Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 29.10.2023

نړیوال جام؛ هندوستان انګلستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام په ۲۹مه سیالۍ کې کوربه هندوستان وکړای شول چې انګلستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي او یو وار بیا د نومرو په جدول کې اول مقام ونیسي. دا په روان نړیوال جام کې د هندوستان پرله پسې ۶مه بریا وه. په دې سیالۍ کې انګلستان پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه. هند د لوبډلمشر روحیت شرما د نیمه سلیزې پر مټ د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه. روحیت شرما ۸۹ او سوریا کومار یادو ۴۹ منډې کړې وې. انګلستان ته په توپ اچونه کې ډیویډ ویلي ۳، کریس ووکس او عادل رشیده دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو. انګلستان... Читать дальше...

یو شمېر کابل ښاریان: ډالر ارزان شوي، خو خوراکي او سون توکي هماغسې ګران دي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه رالوېدلې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، له دې سره سره د خوراکي توکو، تېلو او ګازو بیې نه دي راټيټې شوې. یو له دوی څخه احمد ازادي راډیو ته وویل: " په ورځنیو بازارونو کې داسې ځای نشته، چې بيې ټيټې شوي وي، د مثال په ډول: یو لیتر تېل ٧٤ یا ٨٧ افغانۍ دی، یو کیلو ګاز په ٧٠ افغانۍ دی، او همداسې نور شيان لکه: بوره، غوړي، اوړه. کله چې د ډالرو بيه لوړه شي، نو دوکانداران هم د هر شي بيه لوړوي ، خو که بيه يې ټيټه شي بیې نه تیټوي." د کابل... Читать дальше...

ملا برادر: له ټولو ښارونو سوالګر ټولوو؛ یوه سوالګره: چې سوال ونه کړم، ۴ یتیمان څنګه وساتم؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، یو ځل بیا له ښارونو څخه د ټولو سوالګرو پر راټولولو ټینګار کړی دی. د نوموړي د دفتر مطبوعاتي برخې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر، د شنبې په ورځ، د ده په مشرۍ د سوالګرو د را ټولولو کمېټې په غونډه کې وویل، چې د سوالګرو له راټولولو او ارزونې وروسته به مستحقو کسانو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې کمېټې پرېکړه کړې چې  د حج او اوقافو وزارت دې د جمعې د ملا امامانو په همکارۍ د... Читать дальше...



اوکراین: د روسیې برید مو ۴ پولیس ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

کییف وايي، چې د اوکراین څلور پولیس نن هغه وخت ټپیان شول، چې د سویرسک ښار د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسي ځواکونو له خوا یو توغول شوی توغندی، د دوی پر موټر ولګېد. دغه ښار د اوکراین د ختیځ په دونیڅک سیمه کې پروت دی. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د ټلګرام په یوه پیغام کې ویلي، چې د قانون د تفیذ د ځواکونو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی. تر دې مخکې د اوکراین هوايي ځواکونو نن ویلي وو، چې تېره شپه یې په ایران کې جوړې شوې پنځه بې پېلوټه الوتکې چې د روسیې له خوا توغول شوې وې نسکورې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: هرات کې زرګونه زلزله ځپلي په سړه هوا کې پر سړکونو ویدیږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په هرات کې په زرګونو زلزله ځپلي کسان بهر، په سړه هوا کې ویده کېږي. دغې ادارې په خپله اېکس شبکه کې نن لیکلي، چې دغه کسان د خپل ژوند د بیا احیا لپاره اضطراري مرستو ته اړتیا لري. هرات ولایت له درېیو اوونیو راهیسې د زلزلو او د زلزلې د ټکانونو شاهد دی، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې نږدې ۱۵۰۰ کسان یې په نتیجه کې مړه شوي او شا و خوا ۲۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا وروستی راپور ښيي، چې په هرات کې د تېرو درېیو اوونیو... Читать дальше...

قزاقستان د ډبرو سکرو کان کې د لسګونو کسانو په مړینه نن ماتم اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اورلګېدنې له کبله د لسګونو کسانو د مړینې په خاطر کې نن ملي ماتم دی. چارواکي وايي په قراغندي سیمه کې د پرونۍ دغې اورلګېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۴۳ ته زیات شوی دی. د قزاقستان د اضطراري حالاتو وزارت وايي، د درېیو تري تم شویو کان کیندونکو د موندنې هڅې روانې دي. د پېښې پر مهال په کان کې ۲۵۲ کسان حاضر وو. د اورلګېدنې علت معلوم نه دی.

