د حماس او اسراييلي ځواکونو په جنګ کې ۳ فلسطيني خبریالان وژل شوي دي
سي پي جې د اکتوبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه او پر اېکس (پخواني ټويټر) خپاره کړي بیان کې ويلي چې یو فلسطینی خبریال زخمي شوي هم دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو خبریالانو له بېلابېلو رسنيوو سره کار کاوه او د کومې ډلې پلويان نه ول.