د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تمریناتي سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه
![د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تمریناتي سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7c69-08dbae320ed0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وتوانېدله په یوه تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړي.
په هند کې د دې لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، سریلانکا وتوانېد افغانستان ته ۲۹۵ منډې هدف وټاکي.
د باران له کبله د لوبې اوورونه ۴۲ ته کم شول او افغانستان ته ۲۵۷ مڼدې په کار وې.
افغانستان وتوانېدل د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړي.
د رحمن الله ګربز ۱۱۹ منډو او د رحمت شاه ۹۳ منډو د افغانستان له بریا سره زیاته مرسته وکړه.