زده کوونکو د سیل پر مهال د چاپېریال ساتنې زده کړه کړې

Mashaalradio.com 

د سوات د مینګورې د ثانوي یا های سکول زده کوونکو له ملم جبې څخه د شانګلې تر یخ تنګي پورې پیاده یا پلی چکر وهلی دی چې پر مهال یې د دوامداره پرمختیا په اړه معلومات ترلاسه کړل. ملګري ملتونه پر دوامداره پرمختیا ټینګار کوي ځکه چې له دې سره چاپېریال محفوظ پاتې کېږي او د اب و هوا بدلون مخه نیول کېږي. د سوات زده کوونکو د درې ساعته چکر پر مهال له لارو څخه کثافتونه (ګندونه) پاک کړل او نوي بوټي یې هم کښېنول. نور په ویډیويي رپورټ کې.



افغان کرکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمنټ پيل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو(لیسټ ای) سیالیو ټورنمنټ پیل کړی دی. کرکټ بورډ ویلي، یادې سیالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي. په دې سیالیو کې د سپین غر، مس عینک، آمو، بندامیر او بوست زونونو لوبډلې برخه لري چې د افغانستان د بیلابیلو ملي لوبډلو پر لوبغاړو سربېره د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي هم برخه لري. دا د لیسټ ای سیالیو شپږم پړاو دی او په لومړي ځل به هره لوبډله په کې ۸ سیالۍ ترسره کړي. د دې سیالیو... Читать дальше...

هرات کې د زلزلو نوي ټکانونه؛ یو شمېر کورونه یې نړولي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرې شپې زلزلې یو شمېر هغه کورونه چې په پخوانیو زلزلو کې نیمه تخریب شوي وو، بشپړ ویجاړ کړي. د امریکا متحده‌ایالاتو د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي، تېره شپه نږدې ۱۱ بجې او ۲۷ دقیقې د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې د افغانستان لویدیځ لړزولی دی. طالب چارواکو په هرات کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو په سیمه کې زلزله ځپلو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د تېرې شپې زلزلې... Читать дальше...

د افغان کډوالو شورا: پاکستان دې افغانانو ته د ستنېدو لپاره زیات وخت ورکړي

Mashaalradio.com 

پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه د کراچۍ په بېلابېلو جوماتونو کې اعلانونه وکړل او و یې ویل چې د ټولو ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره اقدامات کوي. په کراچې کې مېشتو یوشمېر افغانانو وویل چې په خورا ارزانه بیه یې کاروبارونه خرڅ کړل او اوس ورته حکومت د نغدو پیسو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ویستل؛ د فابریکو او کاروبارونو برخلیک به یې څنګه شي؟

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان څخه هره ورځ د افغان کډوالو په زوره ايستلو د دوام ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، له افغان کډولو سره به هغه افغان سوداګر هم و ايستل شي چې پاکستان کې فابريکې او کاروبار لري. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، پاکستان کې افغان سوداګر په بېلابېلو سوداګريزو برخو کې فعاله او اغېزناکه ونډه لري. الکوزی وایي: " افغان سوداګرو د پاکستان په څلورو صوبو کې شاوخوا ۴۰۰ لویې او وړې فابريکې جوړې کړې دي. موږ د دوی لېست لرو، په‌دې کې لاهور کې لوی فابريکې هم... Читать дальше...

غزه کې د اسراییلو د دویم پړاو جګړې اعلان؛ نوې پېښې او غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار د غزې یوه لوی روغتون ته څېرمه هوايي حملې وکړې. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه روغتون له هغو ناروغانو او هغو لسګونو زره فلسطینیانو ډک و، چې هلته یې پناه اخیستې وه. اسراییل ویلي، چې تر روغتون لاندې د حماس ډلې د قوماندې مرکز و، خو په دې باب یې نور جزییات نه دي ورکړي. دا حملې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې پر خلاف د جګړې دویم پړاو اعلان کړ. اسراییل نن یکشنبه هم په غزه کې خپلې حملې سختې کړي او له ملکیانو یې غوښتنه کړې، چې جنوبي ساحو ته ځانونه ورسوي. Читать дальше...

