د اسرایلو په برید کې د دوو سوريایي ځواکونو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی
د سوریې په دیرالزور ولایت کې د سوریایي ځواکونو پر مرکزونو د اسرایل تر پرونیو بریدونو وروسته د دوو سوریایي ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، د دغې پیښې راپور نن سه شنبه سهار وختي د سوریې یوې دولتي رسنۍ د پوځي سرچینې په حواله خپور کړی دی.
د اسرایل پوځ سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اسرایل له کلونو راهیسې د دوی په ټکو په سوریه کې د ایران پر اهدافو بریدونه کوي.
په سوریه کې وروسته تر هغه د ایران نفوذ زیات شوی، چې تهران د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، د بشار الاسد د حکومت ملاتړ شروع کړ.