Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 10.10.2023

د قرغزستان ملي امنیت ۳۲ جوماتونه او مدرسې بندې کړي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي چې په جنوبي باتکین سیمه کې یې ۳۲ جوماتونه او مدرسې بند کړي دي. د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې د راپور له مخې دغه اقدام وروسته له هغې شوې چې په دې سیمه کې د ۵۵ جوماتونو او ۶ مدرسو د څېړنې لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی و. دې کمېسیون د دې هېواد د ملي امنیت د دولتي کمېټې په ګډون اړوندو ادارو سره د خپلو څېړنو موندنې شریکې کړې وې. دې کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه چې په جوماتونو او مدرسو کې دا مسئله چې ایا په هغو کې افراطي مفکورې ته وده ورکول کېږي، وڅېړي.

شهیدي: زه اوس هم باور لرم چې په راتلونکو لوبو کې به مو توپوهونکي ښه لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، هیله مند دی چې د توپوهنې ډله به یې د نړیوال جام په راتلونکو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښيي او د لوبډلې په بریاوو کې به مهمه ونډه اخلي. شهیدي د اکټوبر په لسمه نېټه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، یوازې ورو یا سپینران توپ اچونکي دوی ته لوبې نشي ګټلی، په کار ده چې د لوبډلې هر لوبغاړی په خپل ځای ښه لوبه وکړي. نوموړي تمه وښوده چې د هند پر وړاندې سیالۍ کې به چې سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه ترسره کیږي راشدخان ښه ځلېږي. که څه هم راشدخان... Читать дальше...

له کراچۍ څخه يوشمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي

Mashaalradio.com 

د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې د پاکستان حکومت بې اسناده بهرنيانو ته له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی. افغان کډوال وايي له لسګونو کلونو تېرولو وروسته يې خپل هر څه په نيمه وپلورل او د نامعلوم برخليک پر لورې هېواد ته ستنېږي. دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې پوليسو له تېرې يوې مياشتې راهيسې شاوخوا ۱،۸۰۰ افغان کډوال نيولي دي.



د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات؛ د قربانیانو کورنۍ د لټون پر بهیر نیوکه کوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې یو شمېر قربانیان وايي، لا هم نه‌دي توانېدلي چې خپل خپلوان يې چې تر خاورو لاندې دي راوباسي. د افغانستان په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې له زلزلې څلور ورځې تېرې شوي، خو د هرات په زيانمنو سیمو کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي. د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ وه چې تر سه‌شنبې ورځې پورې په‌کې ټکانونه احساس شوي دي. دغې زورورې زلزلې په ځانګړې توګه د زنده‌جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې کورونه نړولي او د سیمې اوسېدونکي یې تر خاورو لاندې شوي دي. Читать дальше...

بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو ملاتړ نه کوو

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت وايي، له هغو ملاتړ نه‌کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو په لټه کې وي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د سولې و ثبات د پیاوړتیا، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو د شریکولو په اړه له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نه‌شته. دا وزارت وايي، دا کار هغه دی چې دوی یې کوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ خپره کړې اعلامیه کې دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د... Читать дальше...

د نجونو او هلکانو د ځایونو په جلا کولو سره د تهران د شریف پوهنتون محصلانو اعتراض کړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران په پلازمېنه تهران کې د شریف د ټکنالوژۍ پوهنتون محصلانو پرون وروسته له هغه اعتراض وکړ چې چارواکو د پوهنتون په کتابتون کې د نجونو او هلکانو ځایونه جلا کړل. د شریف پوهنتون ټینګرام چینل چې د دې پوهنتون جریانات تعقیبوي، پرون خبر ورکړ چې د انرژۍ پوهنځي هلکانو او نجونو د مطالعې سالونونه سره جلا کړل چې محصلینو یې پر وړاندې اعتراض وکړ. دې پوهنتون د دې اقداماتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او دا یې هم نه دي ویلي چې د چارواکو غبرګون څه و. نوموړي چینل د محصلانو عکسونه په داسې حال کې خپاره کړي چې د انرژۍ... Читать дальше...



ریابکوف: د امریکا له‌خوا د اټومي ازموینو په پیل سره مسکو هم ورته اقدام کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف وايي، مسکو به یوازې هغه وخت اټومي ازموینې بیا پیل کړي چې امریکا دا اقدام وکړي. ریابکوف دا څرګندونې داسې مهال کوي د اټومي وسلو پر ازموینو د بندیز له تړون 'سي ټي بي ټي' څخه د وتلو لپاره د روسیې د احتمالي‌ پلان په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي. تمه ده چې د روسیې د پارلمان غړي او د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۸مه له دې تړون څخه د وتلو لپاره بحث وکړي. دا تړون په ۱۹۹۶ کال کې د نړۍ د یوسل او اوه اتیا هېوادونو له خوا لاسلیک شو، خو په یوسل اوه اتیا هېوادونو کې تصویب شو. Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د بنګله‌دېش او انګلستان لوبډلو لوبه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام لوبو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د انګلستان او بنګله دېش د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده. انګلستان لومړی بېټېنګ یا توپوهنه وکړه او د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې په پنځوس اورونو کې ۳۶۴ منډې وکړې او سیال ټیم ته یې د ۳۶۵ منډو هدف وټاکه. بنګله دېش تراوسه د خپلو شپږو لوبغاړوپه سوځېدو سره په ۴۲م اورکې۱۹۸ منډې کړې دي. په دې سیالیو کې افغانستان لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې او دوهمه لوبه یې سبا له هند سره ده.

