کیدو سره سم، د دې ښارپه یوه برخه کې د افغان کډوالو د خټین کورونو ورانول پیل کړي دي. د افغان بستي په نوم د اسلام آباد په دې سیمه کې په زرګونو افغان مهاجر اوسي. چارواکو دغه اقدام په پلازمېنه کې د غیرقانوني تیري کوونکو پرضد عملیات بللي دي. چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دغه کلي د بشپړورانولو لپاره به اساسي عملیات سبا چهارشنبې د نومبرپه لومړۍ نیټه پیل شي. د پاکستان... Читать дальше...

کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، نن پاکستان بنګله دېش ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. بنګله دېش پچه ګټلې او لومړۍ یې توپوهنه وکړه او د ۲۰۴ منډو په کیدو یې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف ټاکلی و. پاکستان د درې لوبغاړو په سوځیدو په ۳۳ اورکې دغه هدف پوره کړ. پاکستان په دې بریا سره په جدول کې له افغانستانه مخ ته شو او پنځم ځای یې خپل کړ. سبا چهارشنبې جنوبي افریقا او نیوزیلنډ د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه د سیالۍ ډګرته ووځي.

روغتیا نړیوال سازمان: روغتیایي ناورین غزه ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د روغتیا په برخه کې یو بحران راروان دی. WHO نن وویل دا بحران په ګڼ شمېر د خلکو د بېځایه کېدلو، له حده زیاتې ګڼې ګوڼې او د اوبو رسولو او د فاضلابونو د شبکو د ویجاړېدلو له کبله رامنځ ته شوی دی. د WHOویاندې کریستین لیندمایر د هغو ملکي وګړو د وژل کېدو خبرداری هم ورکړ چې د اسراییلو له بمباریو پرته په نورو دلایلو مړه کېږي. مېرمن لیند-مایر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اسراییل له هوايي حملو پرته خلک په نورو دلایلو هم مري کنه په ځواب کې وویل چې هو، خلک په رښتیا مري. Читать дальше...



د طالبانو ترانسپورت وزارت: هېواد ته ستنیدونکي کډوال به وړیا ترانسپورت نه برخمن شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي افغانستان ته ور ستنېدونکي کډوال به " په وړيا او خوندي ډول اړوند ولایتونو، ولسواليو او کليو ته لېږدول کيږي". د طالبانو د حکومت دا وزارت د هغه کمیسون مشري کوي چې د طالبانو د مشر له خوا له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره جوړ شوی دی. په دې کمیسیون کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت سربېره د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو ریاست هم شامل دي. د طالبانو... Читать дальше...

د کډوالو ماشومانو ښوونځي په بندېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لخوا د هغو افغان کډوالو د ایستو لپاره د مهلت لپاره چې موجودیت یې په دغه هېواد کې " غیر قانوني" ګڼل شوی، د افغانستان په ملي ژبو تدریس کوونکي ښوونځي هم په تړل کیدو دي.

اسلام اباد پولیس وايي پاتې غیرقانوني کډوال بندیان او مالونه یې قبضه کېږي

Mashaalradio.com 

اسلام اباد پولیسو اعلان کړی چې د اکتوبر له ۳۱مې وروسته، په پلازمېنه کې پاتې غيرقانوني بهرني کډوال په ځانګړو لنډمهالو بنديخانو کې ساتي او ملکیتونه یې قبضه کېږي. اسلام اباد پولیسو د اکتوبر پر ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې اړه یې يو پلان جوړ کړی چې له مخې به یې بندي غيرقانوني کډوال د تحقیقاتو وفاقي ادارې (ایف ای اې) په مرسته خپلو هېوادونو ته لېږي. په پاکستان کې د بهرنيوو کډوالو اکثریت افغانان دي. د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درېيمه اعلان کړی وو چې ټول هغه بهرني کډوال به له خپلې خاورې وباسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. Читать дальше...

افغان کډوال خپل کاروبار په ارزانه بیه خرڅوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې هغه خلک هم وباسي چې په دغه هېواد کې یې له کلونو راهیسې کاروبارونه درلودل. په دغسوافغانانو کې يو هم نثار دی چې په خیبر کې یې د فرنيچر کاروبار دی. نوموړی وايي‌اوس سامانونه په ډېرو کمو پیسې خرڅوي او حیران دی چې افغانستان کې د سهولتونو د نشتون له وجې به څنګه خپل ژوند بیا پیل کړای شي؟ په دې اړه د وقاص سحر ويډيو راپور وګورئ.

