Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 12.10.2023

اسرائیلي الوتکو نن یو وار بیا د غزې په تړانګه بریدونه کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیلو پوځ وايي، د حماس له خوا د یرغمل شویو ۹۷ اسرائیلیانو او د وژل شویو ۲۲۲ پوځیانو کورنیو ته خبر ورکړل شوی دی. د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۶۰۰ نور ټپیان شوي دي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د کرکټ د ملي لوبغاړو غمشریکي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ ملي لوبغاړو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره هڅې کوي. دوی له هند سره د لوبې پر مهال د دې غمیزې د قربانیانو د یادښت په پار په خپلو مټو تورې پټۍ هم تړلې وې. راشدخان او ځینې نور لوبغاړي په انلاین بڼه هم د مرستو کمپاین پیل کړی دی. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

په هرات کې وروستیو زلزلو تاریخي ځایونو ته هم زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د تېرې اوونۍ بېلابېلو زلزلو د عامه ځايونو د ويجاړولو ترڅنګ تاريخي ځایونو ته هم زیانونه اړولي دي. د افغانستان په هرات ولایت کې وروستیو زلزلې د عامه ځایونو د ویجاړولو ترڅنګ د دغه ولایت تاریخي او لرغوني ځایونه هم زیانمن کړي دي. په دې زلزله کې چې د چهارشنبې په سهار رامنځته شوه د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې ښودل شوې وه چې له امله يې د نورو مالي او ځاني زيانونو ترڅنګ د هرات د جامع جومات، اختيارالدين کلا، د جومات منارې او د دغه ولايت ځينې نور تاريخي ځايونه زيانمن او ويجاړ کړي دي. ... Читать дальше...



د هرات زلزله ځپلي مرستې او د استوګنې ځایونه غواړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د هرات زلزله ځپلي وايي مرستو او استوګنځایونو ته اړتیا لري. د سرې میاشتې ادارې کارکوونکي وايي، د یخنۍ زیاتېدو له وجې ځینې زلزله ځپلي د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې څخه د اکتوبر اوومې او ۱۱مې د زلزله ځپلو لپاره مرسته غوښتې ده. په زلزلو کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت موده وغځول شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره وغځوله. دا پرېکړه‌لیک چې مسوده یې د هسپانیا له‌خوا د اروپایي ټولنې په استازیتوب د بشري حقونو د ٤٦ غړیو شورا ته وړاندې شوی و، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ٥٤مه غونډه کې پرته له رایې اخیستنې تصویب شو. په دغه پرېکړه‌ليک کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ټولو هغو پالیسیو او اقداماتو څخه لاس واخلي چې د افغانانو اساسي حقونو... Читать дальше...

عرفان زېده وال وايي اول ناامنۍ او اوس ګرانۍ پښتو هنر اغېزمن کړی دی

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د زېدې کلي يو سندرغاړی او باجه (هارمونيم) غږوونکی عرفان زېده وال دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی. زېده وال د هنر پيل له تبلې غږولو کړی وو خو وروسته يې باجه او ورسره سندره ويل زده کړل. دی وايي، ۲۵ کاله د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا په هنري ډله کې پاتې شوی. هغه زياتوي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له وجې د هنرمندانو کار روزګار خراب شوی دی. د عرفان زېده وال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د سرپناه وسایل په لاره دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څانګه وايي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره سیمې ته په سلګونو خیمې او د سرپناه لپاره موقتي کورونه په لاره دي. 'یو این ایچ سي آر' نن په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل یې په مزارشریف او کندهار ښارونو کې له ګدامونو بار شوي او د دې ادارې له‌خوا د مرستو د ګړندي شوي بهیر په ترڅ کې به پر هغو کورنیو وویشل شي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې وروستۍ زلزلې شاوخوا اولس زره کسان زیانمن کړي دي. Читать дальше...



'فلای دوبۍ' افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت فلای دوبۍ نن اعلان وکړ چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته خپلې الوتنې له سره پیلوي. فلای دوبۍ نن پنجشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه الوتنې به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له پنځلسمې بېرته پیل شي او الوتنې به د دوبۍ د نړیوال هوایي ډګر له دوهم ترمینل څخه ترسره کېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د فلای دوبۍ په شمول اکثرو نړیوالو هوایي شرکتونو افغانستان ته الوتنې درولې دي. فلای دوبۍ به لومړنی لوی... Читать дальше...

