Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 14.10.2023

بدخشان: ترافیکي پېښې یو تن مړ او دوه نور ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان شول. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حکمت الله "محمدي" نن ازادي راډيو ته وویل چې په ياوان ولسوالۍ یو موټر له سړکه په اوښتو سره چپه شو او خلکو ته یې مرګژوبله واړوله. هغه ویلي ټپیان روغتون ته رسول شوي.

د غزې پر کړکېچ اعتراض؛ سعودي اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو خبرې ځنډولي

Pa.azadiradio.com 

فرانسپرس او رویټرز خبري اژانسونو خبر ورکړی چې سعودي عربستان د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې په ترڅ کې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې ځنډولي دي. د فرانسې خبري اژانس نن د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان د دې پرېکړې په اړه امریکا ته هم خبر ورکړی دی. رویټرز خبري اژانس هم د سعودي عربستان شاهي حکومت ته د دوو نږدې سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی. دغو سرچینو ویلي چې د ریاض دا پرېکړه د حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل وروسته د دغه هېواد د بهرني سیاست چټکه بیا کتنه په ډاګه کوي. Читать дальше...

فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي. اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه. پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي.



د هرات اوسېدونکی د "بلې زلزلې له وېرې" په خېمو کې ژوند کوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په هرات ولايت کې د اکتوبر پر اوومه او بيا د اکتوبر پر ۱۱مه له زلزلې وروسته ځايي اوسېدونکي د بلې زلزلې له وېرې په خېمو کې ژوند کوي. په دواړو زلزلو کې د هرات يو شمېر کلي اغېزمن شوي او په زرګونه کسان بې کوره شوي دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.

د عدليې او انتظاميې په شتون کې ځايي جرګې د پرېکړو څومره واک لري؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان پارلېمان په ايين کې د ۲۵م بدلون په منظورولو سره پخوانۍ قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه ګرځولي او هلته یې د هېواد اساسي قانون غځولی دی، په شمالي وزیرستان کې د اتمانزيو جرګې د قبايلي دود له مخې پر ځينو کسانو جرمانې لګولي او د ځينو د کورونو ړنګولو پرېکړه یې کړې ده. دا چې د پاکستان د اساسي قانون، عدلیې او انتظاميې په موجودګۍ کې یوه ځايي جرګه دا ډول پرېکړې کولی شي؟ په دې اړه راپور ته غوږ شئ.

د هرات اوسېدونکي لا هم د زلزلې له وېرې تر خېمو لاندې ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات یو شمېر اوسېدونکي لا هم د یوې بلې زلزلې له وېرې د ښار په واټونو او پارکونو کې تر خیمو لاندې او له کورونو بهر ژوند کوي. تېره شنبه په دغه ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه، چې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۳۰۰ ډېر کسان یې ووژل او زرګونه نور یې بې کوره کړل.

د طالبانو یو پلاوی روانه اونۍ چین ته ځي  

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند اخندزاد عبدالسلام جاوید نن رویټرز اژانس ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنایع سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي به په چین کې د یو کمربند یوې لارې د پروژې په غونډه کې برخه واخلي.  دا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په چین کې جوړیږي.  چین او پاکستان د مې په میاشت کې ویلي وو، چې په کابل کې واکمن طالبان به وهڅوي چې د لسګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت له دې پروژې سره یوځای شي.  چین د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو د طالبانو تر بیا... Читать дальше...

د افغانستان په ځینو سیمو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو سېندونو کې سبا د اوبو د کچې د لوړیدو اندېښنه شته، چې سیلونه به ورسره وبهیږي.  د هوا پيژندنې د یو شمیر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم به نن شپه او سبا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې بارانونه ووریږي.  د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت په پنجشیر، کونړ، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، کابل، بدخشان، تخار، بلخ، کندز، سمنګان او سرپل کې د احتمالي سیلونو د بهیدو خبر ورکړی دی.  دې وزارت هغو خلکو ته چې په دې ولایتونو کې د سیندونو او خوړونو څنګ ته ژوند کوي خبرداری ورکړی، چې احتیاط وکړي.