د خوست په تڼیو کې دودیزه مشاعره شوې ده

Mashaalradio.com 

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د "امن کلتوري ماښام" تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوې پکې ګڼو شاعرانو او د ادب مینوالو ګډون کړی دی. د اکتوبر ۲۶مې د مشاعرې تابیا کوونکو وویل، هڅه کوي له دې لارې د سیمې کلتور د نورو ځایونو خلکو ته ور وپیژني. په مشاعره کې ځینو شاعرانو ولسي شعرونه هم زمزمه کړل. ویډیويي رپورټ.

افغان کرکټ لوبډله: مورال مو لوړ دی، د سرېلانکا پر وړاندې به ښه ولوبیږو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نن د اکټوبر په ۲۹مه نېټه په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي دي، ورستیو بریاوو یې مورال لوړ کړی دی چې د سرېلانکا پر وړاندې سیالۍ کې به ورسره ډېره مرسته وکړي. ټاکل شوې چې افغانستان او سریلانکا د اکټوبر په ۳۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هندوستان په پونې ښار کې سره سیالي وکړي. ښاغلي شهیدي ویلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې لوبغاړو دمه او تمرینات کړي دي، چې په خبره یې د سریلانکا لپاره یې په هر اړخیزه توګه ښه پلان جوړ کړی دی. Читать дальше...

د روسیې دفاع وزارت: په کریمیا کې مو د اوکراین ۳۶ بې پیلوته الوتکې نسکورې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت وايي روسي ځواکونو تېره شپه د تورسمندرګي په کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین ۳۶ بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. دغه وزارت نن په ټلګرام کې لیکلي، چې تېره شپه د کییف د رژیم د یوې هڅې، چې غوښتل یې له بې پېلوټه الوتکو په استفاده زموږ په قلمرو کې د روسيې فډراسیون خلاف حمله وکړي، مخه نیول شوې ده. د دغه وزارت په وینا، د دوی د هوايي مدافع دستګاوو د اوکراین ۳۶ بې پېلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي. تر اوسه د اوکراین چارواکو د دې موضوع په باب کومه تبصره نه ده کړې. وروسته له هغې چې کییف په جون... Читать дальше...

زلینسکي: په مالتا کې د اوکراین په اړه پرونۍ غونډه اغېزناکه وه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د څه باندې هغو ۶۰ هېوادونو د استازو مننه وکړه، چې پرون په مالتا کې د اوکراین په باب د بحث لپاره راغونډ شوي وو. د جرمني خبري اژانس له مخې، دا په اوکراین کې د روسیې د جګړې ختمولو لپاره د اتحاد یوه نښه ګڼل کېدای شي. زلینسکي په خپله اېکس شبکه کې لیکلي: د نړیوال قانون د اعادې او د ملګرو ملتونو د نورمونو د رعایت په تړاو به د دغو هېوادونو پیوستون اغېزناک وي. کییف تمه لري، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې یې د سولې د طرحې ملاتړ وشي. تر دې مخکې په جده او کوپنهاګن کې دغې ورته غونډې شوې دي.

پر غزې د بریدونو دوام؛ اسراییل: ملکیان دې جنوبي سیمو ته لاړ شي

Pa.azadiradio.com 

اسراییل نن یکشنبه هم په غزه کې خپلې حملې سختې کړي او له ملکیانو یې غوښتنه کړې، چې جنوبي ساحو ته ځانونه ورسوي. په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په غزه کې د نه زغمل کېدونکي کړاو په باب خبرداری ورکړی دی. په داسې حال کې اسراییل ویلي چې جګړه دویم پړاو ته داخله شوې ملګرو ملتونو ویلي، ممکن په زرګونو نور ملکیان هم ووژل شي. اسراییل د حماس تر ولکې لاندې سیمو کې خپل ځمکني عملیات شدید کړي دي. وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه او ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ملکیان وو، ووژل... Читать дальше...

اسراییلي الوتکو نن د غزې یوه لوی روغتون ته څېرمه بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل جنګي الوتکو نن سهار د غزې یوه لوی روغتون ته څېرمه هوايي حملې وکړې. د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه روغتون له هغو ناروغانو او هغو لسګونو زره فلسطینیانو ډک و، چې هلته یې پناه اخیستې وه. اسراییل ویلي، چې تر روغتون لاندې د حماس ډلې د قوماندې مرکز و، خو په دې باب یې نور توضیحات نه دي ورکړي. دا حملې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې پر خلاف د جګړې دویم پړاو اعلان کړ.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова сообщила подписчикам об очередной поездке на Мальдивы





