پاکستان ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو امر کړی دی
د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د نومبر تر لومړۍ ڼېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.