د طالبانو حکومت: نړیوال دې د فلسطینیانو حقونه تامین کړي؛ ښځینه فعالانې: خپل ګرېوان ته سر ښکته او د خلکو حقونه ورکړئ!

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې او اسلامي همکاريو له سازمان غوښتي، چې په فلسطين کې دې د ښځو، سپين ږيرو او ماشومانو په اړه غبرګون وښېي. دا اعلاميه چې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد پر خپل ايکس‌پاڼه خپره کړې، په کې یې پر نړيواله ټولنه نيوکه کړې چې ګواکې په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو لپاره مداخلې کوي، خو په فلسطين کې چې د اسرایيلو په هوايي بريدونه کې ښځې او ماشومانو وژل کېږي، کوم غږ نه پورته کوي. خو د ښځو او بشري حقونو یو شمېر افغان فعالان بيا وايي، طالبانو... Читать дальше...

د « زهره» په نوم د افغان نجونو هنري ډلې په اروپایي هېوادونو کې خپل کنسرټونه پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ځوانانو د هنري ډلې له کنسرتونو وروسته د «زهره» په نوم د دغه انستیتیوت د ښځو ارکسټر هم په اروپا کې خپل کنسرتونه پیل کړل.  له دوه کلن ځنډ وروسته د دغې ډلې لومړنی فعالیت د اکتوبر په 13 مه د فرانسې د بایون په کوینټو تیاتر کې ترسره شو. په دې کنسرت کې د زهره آرکسټر مشري  پرتګالي موسیقي پوه په غاړه درلوده. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وویل، چې زهرې هنري ډلې د ۲۵ نویو موسیقي غږونوکو سره چې ټولې یې ځوانې نجونې دي،... Читать дальше...

پېښور کې د هنرمندانو ټولنو په عدالت کې د افغان هنرمندانو لپاره درخواست داير کړی دی

Mashaalradio.com 

هنري ټولنه او مفکوره چې د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو د پالنې او د هغوی د حقونو د لاس ته راوړلو لپاره جوړه شوې ټولنې دي، د افغان کډوالو خلاف د پولیسو سختۍ اندېښمن کړې دي. د یادو ټولنو مشران وايي، که پولیسو افغان کډوال هنرمندان مجبوره کړل چې بیرته هیواد ته ستانه شي نو هغوی به په افغانستان کې له بدمرغۍ ډک ژوند ولري. هنري ټولنې د مفکورې ټولنې سره یو ځای په پېښور های کورټ کې یو درخواست هم جمع کړی چې پکې د دغو افغان هنرمندانو د نه چېړلو غوښتنه شوې ده. د مشال راډیو لپاره له پېښوره وقاص سحر پرې یو ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ویستل؛ روح الله: هملته زیږیدلی او د اولادونو پلار شوی وم، خو بیا یې هم وویستم

Pa.azadiradio.com 

روح الله په پاکستان کې له مېشتو  هغو افغان کډوالو دی چې د پاکستان د وروستیو فشارونو له امله باید له دغه هېواده ووخي. د هغه په خبره ،  ۲۳ کاله وړاندې په پاکستان کې زېږېدلی او په دغه هېواد کې د مېرمنې او ماشومانو خاوند شوی.  نوموړی وايي، چې اوس د پاکستان د حکومت ګواښونو او د اوسېدو د قانوني اسنادو د  نه لرلو له امله دې ته اړ شوی چې دا هیواد پریږدي. هغه چې کډه یې بار او د خپلې کورنۍ غړي يې افغانستان ته د تګ په موخه د تورخم دروازې ته وړي، ازادي راډيو ته وويل چې د کور ټول وسایل يې په کمه بيه ليلام کړي دي. Читать дальше...

