Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 17.10.2023

اوکراین د یو شمېر روسي پوځي تجهیزاتو د له منځه وړلو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وایي، د زاپوریژیا د سیمې په جنوبي برخه کې د بیردیانسک پرهوایي اډې او د لوهانسک په ختیځو هغو سیمو کې چې په اوس وخت کې روسیې لاندې کړي، په ننیو توغندویي بریدونو کې یې د روسي ځواکونو نهه پوځي هلیکپټرې، د وسلو او مهماتو یوه ډیپو او د هوایي مدافعې یو سیسټم له منځه وړي دي. د اوکراین د ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ په ټیلګرام چینل کې د دې خبرترڅنګ دغه راز ویلي چې د دغو بریدونو په نتیجه کې چې سهاروختي وشول، په لسګونو روسي پوځیانو ته تلفات اوښتي او هم د بیردیانسک په نښه شوې ډیپوکې یې چاودنې رامنځ ته کړي. Читать дальше...

پاملرنې موسسه: د افغانستان په لویدیز کې زلزلو خلک له ژورې ټروما سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې نړیواله موسسه (CARE) وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې له درېیو زورورو زلزلو وروسته د دې سیمې خلک له ژورې ټروما سره مخ شوي دي. په هغه راپور کې چې پاملرنې د دوشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه خپور کړی، ویلي یې دي چې افغانستان په څه باندې یوه اوونۍ کې درېیو زلزلو ولړزاوه چې خلک یې ووژل، کورونه یې ونړول او قربانیان یې اوس په بد رواني وضعېت کې دي. په افغانستان کې د پاملرنې موسسې مرستیاله رشما عظیمي وايي، زلزلې نجونې او ښځې ژورې اغېزمنې کړي او دوی په عاجله توګه ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري. هغې په دې راپور کې ویلي... Читать дальше...

د ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالان: د پاکستان مېشتو افغان کدوالو بشري حقونه دې په بېړني ډول تامین شي

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو څه باندې ۵۰۰ فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې غړو اندېښنه ښودلې او په پاکستان کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره یې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. دوی د دوشنبې په ورځ د یوه پرانیستي لیک په استولو سره چې یوه کاپي یې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، له دغو سازمانونو غوښتي چې پاکستان دې قانع کړي چې له هغه هېواده د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي. په جلا وطنۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو ډله هم د دې لیک له لاس‌لیک کوونکو څخه ده. Читать дальше...



عدالت د حکومتي راز افشا کولو قضيه کې د عمران او قريشي "رسمي تورنول" د اکتوبر تر ۲۳مې ځنډولي

Mashaalradio.com 

د پاکستان یو ځانګړي عدالت د حکومتي راز افشا کولو په مقدمه کې په رسمي توګه د عمران خان او شاه محمود قريشي تورنول د اکتوبر تر ۲۳مې ځنډولي دي. د دې مقدمې اورېدنه د اکتوبر پز ۱۷مه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې وشوه. د جج ابوالحسنات ذوالقرنین له خوا د عمران خان او شاه محمود قريشي وکیلانو ته د چالان تر ورکولو وروسته اورېدنه د اکتوبر تر ۲۳مې وځنډول شوه. یاد عدالت د اکتوبر پر نهمه شوې اورېدنه کې ویلي وو چې د اکتوبر پر ۱۷مه به پر پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه وخت د بهرنیو چارو پر وزیر شاه محمود قرېشي "فرد جرم" عاید شي. Читать дальше...

اوچا: د هرات وروستیو زلزلو ۲۴۵ تنه ماشومان بې سرپرسته کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبر ورکړی چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله ۲۴۵ تنه ماشومان بې‌سرپرسته شوي دي. اوچا پرون یوه اعلامیه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو شریکان او غیر دولتي سازمانونه د دې ماشومانو په ګډون په زلزلو کې د زیانمنو څخه ملاتړ کوي. دې سازمان زیاته کړې، اوچا په هرات کې د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د ۹۳،۶ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. په هرات تېرو دوو اوونیو کې نږدې اووه زلزلې شوي چې د شدت کچه یې د ریښتر په کچه له درېیو تر ۶،۵ وه. په دوی کې تر ټولو ډېره... Читать дальше...

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون: د پاکستان صدراعظم نه مو د افغان خبریالانو د نه ویستو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر محمد شاهرخ طاهر وايي، دې فدراسیون په یوه لیک کې د پاکستان له سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ څخه غوښتي چې افغان خبریالان دې له دې هېواد څخه نه باسي. ښاغلي طاهري زیاتوي، دغه لیک د دوشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم دفتر او د پاکستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر ته استول شوی چې څو نورې غوښتنې هم په کې مطرح شوي دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پاکستان له صدراعظم څخه غوښتي، هغه خبریالان چې ویزې نه لري، دوی ته دې ویزې ورکړل شي او هغه خبریالان چې ویزې یې نه دي تمدید شوي، د هغوی ویزې دې تمدید شي. Читать дальше...