اسراییلو ویلي د حماس ډلې پرضد حملو ته دوام ورکوي

Mashaalradio.com 

د راپورونو له مخکې اسراییلو د اکتوبر پر ۱۲مه هم د غزې تړانګې پر یوشمېر برخو بمباري کړې ده. اسراییلو او حماس ډلې په بریدونو او نښتو کې یو بل ته مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو په سفر دی. اسراییلیو ځواکونو د غزې زیاتره برخو ته د خوړو او نورو اړینو شیانو د لېږد لارې تړلې دي او د بمبارۍ له کبله زرګونه کورنۍ بې کوره شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

امریکا له حماس سره په روانه جګړه کې اسراییل ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو ته له حماس سره په روانه جګړه کې د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړ. د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې بلېنکن نن تلبیب ته له رسېدو سره سم له نتانیاهو سره وکتل او هغه ته یې وویل: "موږ دلته یو، موږ به چېرته لاړ نه‌شو." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې چې پر اسراییل سربېره د منځني ختیځ د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته یې ترسره کوي هڅه کوي چې د حماس او اسراییل ترمنځ کړکېچ پراخ نه‌شي. په عین حال کې اسراییل نن هم په غزه... Читать дальше...

پر افغان نجونو بندیزونه؛ د امریکا ځانګړو استازو یوځل بیا پر طالبانو نیوکې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو پر افغان نجونو د بندیزونو له امله یوځل بیا پر طالبانو تندې نیوکې کړي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري ویلي چې طالبان د افغان نجونو د ځپلو مسوول دي او د دوی دا ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه ده. دوی دواړو د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په بېلابېلو بیانونو کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. وېسټ په خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې چې نن خپور... Читать дальше...

اوچا: د افغانستان لوېدیځ کې د روانۍ اوونۍ زلزلو ۱۷۰۰۰ کسان زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان لوېدیځ کې د روانۍ اوونۍ زلزلو ۱۷۰۰۰ کسان زیانمن کړي دي. اوچا په خپل هغه راپور کې چې پرون ناوخته یې خپور کړی، ویلي چې یوازې پرونۍ زلزلې په هرات کې ۱۱۲ کلي اغېزمن کړي دي. په راپور کې زیاته شوې، پرونۍ زلزله چې د ریښتر په اندازه ۶.۳ درجې وه، یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا ۱۴۰ تنه یې ټپيان کړي دي. د اوچا په راپور کې همدا شان ویل شوي چې په هرات کې د روانې اوونۍ د زلزلو له امله ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي. بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو... Читать дальше...

د ملاکنډ اوسېدونکي او سوداګر وايي پر ګاډو حکومتي ټیکس نه مني

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت په وروستیو کې ویلي دي چې د ټول هېواد په څېر په ملاکنډ کې هم پر هغو ګاډو مالیه لګوي چې د ګمرک یا کسټم محصول یې نه دی ورکړی. په ملاکنډ ډېوېژن کې اوسمهال شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ داسې ګاډي چلېږي چې کسټم یې نه دی ورکړی. خو د هغې سیمې سیاستوالان، سوداګر او اوسېدونکي وايي، هغه ټیکس نه ورکوي. ویډیويي رپورټ.

د کرکټ نړیوال جام؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا سیالي پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې مخامخ شوي. دا سیالي نن د لکنهو د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې او لومړی بېټېنګ یا توپوهنه جنوبي افریقا کوي. اسټرالیا په روان نړیوال جام کې لومړۍ سیالۍ پر هند بایللې او جنوبي افریقا بیا په لومړۍ سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده. په همدې حال کې افغانستان پرون خپله دوهمه لوبه پر هند وبایلله. د افغانستان بله لوبه به د انګلستان له پیاوړې لوبډلې سره وي.

طالبان له پاکستانه د افغان کډوالو د مالونو رالېږدونکو موټرو څخه مالیه نه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، له هغو موټرو مالیه نه اخلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو مالونه رالېږدوي. دغه وزارت نن اکټوبر۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د اسانتیا په هدف شوی دی. تر دې مخکې د افغانستان خاورې ته د کډوالو د مالونو بار لارۍ ۲۵۰۰ افغانۍ او وړو موټرو ۱۵۰۰ افغانۍ ورکولې. د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت هغو یو میلیون او ۷۳۰ افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري د اکټوبر تر پایه له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړی دی، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي. Читать дальше...

