په میانمار کې پر یوه کمپ د پوځیانو حمله؛ د ۲۹ کسانو د وژنې خبر ورکړل شوی
د میانمار د بېځایه شویو پر یوه کمپ د پوځ په حمله کې د ۲۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د میانمار په شمال کې د هغه قوم ویاند دا خبره د فرانسې خبري اژانس ته کړې، چې پر دې سیمه کنټرول لري.
د میانمار پوځي واکمنان چې هڅه کوي د ۲۰۲۱م کال له کودتا وروسته هر ډول مقاومت وځپي، پر ملکي اهدافو په خونړیو حملو تورن شوي دي.
د کوچین په نوم د ازادۍ پوځ ویاند ډګروال 'ناو بو' د فرانسې خبري اژانس ته پرون ویلي په دې تازه حمله کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.
د میانمار یا پخوانۍ برما د پوځي واکمنۍ ویاند زاو مین تون ویلي، پوځ دغه راپورونه څېړي.