زرګونه کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي، د پاکستان د حکومت وروستي مهلت پای ته ورسید

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازې په دې وروستیو کې د زرګونو هغو افغانانو شاهدې دي چې اړ شوي خپل هېواد ته ستانه شي. د بی اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت ضرب الاجل نن پای ته ورسېد. د پاکستان حکومت ویلي چې ټول یو میلیون او اوه سوه زره بی اسناده کډوال چې لویه برخه یی افغانان دي، له دې هیواده شړي



د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ غزه روغتیایي ناورین سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیايي ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان نن وویل، له حده زیاته ګڼه ګوڼه، ډله ایزه بې ځایه کیدنه، او د اوبو او فاضلاتو د شبکو ویجاړیدل ددې ناورین سبب کیږي. د دې سازمان ویاند کریسټین لینډمایر په داسې لاملونو د ملکیانو د مړینې د امکان خبرداری ورکړ چې په مستقیمه توګه پر غزه د اسرایلو له بمباریو سره تړاو نه لري. اخوا په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهېسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 8300 تنو ته رسیدلی دی. دا جګړه... Читать дальше...

افغانستان ته راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له "بد چلند"څخه شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو ضرب الاجل پای سره سم، سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دغه کډوال د سرپناه له نشتون او کاروبار کمښت شکایت کوي. د پاکستان حکومت "ناقانونه کډوالو" لپاره د اکتوبر میاشتې تر پایه ضرب الاجل ټاکلی ترڅو دغه هېواد پرېږدي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ناورین؛ د پنا غوښتونکو خبریالانو برخلیک به څنګه شي؟

Pa.azadiradio.com 

په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون د پاکستاني حکومت له‌خوا د بې اسناده افغان کډوالو د ایستو په اړه د یو میاشتني مهلت پای ته په نږدې کېدو، په دې هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي. د دې فدراسیون مسوولین وايي، له پاکستانه د افغان خبریالانو د ویستو په اړه اندېښمن دي او په ټوله نړۍ کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې په احتمالي توګه د افغان خبریالانو د ویستو مخه ونیسي. دې فدراسیون همدا ډول په هغو هېوادونو چې افغان خبریالان په کې د کډوالۍ کیسونه لري... Читать дальше...

د پاکستان د ضرب الاجل له پای ته رسیدو مخکې هېواد ته د یو شمېر افغان کډوالو د تګ هڅې

Pa.azadiradio.com 

سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.

د هرات د زلزلو یو شمېر ټپیان: روغتونونه مو له درملنې مخکې رخصتوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د وروستیو زلزلو یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، که څه هم دوی اوس هم طبي پاملرنې ته اړتیا لري، خو د اسانتیاو د نشتوالي له امله د هرات له حوزوي روغتون څخه رخصت شوي دي. زرمینه چې د څلورو ماشومانو مور او د هرات د کرني د کلي اوسېدونکې ده، یوه له دغو ټپیانو څخه ده. هغه چې په لومړۍ زلزله کې يې خپل يوولس کلن زوى له لاسه ورکړى او خپله يې هم سخت زيان ليدلی، له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې که څه هم ملا يې ماته شوې، خو په روغتون کې بستري نه‌شوه. نوموړې وایي: "زما ملا او د خاصرې لګن... Читать дальше...

د ملا هبت الله ځانګړی ځواک؛ دنده او جوړښت یې څرنګه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په هلمند کې د طالبانو مخکېنی والي عبدالاحد طالب د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د ځانګړي ځواک مشر ټاکل شوی. د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې ځواک په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو شنونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، دا ځواک د نورو طالب مشرانو په وړاندیز جوړ شوی چې د ملا هبت الله ساتنه وکړي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اکثره وزیرانو او خلکو امیرالمومنین (د طالبانو... Читать дальше...

پاکستان کې د "بې اسنادو افغان کډوالو" یوه موقت کمپ ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، موقتو کمپونو ته یې لېږي او وروسته یې له دغه هېواده شړي. د ازادي راډیو د پاکستان برخه، د مشال راډیو خبریال، وسیم سجاد یو له دغو کمپونو ته تللی او دغه راپور یې چمتو کړی دی.

هند کې د افغان سفارت تړل کیدل؛ هند مېشتي یې ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته په هند کې مېشت افغانان له ستونزو سره مخ دي. یو شمېر یې ادعا کوي چې د پاسپورټونو په نوي کولو، د تحصیلي اسنادو په تایید، د واده او  زېږون کارتونو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي او سفارت هم قونسلي خدمتونه بند کړي دي. په هند کې د دوکتورا محصل ظهور صحبتي ازادي راډیو ته وویل، سفارت ته د پاسپورټ د نوي کولو او د خپلې لور د زېږون کارت اخیستو لپاره تللی و، خو د سفارت دروازه تړل شوې وه. هغه زیاتوي: "پرون سفارت ته لاړم، د سفارت دروازه تړل شوې وه. Читать дальше...