اسراییلو یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو نن یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې. اسراییلو نن وویل چې ځواکونو یې له غزې سره پر ګډه پوله بېرته ولکه ټینګه کړې او د غزې پر تړانګه یې داسې بمباري کړې چې د منځني ختیځ په ۷۵ کلن کړکېچ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د حماس ډلې وسله وال د شنبې په ورځ د اسراییل خاورې ته ننوتل او هلته یې اسراییلي وګړي په کورونو کې پر لارو او واټونو او د نڅا په یو محفل کې ووژل. اسراییل له دې برید وروسته ژمنه وکړه چې ډېر سخت غچ به واخلي. اسراییلي پوځ خپل سلګونه زره احتیاطي پوځیان راوغوښتل او د غزې تړانګه... Читать дальше...

د هرات یو شمېر اوسېدونکي: د نورو زلزلو له وېرې لا هم خلک له کورونو بهر شپې تېروي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د زلزلې له کېدو څلور ورځې وروسته هم د دې ولایت د مرکز او ځينو ولسوالیو خلک د نورو زلزلو د کېدو له وېرې له کورونو بهر په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي. د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، د شنبې ورځ له زلزلې څلور ورځې هم وروسته خلک د بلې زلزلې د کېدو له امله په وېره کې دي. دوی وايي، له همدې امله ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتي چې ځینې یې نورو ولسوالیو او ولایتونو ته د خپلو خپلوانو کورونو ته ورغلي او ځینې نور بیا په هرات کې په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي. د هرات... Читать дальше...

د پاکستان پرېکړې ته د پېښور بورډ بازار د کاروباريانو غبرګون څه دی؟

Mashaalradio.com 

د پېښور بورډ بازار له هغو ځایونو څخه دی چې پکې ګڼ شمېر افغانان کاروبار کوي. دې ځای ته وړوکی کابل هم ویل کېږي ځکه چې په بازار کې له لویو ریستورانونو څخه واخلې تر لاس ګاډو پورې زیاتره کاروبارونه افغانان کوي. بورډ بازار د تېرو څلورو لسېزو راهیسې په افغانانو اباد دی. د پاکستان حکومت په وروستیو کې د اسناد نه لرونکيو افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده. دا چې د بورډ بازار کاروباریان او استوګن دې پرېکړې ته څنګه ګوري، په اړه يې دا ويډيو وګورئ

د اسراییل پوځ: د غزې پر پولې مو بیا ولکه ټینګه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ وايي اسراییلي ځواکونو د غزې پر پوله بیرته ولکه ټینګه کړې. د اسراییلي پوځ ویاند ریچارد هیخت نن خبریالانو ته همداراز وویل چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر تنه وسله والو مړي د اسراییل په خاوره کې دننه موندل شوي دي. په عین حال کې د اسراییل پوځ پر غزې غچ اخیستونکو حملو ته زور ورکړی او خوراکي مواد، اوبه،د سونګ توکي او نور اکمالات یې پرې بند کړي دي. بل خوا حماس خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر ملکیانو حملو ته دوام ورکړي یرغمل شوي اسراییلیان به ووژني. حماس د شنبې په ورځ د اسراییل پر سرحدي... Читать дальше...

پېښور های کورټ کې په زوره د افغان کډوالو ستنولو خلاف درخواست جمع شوی دی

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر نهمه د پېښور های کورټ د وکیلانو له هغې ډلې سیف الله محب کاکاخېل مشال راډیو ته وویل چې هغوی په خپل خواست کې ویلي چې کوم افغانان د پاکستان د تابعيت (شهریت) ترلاسه کولو ټول قانوني شرطونه پوره کوي، باید هغوی ته د هغه هېواد قانوني اسناد ورکړل شي.

هرات زلزله: په زنده جان کې ۳۰۰ مړي خاورو ته وسپارل شول

Mashaalradio.com 

د افغانستان د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زلزله وژليو جنازې وشوې او د تدفين مراسم یې ترسره شول. په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي چې د طالبانو د حکومت لخوا د زلزله ځپلو د مرستې رسولو د ګډ کمېشن ویاند هم دی،د اکتوبر پر نهمه، مشال راډيو ته وويل چې په دغو وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. نوموړي زیاته کړه چې دا يوازې د زنده جان ولسوالۍ قربانيان ول. د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د اکتوبر د اوومې په زلزله کې ۲،۵۰۰ کسان وژل شوي او ۹۰۰ زخميان دي. دا زلزله په هرات، بادغیس او فراه ولايتونو کې شوې وه.