د اسراییلو لخوا د غزې د کلابندۍ دوام؛ ولسمشر بایډن اسراییل او اردن ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د اسراییلو له خوا د غزې د تړانګې کلابندي دوام لري، په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن سبا (د اکتوبر ۱۸مه) اسراییل او اردن ته سفر وکړي. په داسې حال کې چې دا وېره په زیاتېدو دي چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ روان کړکېچ ټول منځني ختیځ ته خپور نه شي، ښاغلی بایډن به له اسراییلي او عرب مشرانو سره وګوري. د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین وروسته له هغه سیمې ته د بایډن سفر اعلان کړ چې د غزې په تړانګه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي او د اسراییل پوځ په دې سیمه کې چې مساحت... Читать дальше...

د ناروې د کډوالو شورا مشر: نړۍ باید افغان زلزله ځپلي یوازې پرې نه‌ږدي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلانډ وايي، نړۍ باید د افغانستان په لویدیځ کې له زلزلو ژوندي پاتې شوي کسان یوازې پرې نه‌ږدي. هغه پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: " دې ټولنو له کلونو جګړو او بې‌وزلۍ وروسته هر څه له لاسه ورکړي او د تکیې لپاره څه ور پاتې نه‌دي. "  یان ایګلانډ په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شویو شمېر ۱۵۰۰ او د ټولو ویجاړو شویو کورونو شمېر ۴۵۰۰ ښودلی دی. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت په هرات کې د وروستي وضعیت، د خلکو د ستونزو او د مرستو رسولو په برخه کې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې. Читать дальше...



د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې د اسیا جام د ګروپي پړاو لوبو ته لار ومونده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوتبال ملي لوبډلې منګولیا ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام او د اسیا جام د ګروپي پړاو لوبو ته لار ومونده. نن په دوهمه لوبه کې چې د منګولیا په پلازمېنه اولان‌باتور کې ترسره شوه، افغانستان منګولیا ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. په مخکېنۍ لوبه کې چې تېره اوونۍ په تاجکستان کې ترسره شوې وه هم افغانستان د یوه ګول په وهلو سره له منګولیا لوبه ګټلې وه. د نړیوال جام او اسیا جام په ګروپي پړاو کې به افغانستان له قطر، هند او کویټ سره په یوه ګروپ کې وي.

ایران د یوې ظبط شوې کښتۍ ټوله عمله په ۲۲ کاله بند محکوم کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران د هغې کښتۍ عمله چې د پاناما بیرغ پرې رپېده او تېر کال ضبط شوه ټول په ۲۲ کاله بند محکوم کړي. دولتي رسنیو نن خبر ورکړ چې دا حکم د بندر عباس انقلابي محکمې ورکړی، خو په خبر کې سمدستي نه دي ویل شوي چې دې کښتۍ څو تنه عمله درلودله او څوک په څو کاله بند محکوم شوي دي. تېر کال په اکټوبر میاشت کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک په خلیج کې یوه بهرنۍ کښتۍ چې یوولس میلیون لیټره تېل یې قاچاق کول ونیوله. د قضايي چارواکو په وینا، د دې کښتۍ تېل د ایران د تېلو ملي کمپنۍ ته سپارل شوي.

خیریه ټولنې: د بشري مرستو کاروانونه له غزې سره د سرحدي سیمې رفح پر لور خوځېدلي

Pa.azadiradio.com 

خیریه ټولنې وايي، د بشري مرستو کاروانونه چې له څو ورځو راهیسې په مصر کې درېدلي وو، نن له غزې سره د سرحدي سیمې رفح پر لور وخوځېدل. رفح د غزې یوازېنی سرحد دی چې اسراییل یې نه اداره کوي. د غزې تړانګه د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس د افراطي ډلې له خونړي برید وروسته کلابنده شوې او له څو ورځو راهیسې د اسراییل تر پرله پسې بمباریو لاندې ده. مصر د رفح سرحد د مرستو او د هغو بهرنیانو پرمخ بند کړی و چې له سیمې د وتلو هڅه یې کوله. د خیریه ټولنو د چارواکو په وینا، سلګونه نورې لارۍ هم د مصر له عریش... Читать дальше...

