د خوړو نړیوال پروګرام: د غرونو تر شا به ډېر افغانان د سږ ژمي ستونزې بې لاسنیوي وزغمي
![د خوړو نړیوال پروګرام: د غرونو تر شا به ډېر افغانان د سږ ژمي ستونزې بې لاسنیوي وزغمي](https://gdb.rferl.org/05030000-0a00-0242-78bf-08d999397730_w800_h450.jpg)
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې سخت ژمی په مخکې دی او زیات وګړي به د غرونو تر شا په یخنۍ کې راګیر پاتې وي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د اسیا پسفیک څانګې پرون په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، د دوی د افغانستان دفتر د بودجې له کموالي سره مخامخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د هر اړ افغان لاسنیوی وشي، په کار ده دوی ته سم د لاسه بودجه ورکړل شي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، د بودجې د کموالي له امله دوی یوازې کولی شي په میاشت کې له ۱۵ ملیونو زیاتو اړو وګړو څخه یوازې درېیو ملیونو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.