د اسراییلو له عملیاتو سره زرګونه فلسطینیان د غزې له شمال څخه وتښتیدل

Pa.azadiradio.com 

په زرګونو فلسطینیان د غزې تړانګې له شماله نن تښتیدلي دي. دوی د اسراییلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له وېرې سیمه پرې ایښې ده. پر دې سیمه اسراییلي ځواکونه اوس د هوا له لارې بمباري کوي. اسراییل د غزې په شمال کې خلکو ته پرون خبرداری ورکړی و، چې په څلرویشت ساعتونو کې د غزې جنوب ته ولاړ شي. اسراییل ویلي دي، چې په سیمه ییز وخت د مازدیګر تر څلور بجو چې کوم کسان کډې باروي څه نه ورته وایي. رویټرز اژانس په غزه کې د فلسطنیانو د روغتیا وزارت په وینا نن خبر ورکړ، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د اسراییل... Читать дальше...

رومانیا کاسوو ته تر ۱۳۰ ډېر سرتېري واستول

Pa.azadiradio.com 

د رومانیا تر یوسل او دېرش ډېر سرتیرې نن کاسوو ته ورسیدل. دا پوځیان به هلته د ناټو-کاسوو سوله ساتې ځواکونو ماموریت پياوړی کړي. د روانې اکتوبر په پیل کې دوه سوه برېتانیایي پوځیان هم کاسوو ته تللي وو. ناټو د سپتمبر په نهه ویشتمه ویلي وو، چې د ناټو- کاسوو سوله ساتې ځواکونه به تقویه کړي. دا پریکړه وروسته تر دې وشوه، چې د کاسوو په شمال کې د کاسوو د امنیتي ځواکونو او اکثریت سرب توکمو ترمنځ کړکېچ زیات شو. ناټو تر اوسه نه دې ویلي، چې څومره نور پوځیان به کاسوو ته استوي.

د پلخمري پرونی ځانمرګی برید؛ د قربانیانو کورنۍ څه غواړي، غبرګونونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په پلخمري ښار کې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په جومات د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې په افغانستان کې پر شیعه وګړو د ژوند کړۍ تنګه شوې او دوی هره ورځ د مذهب له امله قرباني ورکوي. د پلخمري اوسېدونکې زینب چې د تېرې ورځې په حمله کې یې د محمد رضا قادري په نوم د کورنۍ یو ۴۰ کلن غړی وژل شوی ازادي راډيو ته وویل: "زما د عمه زوی د امام زمان په جومات کې د شوې حملې د شهیدانو له ډلې دی، هغه چې د څلورو ماشومانو پلاراو د خپلې کوچنۍ کورنۍ سرپرست و،د پلخمري په ښار... Читать дальше...

د هرات زلزله ځپلې سیمې؛ د پاکو اوبو سرچینې له منځه تلي، خلک پاکې اوبه نه لري

Pa.azadiradio.com 

هرات کې له زلزلې يوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم زلزله ځپلي د ډېرو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی یوه له دې مهمو ستونزو څخه ده. د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی او يو تن زلزله‌ځپلی سخي وايي، له زلزلې وروسته د دوی په سيمه کې اوبه د څښلو وړ نه‌دي. سخي ازادي راډیو ته وویل: "دا کوم کلي چې زلزلو کې نړيدلې دي، کاريزونه هم ټول نړيدلي دي چې ورسره اوبه خړې شوي دي، په کليو کې اوبه نه‌شته، د ښار او يا هم نورو ځايونو څخه په ټانکرو کې اوبه راوړل کېږي، ځکه... Читать дальше...

