د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره: د افغان نجونو د تعلیم ملاتړ نه دروم
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي، دا به هیڅکله د افغان نجونو د تعلیم ملاتړ ونه دروي. نوموړې د چهارشنبې په ورځ د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، افغان نجونې ماته د یوه لومړیتوب په توګه پاتې دي. نوموړې د نجونو تعلیم د هغوی د ژوند او د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان نجونو له ازادي راډیو سره خبرو کې هم ویلي چې دوی ته باید د زده کړو حق ورکړل شي. طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د نجونو د منځنۍ... Читать дальше...