مرتضی بهبودي د طالبانو له بنده خوشې شو
افغانالاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د چارشنبې په ورځ( د اکتوبر ۱۸مه) د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو. د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کیدو خبر تایید کړی. د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د یوې اعلامیې له خپرولو سره دغه خبر تایید کړی او ویلي چې بهبودي له ۲۸۴ ورځو وروسته را خوشې شوی. مرتضی بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و. د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. نوموړی داسې مهال را خوشې... Читать дальше...