د هرات تر مرګونې زلزلې وروسته ۲۴۵ بې‌سرپرسته ماشومان موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې یې ۲۴۵ بې سرپرسته ماشومان چې کورنۍ یې له لاسه ورکړې دي، موندلي. اوچا په یوه بیان کې همداراز وايي چې له څلور سوو زیات بې سرپرسته مشران او ۲۲۷ معلول کسان یې چې وروستیو درېیو زلزلو زیانمن کړي موندلي دي. له دې مخکې د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق یونېسف راپور ورکړی و چې د افغانستان د لوېدیځ په وروستیو درېیو زلزلو او ورپسې ټکانونو کې په سلو کې نوي مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

ملګري ملتونه: ۸۵‌ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

نن سه‌شنبه د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده. نن د اکټوبر ۱۷مه د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې اوسمهال د بې وزلۍ له امله په افغانستان کې میلیونونه وګړي له ستونزو او فشارونو سره لاس او ګرېوان دي. که څه هم په دې وروستیو کې د بې‌وزلۍ سره د مخ کسانو د شمېر په اړه نوې شمېرې نه‌دي خپرې شوي، خو د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' د روان کال د سرطان میاشتې په پای کې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان ۸۵‌ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. دغه... Читать дальше...

د هرات د مرګونو زلزلو وروستي ارقام؛ شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه او نږدې ۲۰۰۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ کې د وروستیو زلزلو د زیانونو په اړه تازه ارقام خپاره کړي چې د مرګ ژوبلې لوړې شمېرې ښيي. د ملګرو ملتونو اړوندې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه خبرپاڼه کې چې بېګا یې پر خپله ویبپاڼه خپره کړه ویلي چې د اکټوبر د ۷ او ۱۵ ترمنځ د درېیو زلزلو په نتیجه کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان مړه شوي او نږدې ۲۰۰۰ نور ټپیان دي. مخکې د دې زلزلې د مړو شمېر ۱۳۰۰ تنه ښودل شوی و. خبرپاڼه همداراز په دې زلزلو کې د څه باندې ۳۳۰۰ کورونو د ورانېدو خبر ورکوي او وايي، په ټوله کې له ۴۳ زرو زیات خلک زیانمن شوي دي. Читать дальше...

په پیرو کې خلک څنګه د باران دعا کوي؟

Mashaalradio.com 

د پښتنو د سیمو په څېر د جنوبي امریکا په یو هېواد پیرو کې چې هم وچکالي زیاته شي نو خلک یې له کورونو بهر وځي او د باران لپاره د عبادتونو ترڅنګ دعا کوي، خو فرق یې دا دی چې موسیقي او نڅا د هغوی د عبادت برخه ده. په عبادت کې ښځې او سړي برخه اخلي او وايي دا یې له پېړیو راهیسې د باران غوښتو طریقه ده. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

د پېښور کمېشنر د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي کېمپونو جوړولو امر کړی دی

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱۶مه د کمېشنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کيمپونه به په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې جوړېږي او تر ۳۱م اکتوبر وروسته به افغانستان ته د ستنولو لپاره هغه کډوال پکې ساتل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

د روسیې ولسمشر نن چین ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن چین ته سفر وکړي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې پوتین دغه سفر د اړیکو د پیاوړتیا په هدف ترسره کوي او له خپل ملګري 'شي جین پینګ' سره ګوري. چین دا اوونۍ د 'یو کمربند یوه لار' نوښت په اړه د یوې غونډې کوربه دی چې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ګډون په کې کوي. پوتین د دغو مېلمنو د لېست په سر کې دی. پېکېنګ هیله لري چې دغه ګام به نړیوال ډګر کې د دوی دریځ پیاوړی کړي. وروسته تر دې چې پر اوکراین د جګړې له کبله د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین... Читать дальше...

ډیلي کې د نظام‌الدین اولیا مزار؛ هره ورځ لسګونه کسان یې زیارت ته ورځي

Pa.azadiradio.com 

نظام‌الدین اولیا له ۱۲۳۸ څخه تر ۱۳۲٥م کلونو پر مهال یو صوفي عالم تېر شوی دی. د ده مزار د هند په نوې ډیلي کې دی او هره ورځ په لسګونو کسان یې زیارت ته ورځي. ملالۍ بشیر هند ته د سفر پر مهال د نظام‌الدین اولیا زیارت ته ورغلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له نیوزیلنډ سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال جام کې چې په هند کې روان دی، سبا افغانستان له نیوزیلنډ سره لوبه لري. د افغانستان کرکټ بورد پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې افغان لوبډله د دغې لوبې لپاره د هند چینای ښار ته رسېدلې ده. دا به په دغه جام کې د افغانستان څلورمه لوبه وي. افغان لوبډلې په درېیمه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه، خو لومړۍ او دویمه لوبه یې بنګله‌دېش او هند ته وبایلله.


