د طالبانو حکومت: د هرات زلزلې تر ۲ زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور یې ټپیان کړي
د طالبانو حکومت وايي، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له کبله څه باندې دوه زره کسان مړه او په زرګونه نور ټپیان دي. طبیعي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند، ملا جانان نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تراوسه په دې زلزله کې ۲۴۴۰ تنه مړه او ۲۴۴۵ نور ټپیان شوي دي. د ملا جانان په خبره، دې زلزلې ۱۹۸۳کورونه هم ویجاړ کړی دی. ښاغلی جانان ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې سیمه ته د مرستې رسونې ټیمونه رسیدلي، خو د دې احتمال شته چې د مړو شویو او ټپیان شمیر لوړ شي. له دې وړاندې د طالبانو... Читать дальше...