د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې د نسیم راډيو خبریالان خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې CPJ د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې د نسیم راډیو درې تنه ژورنالیستان سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو له ځورونو لاس واخلي. CPJ بېګا په یوه بیان کې وویل، چې د طالبانو استخباراتي فعالانو د نسیم راډیو مشر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د شنبې په ورځ د دایکنډي په مرکز نیلي کې د جوادي په کور کې ونیول او نامعلوم ځای ته بوتلل. CPJوايي د لسو ورځو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې نوموړي خبریالان نیول کېږي. د راپورونو له مخې،‌ طالبانو د سپټمبر په... Читать дальше...

د حماس او اسراييلي ځواکونو په جنګ کې ۳ فلسطيني خبریالان وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

سي پي جې د اکتوبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه او پر اېکس (پخواني ټويټر) خپاره کړي بیان کې ويلي چې یو فلسطینی خبریال زخمي شوي هم دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو خبریالانو له بېلابېلو رسنيوو سره کار کاوه او د کومې ډلې پلويان نه ول.


Музыкальные новости
Земфира

Жена оскандалившегося Валерия Меладзе провела вечер на концерте Земфиры в Испании





Rss.plus
Макси

ГЛАВНЫЕ НОВОСТИ НЕДЕЛИ: смертельная погоня, трагедия в общежитии и новые владельцы «Макси»




Концертный директор Дениса Майданова рассказал о самочувствии певца

Гепатолог Богомолов: ожирение может привести к циррозу

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая

Фольклорный центр «Москва» приглашает вас на театральную комедийную встречу «Одноклассников»!




اوکرايني چارواکي: د روسیې ۲۶ ايراني بې پيلوټه الوتکې مو ويشتي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې تېره شپه د اوکراین په جنوب کې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو تازه حملې کړې. کییف وايي په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د ختیځ په ځینو سیمو کې د روسیې ګڼ حملې په شا تمبولي د روسیې پوځ د ځوابي اقدام په ترڅ کې د دې هېواد پر جنوبي سیمو حملو ته دوام ورکړی. اوکرایني چارواکو په خپل بیان کې ویلي دي چې د دې هېواد د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې ۲۶ ایراني ډرونونونه هم ویشتلي او ویجاړ کړي دي.

برېتانيا د طالبانو له بنده د خپلو ۴ وګړو د خوشې کیدو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د بهرنیوچارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له بنده د خپلو څلور وګړو د خوشې کېدو خبر ورکوي او د دې اقدام هرکلی یې کړی. دې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، چې دا کسان د افغانستان له قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي وو. بیان زیاتوي، چې د خوشې شویو وګړو د کورنیو په استازولۍ له قانون څخه د هرراز سرغړونو له کبله بخښنه غواړي، خو په بیان کې دا نه ده روښانه شوې چې د دې کسانو نومونه څه وو، کومې سرغړونې یې کړې وې او څه وخت نیول شوي وو. ګارډین ورځپاڼې په اپرېل میاشت کې راپور ورکړی و، چې درې تنه برېتانوي وګړي لاهم د طالبانو په بند کې دي.

يمن د وڅکو پر واردولو بنديز لګولی دی

Mashaalradio.com 

په یمن کې حوثي یاغیانو حکومت هغه هېواد ته د وڅکو یا کشمشو پر واردلو بندیز لګولی او وايي چې په دې اقدام سره به یې کرنه وده وکړي. په یمن کې تر شپږو لاکو جیريبو پر زیاته ځمکه د انګورو باغونه ولاړ دي چې د کاله خوااوشا یو لاک ۴۰ زره ټنه حاصلات ورکوي. بلخوا د انګورو باغوانانو تل شکایت کاوه چې له بهر هېوادنو ورتلونکې وڅکې او کشمشو يې بیې ډیرې کمې کړې دي او دوی یې له مالي مشکلاتو سره مخ کړي دی.په دې اړه تفصیل په دې راپور کې کتلی شئ چې منورشاه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ کړی دی.

د اسراییل پوځ: د حماس ډلې د يو نيم زر وسله والو مړي مو موندلي

Pa.azadiradio.com 

د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر وسله والو مړي په اسرایيل او د غزې تراړې شاوخوا سیمو کې موندل شوي دي.  د فرانس پریس خبري اژانس په وینا، د اسرایيل د پوځ ویاند ریچارد هیخت نن له خبریالانو سره دغه شمېرې شریکې کړي دي.  نوموړي زیاته کړې چې اسرايیلي ځواکونو د غزې پر پوله خپل کنټرول بیرته تر یوه حده ټینګ کړی دی.  اسرایيلي ځواکونو پر غزې غچ اخستونکي بریدونه شدید کړي او پر دغه ښار یې خوراکي مواد، اوبه، سون توکي او نور اکمالات بند کړي دي.  بل لورته حماس خبرداری ورکړی، چې که اسرايیل... Читать дальше...

د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې په نښته کې ۵ وسلوال او ۲ سرتېري وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ژوب په سمبازا سيمه کې یې شپې مهال د جاسوسي معلوماتو پر بنياد عمليات کول چې وسلوالو پرې بريد وکړ. د خبرپاڼې ترمخه، په نښته کې پينځه وسلوال هم وژل شوي دي.



Москва

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Оркестр Мариинского театра под управлением Валерия Гергиева выступил в Нижнем Новгороде




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России