هرات: د پرونۍ زلزلې تلفات دوه زرو او د ټپیانو تر ۱۰ زرو تنو رسیدلي
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د هرات په پرونۍ زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات ښيي.
د دغه وزارت ویاند، ملا جانان سایق رویټرز اژانس ته ویلي، په دې زلزله کې چې تر ډېره یې په هرات ولایت کې ویجاړي پېښه کړې تر ۹۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا په دې زلزله کې ۱۳۲۸ کورونه یا ویجاړ یا هم زیانمن شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي عبدالوحید ریان د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د ټپیانو شمېر خورا زیات دی.
د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د سختې زلزلې له کبله د لسګونه کسانو د مړینې خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې زیانمن خلک مرستو ته سترګې په لاره دي او د زلزلې نورو ټکانونو یې خوب حرام کړی.
پرون شنبې د ورځې شاوخوا ۱۱ بجې دوو سختو زلزلو چې د امریکا د جیولوژۍ د سروې د ادارې د اټکل له مخې، شدت یې د رېښتر په مقیاس ۶،۳ درجې و، د هرات ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د زنده جان، کشک رباط سنګي ولسوالیو او نورو سیمو کلي ولړزول، خو په ښار او همداراز په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونه کې یې هم ټکانونه احساس شوي دي.