د کندهار د شمالي ولسوالیو ځینې اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښته شکایت کوي
![د کندهار د شمالي ولسوالیو ځینې اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښته شکایت کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-aa7b-08dbc9fe776e_w800_h450.jpg)
د کندهار د شمالي ولسوالیو اوسېدونکي دا مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د دې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، باغونه او کروندې يې له تندې وچېږي.
دوی په خپلو سیمو کې د باراني اوبو د مهار لپاره د ډېمونو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد ریاست مسوولان وايي، په تېر کال يې د یو شمېر بهرنیو موسسو په مرسته شاوخوا ۲۱ ډېمونه جوړ کړي او سږ کال د اتو نورو د جوړېدو پلان شته.
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: