بلغاریا روسي ځواکونو ته د ځینو وسایلو او مالونو د صادرولو په تور ۱۲ کسان نیولي
بلغاریا وايي، د یوې جنایتکارې ډلې ۱۲ غړي یې نیولي چې په غیرقانوني ډول یې په اوکراین کې روسي ځواکونو ته ځینې وسایل او مالونه صادرول.
د بلغاریا د لویې څارنوالۍ مرستیالې ماریا پاولوووا پرون سې شنبه وویل، چې دغې ډلې دغه مالونه په دې نوم چې د ملکي اهدافو لپاره کارېږي، صادرول، حال دا چې دا توکي په نظامي اهدافو هم کارول کېږي.
هغې ویلي، د دې جنایتکارې ډلې دا کار، پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې د اروپايي ټولنې د لګول شویو بندیزونو سرغړونه ده.
چارواکي وايي په دغو مالونو کې اپټیکال دوربینونه، د هوايي چلن مخابرې او کمپیوټري پروګرامونه شامل وو.