طالبانو د جبل‌السراج سمنټو په پروژه کې د پانګونې اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د جبل‌السراج سمنټو په پروژه کې د پانګونې اعلان وکړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن اکټوبر ۱۲مه له یوه قطري شرکت سره د دې پروژې د تړون د لاسلیک د مراسمو ویډیو خپره کړه. په دې ویډیو کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور وايي: "د جبل‌السراج د سمنټو په پروژه کې به څه باندې دوه سوه میلیونه ډالره ولګول شي او د هغې په پلي کېدو سره به شاوخوا پنځه زره ټنو ته د کار زمینه برابره شي." د دلاور په وينا، د دې پروژې د ټولو... Читать дальше...

ګوندونه او شنونکي وايي بلوڅ مېشتو سیمو کې سختدریځي زیاته شوې ده

Mashaalradio.com 

ثنا الله بلوڅ وویل چې مذهبي سختدریځي یوازې د خلکو ژوند ته نه بلکې په مجموعي توګه د هر ډول پرمختګ مخې ته خنډ دروي او ګواښي یې. د پاکستانیو حکومتي او امنیتي چارواکو دا تور رد کړی چې ګواکې دولت یا ریاست د سختدریځۍ په خپرولو کې لاس لري.


Музыкальные новости
Певец

Певец Денис Майданов рассказал о состоянии здоровья и госпитализации





Rss.plus
Актёр

Актер Кирилл Зайцев представил фильм «Командир» на кинофестивале в Музее Победы




Блогера Диану Шурыгину задержали в Москве

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?

Матч сборных Ирана и России может пройти без зрителей

"Спартак" обыграл "Динамо" в полуфинале Пути регионов Кубка России




پخوانیو واکمنو ګوندونو د سپریم کورټ واک قانون په اړه د هغه عدالت پرېکړه ستایلې ده

Mashaalradio.com 

د سپریم کورټ پریکټس اېنډ پروسیجرز اېکټ ۲۰۲۳ یا د سترې محکمې د چارو او کاري بهیر په اړه قانون د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت د روان کال په اپرېل کې منظور کړی وو.

د امریکا ځانګړې استازې بیا له زده کړو د افغان نجونو پر محرومولو نیوکه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې یو وار بیا له تعلیمه د افغان نجونو په محرومولو باندې کلکه نیوکه کړې ده. رینا امیري د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون وه په یو لړ بیانونو کې ویلي چې طالبانو له کورنیو او نړیوالو غوښتنو سربېره نجونې له تعلیم او افغانستان له ښې راتلونکې بې برخې کړی. هغې د طالبانو تګلاره ظالمانه بللې او ژمنه یې کړې امریکا به د ټولو ممکنه لارو نه د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. د طالبانو بیا واکمنېدو سره لومړی افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه تر... Читать дальше...

اوچا: د هرات له اولې زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷زره کسان اغېزمن شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي د هرات له اولې زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷زره کسان اغېزمن شوي. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې له زلزلې د اغېزمنو کسانو شمېر ښايي لوړ شي. پرون هم یوې زورورې زلزلې هرات لړزولی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا ۱۱۲ کلي یې زیانمن کړي. په ورته مهال د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په هرات کې د زلزله ځپلو وضعیت ډېر خراب او جدي وباله او ویې ویل چې هغوی ډېرو مرستو ته اړ دي. هغه پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه... Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن اسراییلو ته تللی دی

Mashaalradio.com 

ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.

۱۰۴ کلنې ښځې له الوتکې څخه د پیراشوټ په مرسته ټوپ وهلی دی

Mashaalradio.com 

د امریکا په شېکاګو ایالت کې یوې ۱۰۴ کلنې ښځې له الوتکې څخه د پیراشوټ په وسیله ټوپ وهلی دی. هغه له ځمکې څخه ۱۳،۰۰۰ فوټه پورته له فضا څخه ټوپ وهونکې تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه ده. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر چین ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بورېل نن چین ته ورسېد. بورېل د چین د درې ورځني سفر په ترڅ کې غواړي چې هلته سږ کال د اروپایي ټولنې او چین یوې سرمشریزې ته زمینه برابره کړي. دی به د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ اي او نورو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو ګواښونو او سوداګرۍ خبرې وکړي. چین ته د اروپایي ټولنې د مشر سفر سږ کال تر دې مخکې دوه ځله وځنډېد.



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Сразу прыгнула голой в кровать: Волочкова уединилась с тайным спутником на Мальдивах




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

"Спартак" обыграл "Динамо" в полуфинале Пути регионов Кубка России


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России