د پولنډ د صدراعظم مرستیال: زموږ پوځ د امریکا پر مرستو تکیه دی
د پولنډ مرستیال صدراعظم او د واکمن ګوند مشر یاروسلاو کاچینسکي وايي، چې د پولنډ پوځي امنیت د دې هېواد پر وسله والو ځواکونو او له امریکا سره پر اتحاد متکي دی.
ښاغلي کاچینسکي پرون (د اکتوبر ۷مه) وویل، چې د پولنډ د اتکا لومړۍ ستن د دې هېواد پوځ او دوهمه ستن یې له ناټو سره اتحاد دی.
ده زیاته کړه، چې دا اتحاد په حقیقت کې له یوه هېواد یعنې امریکا سره اتحاد دی، ځکه د ده په وینا یوازې امریکا ده چې مرسته کولای شي.
پولنډ چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د خپل ګاونډي اوکراین ملاتړ کوي مسکو ته د یوه زیاتېدونکي ګواښ په سترګه ګوري نو ځکه په اروپا کې د متحدوایالتونو د پراخ حضور پلوي کوي.