د هرات د زلزله ځپلو حال؛ تصویري راپور
پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت وایي، چې د هرات په ۱۳ کلو کې د شنبې ورځې د زلزلې تلفات له ۲۰۰۰ تنو څخه اوښتي دي.
د طالبانو د یاد شوي وزارت ویاند ملا جانان سایق ویلي، چې دغې زلزلې تر ۹ زرو زیات کسان ټپیان کړي هم دي.
نوموړي وویل:
" ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ۲۰۵۳ تنه شهیدان او ۹۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي. له بده مرغه په دې ۱۳ کلیو کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. "