Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

د کډوالو ۲ نړیوال سازمانونه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ویستل به د بشري حقونو د شدید نقض سبب شي

0
د کډوالو ۲ نړیوال سازمانونه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ویستل به د بشري حقونو د شدید نقض سبب شي

له پاکستانه د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې وروسته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ"یواین‌ایچ‌سي‌آر" او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان " ای‌او‌ایم " له پاکستانه غوښتي، څو د هغو زیانمنونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې افغانستان ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اړوند دې دواړو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې نن سهار د یو این ایچ سي ار په ویب پاڼه خپره شوې د کډوالو د اجبراي اخراج په پایله کې د بشري حقونو د شدید نقض په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستان یې غوښتي چې په خپله خوښه، بې له کوم فشار او په باعزته توګه د افغانانو د ستنېدو زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې کېدای شي د کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال دوی له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ د افغان کډوالو په اړه له پاکستانه د "یواین‌ایچ‌سي‌ا" او " ای‌او‌ایم "غوښتنه مهمه بللې او په خپل ایکس شبکه یې لیکلي چې"د افغان اتباعو اجباري ستندینه د بشري حقونو د سختو سرغړونو لامل کېدای شي."

په بهر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډیپلوماټیکو استازولیو هم په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان کډوالو د ویستلو په برخه کې د پاکستان په وروستۍ پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د پاکستان دې پرېکړې زرګونه افغان کډوال له بد وضعیت سره مخ کړي دي.

په اعلامیه کې له پاکستانه غوښتنه شوې چې باید له افغان کډوالو سره د کډوالو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ انساني چلند وکړي.

اخوا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا د عدالت غوښتنې په یو لیک کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ غوښتي چې د کډوالۍ د قانون پر بنسټ دې د افغان کډوالو له حقونو دفاع او له دوی سره مرسته وکړي.

د دې شورا د عامه اړیکو مسول څارنوال عبدالبصیر ازادي راډيو ته وویل:

" ډیری کډوال له ډېرو تشویشونو نه په رواني ستونزو اخته شوي دي، موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې افغانانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې عاجل اقدام وکړي تر څو دوی ټول له دې سرګردانۍ خلاص شي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسلام اباد پولیسو د بیلابیلو استوګنیزو ښارګوټو مسولینو ته خبرداری ورکړی چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

د اسلام اباد په بی ۱۷ کې میشت یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي وايي په داسې حال کې چې قانوني اسناد هم لري د کور د مالک له لوري له کوره د وتلو ځواب ورکړل شوی دی.

نوموړی وایي:

"زه د بې ۱۷ په ای بلاک کې ژوند کوم، ویزه هم لرم پاسپورت هم لرم، نن راته د کور مالک ځواب راکړو چې باید کور نه ووځم. "

په اسلام اباد کې یو بل مېشت افغان کډوال هیواد ازادي راډيو ته وویل:

" استوګنیزو ځایونو ته چې د دولت له لوري کوم مکتوبونه تللي دي په کې مطلق د افغانانو د ویستلو امر شوی دی، دا یو ناورین دی، ځکه دلته د خلکو مسایل روان دي، کیسونه لري، کاروبارونه لري او که دا پرېکړه عملي کیږي دا ډېره ستونزمنه ده."

په اسلام اباد کې د یوې معاملاتو د لارښونو د یو دفتر مسول رشید بټ وايي، د حکومت له لوري لیکلی خبرداری ورکړل شوی چې افغانانو ته باید کورونه او دوکانونونه په کرایه ورنه کړي.

هغه وویل:

" لکه څنګه چې تاسې خبر یاست د حکومت له لوري د ټولو کورونو او مارکیټونو خاوندانو ته امر شوی چې افغانان له خپلو کورونو وباسئ، موږ مجبور یو چې دا پرېکړه عملي کړو ځکه د حکومت په خبرداري کې واضح لیکل شوي دي چې د دې امر د نه منلو په صورت کې به د کورونو له مالکانو سره قانوني چلند کیږي."

د طآلبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تېره ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت په خپل ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي وو، چې د دې سفارت د قونسلي او کډوالو ګډ پلاوي د اسلام اباد د پولیسو له مشر سره لیدلي او په دې ښار کې له کډوالو سره د پولیسو د ناسم چلنده یې ورته شکایت کړی و.

د پاکستان حکومت د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ د دوی د شمېرو له مخې، ۱ عشاریه ۷۳ میلیونه افغان کډوالو ته چې په دې هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري ضرب الاجل وټاکه، چې د روانې میاشتې تر پایه له دې هیواده ووځي کنه دوی به یې په وړاندې سخت اقدامات وکړي.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او دا د کډوالو د حقونو په برخه کې سرغړونه بلل شوې، خو د پاکستان حکومت تر دې دمه په خپل دریځ کې د بدلون کوم څه نه دي ویلي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Мама Тимати ответила на провокационные вопросы о Валентине Ивановой и других девушках своего сына




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Авто

«Байкал Сервис» стал партнером Премии 2ГИС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России