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لړۍ تیزه شوې ده

Mashaalradio.com 

په تورخم کې د ګمرک چارواکي وایي په تېره یوه اوونۍ کې د کډوالو تر ۴۰۰ زیاتې لارۍ افغانستان ته اوښتي دي چې په هر ګاډي کې څلور یا پینځه کډې بار وي. تورخم ته دغه کډې د پاکستان له سیند، پنجاب او خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو ورځي او هلته پر دروازه له درو تر پينځو ساعتونو نومليکنې ته انتظار باسي. تفصیل په ویډیو کې


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева





Rss.plus
ЦСКА

ЦСКА проиграл «Балтике» в гостевом матче 26-го тура РПЛ




Волейбол: «Локомотив» из Калининграда завершил сезон на втором месте в Pari Суперлиге

В центре Москвы задержали Диану Шурыгину и ее знакомого криптобизнесмена

Диану Шурыгину задержали в Москве: никто не узнает в этой девушке звезду из шоу Малахова

Почти 1,4 тыс мастер-классов проведут в рамках фестиваля «Пасхальный дар»




اسراييليو ځواکونو پر غزې ځمکني عمليات پيل کړي دي

Mashaalradio.com 

اسراييليو ځواکونو په غزه ټرانګې کې د اکتوبر پر ۱۴مه ځکمنې عمليات پيل کړي دي. پر دې سربېره اسراييليو ځواکونو هوايي بريدونو ته هم دوام ورکړی دی. د اسراييلو او حماس ترمينځ جنګ کې دواړو خواوو ته د وژل شويو شمېر تر ۳،۰۰۰ اوښتی دی. د رويټرز اژانس له بېلا بېلو ويډګانو جوړ راپور.

اسراييليو ځواکونو د غزې په شمال کې ځمکني عمليات پيل کړي دي

Mashaalradio.com 

ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.

پاکستان: وسله والو په بلوچستان کې ۶ کارګران وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني پولیسو په وینا، وسله والو تیره شپه په بلوچستان کې شپږ کارګر وژلي دي.  د پولیسو افسر هدایت اله دشتي وویل، وسله والو د تربت په ښار کې د ساختماني برخې پر اتو کارګرانو ډزې کړې دي. د دوی له ډلې دوه تنه یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او ژوندي دي، خو نور یې وژل شوي دي.  تر اوسه کومې ډلې  د دې کسانو د وژلو مسوولیت نه دی اخیستی.

روسیې د اوکراین د یو شمېر ډرون الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې نن سهار د اوکراین ډرون الوتکې د تور سمندرګي پر سر د کراسنودار له سواحلو سره نسکورې کړې دي. تر دې مخکې د تور سمندرګي د سوچي استراحتځي په سیمه کې خلکو د چاودنو خبر ورکړی و او داسې ویډیوګانې یې خپرې کړې وې، چې د سمندرګي پر سر د چاودنو تصویرونه پکې ښکاریدل. یوشمیر راپورونه وایي، چې دا چاودنې د سوچي المپیک پارک ته نژدې او د ښار په منځ کې اوریدل شوې دي. اوکراین تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

پر غزې د اسراییلو د پوځ عملیات؛ فلسطینیان د تېښتې په هڅه کې دي

Pa.azadiradio.com 

فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي. اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي. اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه. پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي. د حماس د رسنیو دفتر وایي، چې الوتکې پر هغو موټرو ډزې کوي چې د جنوب خواته ځي او تر اوسه یې په دغو موټرو کې تر اویا ډیر کسان وژلي دي. Читать дальше...

میلیونونه خلک د هند او پاکستان نننۍ لوبې ته منتظر دي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده ،چې نژدې یو ساعت وروسته د هند په احمد اباد کې د کوربه هند او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شي.  د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې تر اوسه هند دوې لوبې کړې دي دواړه یې ګټلې دي، او پاکستان هم خپلې دوې ترسره کړې لوبې ګټلې دي.  دا نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیل شوی، چې د نومبر په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.



Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова сообщила подписчикам об очередной поездке на Мальдивы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей


Рафаэль Надаль

Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

В Краснодаре наградили победителей конкурса детской казачьей песни



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России