Музыкальные новости
Певец

Певцу Денису Майданову стало плохо на репетиции праздничного концерта





Rss.plus
Такер Карлсон

Дугин в интервью Такеру Карлсону: "Путин — это традиционный лидер"




В апреле было теплее нормы почти на 4 градуса

Инэди: Очарование 80-х и Сила Женственности

Армения и НАТО согласовали направления сотрудничества в военном образовании

Собянин поздравил москвичей с 1 мая




د سویډن دوه اتباع په بروکسل کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سویډن دوه اتباع له بلجیم سره د فوټبال تر لوبې مخکې پرون په بروکسل کې په ډزو ووژل شول. د رویټرز خبري اژانس په وینا پولیسو د دې پېښې خبر ورکړی او بلجیم د ترور خبرداری تر ټولو لوړې کچې ته رسولی دی. د بلجیم صدراعظم الکساندر دو کرو پر خپله ایکسپاڼه تایید کړې چې د پېښې قربانیان سویډني وګړي دي. دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په ځینو اروپایي هېوادونو کې د اسراییلو او حماس د جګړې په تړاو امنیتي اندېښنې زیاتې شوي دي.

اوچا: افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱۱۴زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده. دا خبره د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې راغلې ده. د اوچا اداره وايي، د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر د ۲۰۲۴کال تر مارچ پورې یو پلان ترتیب کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې د هرات زلزله ځپلي بېړنیو موقتي سرپناوو، خوړو، نغدي مرستو،پاکو اوبو او حفظ الصحې ته اړتیا لري. اوچا وايي، د... Читать дальше...

جینټ ییلن: د اوکراین ملاتړ د امریکا او اروپا لپاره یو لومړیتوب دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزیرې جینټ ییلن د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین ملاتړ د امریکا او اروپا لپاره یو لومړیتوب دی. هغې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د مبارزې ملاتړ مهم وباله. د امریکا د خزانې وزیرې زیاته کړه چې د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي کانګرس د اوکراین جنګ ځپلي هېواد ته زیاتې او بې له ځنډ مرستې تصویب کړي. جینټ ییلن د یورو زون د مالیې وزیرانو سره تر لیدنې مخکې وویل: "موږ اجازه نه ورکوو په داسې حال کې چې اوکراین د جګړې په ډګر کې د بریالیتوب وړتیا ښودلې ده د اقتصادي دلایلو له مخې جګړه له... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې مشران د منځني ختیځ د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشران نن د منځني ختیځ د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کوي. د منځني ختیځ په اړه د اروپايي ټولنې بېړنۍ غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې دایرېږي چې په کې به د دې ټولنې د دریځ د روښانولو هڅې وشي. په ټولنیزو شبکو کې د یو لړ پیغامونو خپرېدو، اعلامیو او منځني ختیځ ته د دې ټولنې د چارواکو سفر د روانې جګړې پر مهال د دې ټولنې د دریځ په اړه شکونه پیدا کړي دي. پر اسراییلو د حماس له بریدونو راهیسې په اسراییل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له څلورو زرو تنو اوښتی او نږدې دوه سوه اسراییلیان لا هم د حماس له خوا یرغمل دي. Читать дальше...

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له منګولیا سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له غرمې مخکې له منګولیا/مغلستان سره لوبه لري. د دوی لوبه د ۲۰۲۶کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسیايي ملتونو د اتلولۍ جام په مقدماتي دور کې ترسره کېږي. له منګولیا سره افغانستان د اکتوبر په دولسمه هم په لومړي پړاو کې مخ شو چې یو – صفر یې لوبه ترې وګټله. نننۍ لوبه به د افغانستان په وخت یوولسو بجو د مغلستان پلازمېنې اولان باتور ښار په فوټبال سټډیوم کې وشي. په خواله رسنیو د فوټبال ځینو مبصرینو ویلي چې ګواکې د افغان لوبغاړو او د ملي ټیم د سر روزونکي عبدالله المطیري تر منځ ځینې لانجې شوي. Читать дальше...

د قزاقستان د بشري مرستو بله جوپه هم افغان زلزله ځپلو ته پر لاره ده

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د بشري مرستو ۲۷ واګونه پرون د افغانستان په خوا روان شوي. دا خبره د قزاقستان دولتي اژانس کازانفورم راپور کړې ده. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تقاییف ژمنه کړې وه چې هېواد به یې د افغانستان له زلزله ځپلو سره شاوخوا ۱۶۵۹ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي مرسته کوي. د دې مرستو لومړۍ جوپه تېره چهارشنبه هرات ته رسېدلې وه چې په کې درمل او نور طبي وسایل شامل وو. په دغو ۲۷ واګونو کې چې تازه پرون له الماتې او قرغندې سیمو استول شوې غنم، وريجې، غوړي، شیدې،کمپلې، جامې او کټونه شامل دي. ګڼو نورو... Читать дальше...



Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Уникальная спецтехника помогает бесперебойной работе метро Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Филипп Киркоров

Киркоров потратил 200 млн рублей на ремонт и золотые унитазы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


Даниил Медведев

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

В районе Симферополя появится крупный жилой микрорайон - ЖК "Республика"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России