Rss.plus
КАМАЗ

Пожарную технику на базе «КАМАЗа» представили на ВДНХ




В Москве начали патрулировать мотогруппы спасателей

Воробьев пообещал помочь построить церковь в Черноголовке

В России впервые прошли соревнования по VR-боксу

Тренер Валерий Серегин из Химок воспитал свыше 20 тысяч лыжников




د افغان کرکټ بورډ ویاند: لوبډله د سرېلانکا پر وړاندې سبانۍ لوبې ته بشپړه چمتو ده

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې سبا دوشنبې له سرلانکا سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته وویل:  " افغان لوبډله، څو ورځې وړاندې د هند پونې ته رسېدلې، هلته یې خپل اړوند تمرینات ترسره کړي او د دغې سیالۍ لپاره بشپړه چمتو ده. همدا راز افغان لوبډلې په دغه نړیوال جام کې دوه سترې لوبډلې ماتې کړي چې یو دفاعي اتل انګلستان او بله هم د ۱۹۹۲م کال د نړیوال جام اتله د پاکستان لوبډله ده." سبانۍ لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین یوې بجې پلان شوې ده. Читать дальше...

د کابل - کندهار لویه لاره؛ ترافیکي پېښه کې ۲ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل- کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او د ۱۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی، چې دغه پېښه نن سهار د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د یوه ۳۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو په نتیجه کې شوې ده. د خبر له مخې، ډاکټرانو د دوو ټپیانو وضعیت ناوړه بللی دی. که څه هم د دې تازه پېښې اصلي علت نه دی معلوم، خو د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال جمېشد خواجه­یف په مشرۍ د هغه هېواد یو هیئت د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته ورسېد. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټولنیزه شبکه اېکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي، چې د ۴۵ کسانو په دغه هیئت کې د ازبکستان د کانونو، ټرانسپورت او سوداګرۍ وزیران او ځینې نور چارواکي یا هم د هغه هېواد سوداګر شامل دي. په دوام کې ویل شوي، چې کابل ته د ازبکستان د حکومت د دغه هیئت د سفر هدف، د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټرانزیتي مسایلو بحث او په کابل... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هند او انګلستان یو بل ته مخامخ شوي دي

Mashaalradio.com 

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د کوربه هند او انګلستان (انګلینډ) لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دي. د اکتوبر پر ۲۹مه د لکنو په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.  د هند شوبمن ګېل په څلورم اوور کې وسوځېد او وېرات کوهلي په اووم اوور کې بې له منډې جوړولو وسوځېد. تر دې وروسته روهېت شرما او شرییاس اییر لوبې ته دوام ورکړ خو اییر په ۱۲م اوور کې وسوځېد چې له کبله یې کوربه لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه. Читать дальше...

له بورې د هنري نمونو جوړونکې یوې چینايۍ جینۍ نړیواله سیالي ګټلې ده

Mashaalradio.com 

په چین کې یوې هنرمندې د بورې څخه د هنري نمونو جوړولو په سیالي کې لومړی مقام تر لاسه کړی دی. هغه وايي له بورې د پېسټرۍ یا ثانجقو څخه د خوړو هنري نمونو جوړولو لپاره یې ډېر محنت کړی دی. دا خاص مهارت ځانګړي تخنیکونه لري چې هغې ډېر په محنت زده کړي دي. دا چې دغه هنرمنده له بورې څه جوړلی شي؟ د رویټرز اژانس په ویډیويي راپور کې یې تفصیل وګورئ:

غزه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو پیل؛ وضعیت پېچلی او کړکېچن دی

Pa.azadiradio.com 

پرون په داسې حال کې چې اسراییلي جټ الوتکو د غزې پر تړانګه نوره بمباري وکړه او د حماس د افراطي ډلې د وسله والو پرضد یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړل، د دې کلابندې سیمې خلکو په ډېرې سختۍ له بهر سره تماس لاره. اسراییل چې د اکتوبر په اوومه پر خپل قلمرو د حماس د وسله والو د حملې او د اسراییلي چارواکو په وینا د ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو په ځواب کې له دریو اونیو راهیسې د حماس د له منځه وړلو په هدف هوايي حملې پیل کړي، وايي چې د جمعې په شپه غزې ته استول شوي پلي سرتېري لاهم په ساحه کې دي. د اسراییلو دفاع وزیر... Читать дальше...



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста запланировал провести донской кубок с участием ФК «Ростов», «Чайка» и «СКА-Ростов»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


WTA

Россиянка Андреева стала рекордсменкой на турнирах WTA-1000



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России