یو شمېر افغان دیني عالمانو او قومي مشرانو له پاکستانه د کډوالو ایستل وغندل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د پاکستان له‌خوا په بېړه د افغان کډوالو ستنول وغندل او ترې ویې غوښتل،چې د افغانانو له جبري اخراج او د هغوی له ځورولو لاس واخلي. دوی چې نن په کابل کې راټول شوي وو، یوې خبري غونډې ته یې وویل، په بېړه د میلیونونو افغان کډوالو ایستل او د سوداګریزو او نورو مسایلو د حل و فصل کولو فرصت نه ورکول به د دواړو گاونډیو هېوادونو پر اړیکو خورا منفي اغېز وکړي. دغو دیني عالمانو او قومي مشرانو دا هم وویل چې د پاکستان له‌خوا په جبري توګه د لکونو افغانانو ایستل د جدي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»





Rss.plus
Bosch

Власти Евросоюза призвали РФ пересмотреть решение о судьбе "дочек" Ariston и Bosch




В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

Захарова: США провоцируют Японию на обвинения России в ядерной нестабильности

Россияне полюбили Changan, продажи выросли на порядок (в 9 раз) за последний год

В должность вступил новый хоким Мархаматского района




پر تورخم اوښتونکي کډوال د نامعلومه راتلونکې سره مخ دي

Mashaalradio.com 

په تورخم کې هغه افغان کډوال افغانستان ته روان دي چې د پاکستان حکومت ورته د اکتوبر ۳۱مه نېټه د وتلو اخري نېټه ټاکلې وه. دغه خلک وايي د پاکستان حکومت ورسره زیاتی کړی ځکه چې د لسګونو کلونو ژوند د ټولولو لپاره یې ډير لږ وخت ورکړ. په دوی کې ځيني دا هم وايي چې د کډوالۍ اسناد یې درلودل خو بیا به هم پولیسو ترې پیسې اخیستلې. په دې اړه پاکستاني پولیسو څه نه دي ويلي خو د نګران حکومت چارواکي وايي يوازې غيرقانوني کډوال یې ایستلي دي. د دغو خلکو سره د مشال راډيو خبریال، فرهاد شينواري خبرې کړې دي. په دې ويډيو کې یې وګورئ.

د افغان کډوالو د ساتلو لپاره موقتي کمپ

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت ويلي چې کوم غیرقانوني افغان کډوال په خپله خوښه د اکتوبر تر ۳۱مې پورې، افغانستان ته نه ځي نو هغوی به په موقتي کمپونو کې ساتل کېږي او بیا به یې په تورخم اړوي. حکومت په پېښور، هرېپور او لواړګي کې دا کمپونه جوړ کړي دي. د پېښور له رېګي کمپه د وسيم سجاد ويډيو راپور وګورئ.

هېومن رايټس واچ: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل او ځورول بس کړي

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي چې د پاکستان لخوا د شړليو افغان کډوالو ژوند ته ښايي په افغانستان کې خطر وي.  هېومن رايټس واچ د اکتوبر پر ۳۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان باید سمدستي د پولیسو لخوا د افغانانو ځورول او په زور د کډوالو شړل بس کړي. دې ادارې زیاته کړې چې د پاکستان نګران حکومت باید د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره په شريکه په کار کولو سره غیر رجسټرډ افغانان ثبت کړي.  د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر پر درېيمه غيرقانوني کډوالو ته د ستنېدو لپاره ۲۸ ورځې وخت ورکړ. د هېومن رایټس په وينا دا ډير کم وخت وو. Читать дальше...

د کیوبا د بالې نڅا ادارې ۷۵ کاله پوره شول

Mashaalradio.com 

په کیوبا کې د اکتوبر پر ۲۸مه د بالې نڅا ملي ادارې د جوړېدو ۷۵ کلونه پوره شول. د دې ورځې په مناسبت هلته د بالې نڅا پروګرامونه شوي دي. د ادارې بنسټ نڅاګرې الیسیا النسو اېښی وو. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ایچ آر ډبلیو: پاکستان د افغان کډوالو ستنولو لپاره ګواښل، نیول او ځورول کوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره هغوی ځوروي، ګواښي یې او په خپلسري ډول یې زنداني کوي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د ضرب‌الاجل د رانږدې کېدو په درشل کې، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د ګواښلو، خپلسري نیونو او ځورولو څخه کار اخلي. د دې سازمان په اعلامیه کې چې نن خپره شوې د افغانستان لپاره د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله لیکل شوي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو لپاره د ایستلو مهلت د دوی د توقیف، وهلو... Читать дальше...

د میدان وردکو د تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردکو ولایت د تخنیکي او مسلکي لېسې یو شمېر زده کوونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي. دوی وايي، د حکومت له لوري یې ملاتړ نه کېږي. د دوی په وینا، نوښتونه او اختراګانې یې کړي چې د خلکو په ورځني ژوند کې ګټور تمامېدای شي او که ملاتړ یې وشي له دې ډېر څه کولای شي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



Москва

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Уникальная спецтехника помогает бесперебойной работе метро Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Пол Маккартни

Николаю Фоменко – 62: что связывает артиста с Полом Маккартни и «Формулой-1», и при чем тут гвозди




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Тренер "Динамо" Личка о самой дорогой покупке в Москве: я купил себе самокат


WTA

Россиянка Андреева стала рекордсменкой на турнирах WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Брановицкий

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России