د هرات اوسېدونکي: له زلزلې وروسته د خوراکي او ځينو نورو توکو بيې لوړې شوي
د هرات اوسېدونکي وايي چې له وروستۍ زلزلې وروسته د خوراکي او ځينو نورو اړينو توکو بيې لوړې شوي او د پيسو د لېږد رالېږد چارې هم په ټپه درېدلي دي.
د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له وروستيو زلزلو وروسته د ډېرو خوراکي توکو او د اړتيا وړ توکو بيې لوړې شوي او د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره مالي ځواک نه لري.
د هرات د دويمې ناحيې اوسېدونکی وحيد احمد وايي: "له هغې ورځې چې د اکټوبر پر اوومه دا پېښه شوې، د خوراکي توکو بيې څو فيصده لوړې شوي دي، زموږ د کورنۍ له شلو څخه زيات غړي دي، فاميل مو ډېر لوى دى. د مالیاتو له پلوه ډېر کمزوري يو، په لنډه توګه، موږ د زرو افغانیو مالکیت نه لرو چې لاړ شو او خپل اړتیاوې ترلاسه کړو."
د هرات ښار یو هټیوال زلمی هم د زلزلې پر مهال د هټیوالو د ستونزو په اړه له مونږ سره په خبرو کې وويل: "هو دوکانونه تړل شوي دا یو حقیقت دی، موږ هم د لوړو کورونو سره نږدې دوکانونه لرو، موږ هم کله ناکله دوکانونه تړلي دي، کله ناکله یوازې څو دقیقې لاړ شو کله چې زلزله وشي، بیا يې وتړو او راشو، موږ دوه یا درې ساعته دوکانونه تړلي پرېږدو."
په هرات ولايت کې د يو رسټورانټ څښتن فريد احمد هم تاييدوي چې په دې ورځو کې د ځينو خامو موادو لکه غوړيو او وريجو بيه پنځه سلنه لوړه شوې ده.
د هرات له وروستۍ زلزلې وروسته ډېری خلک له خپلو کورونو بهر او په بې چته فضا کې کې ورځې شپې تېروي.
د شپې د سړې هوا له امله د خلکو ګرځنده خیمو ته اړتیا ډېره شوې ده.
د هرات ولایت یوه بل اوسېدونکي مجیب هم د خیمو او جامو د بیو د لوړېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې خلک د سیوري لپاره خیمو ته اړتيا لري دوى يې بيې لوړې کړي دي، د سیوري يوه خیمه چې بیه یې له ٤٠٠ یا ٥٠٠ افغانیو وو اوس يې بيه ١٢٠٠ او ١٣٠٠ افغانیو ته رسېدلې ، زه له يو ځايه خبر شوم چې حتی تر ٣٠٠٠ افغانیو پورې هم خرصېږي. هو امارت يې مخه ونیوله، هو، له بده مرغه هر څه قيمته شوي، پرته له وچې ډوډۍ."
په هرات کې د طالبانو د حکومت ویاند نثار احمد الیاس د دغه راپور تر خپرېدو پورې په اوسني وضعیت کې د بازارونو د کنټرول او د خلکو د اړتیا وړ توکو د بیو د څرنګوالي په اړه د آزادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د مهرخان خیریه موسسې مشر عبدالقادر صالحي هم وايي چې په هرات کې له زلزلې وروسته د لېږد رالېږد د چارو اسانتياوې درېدلي دي.
هغه وايي، خلک د صرافۍ له دفترونو هم له بهر څخه د پيسو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
صالحي زیاتوي: "په هرات کې دا مهال تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د پيسو د تبادلې خدمتونه خدمات نه وړاندې کوي او د مني ګرام او ويسټرن يونين له لارې چې څوک پيسې لېږي، موږ يې نه شو ترلاسه کولى. په دې برخه کې هچا کوم اقدام نه دى کړى."
د شنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې د افغانستان لوېدیځ یوې زورورې زلزلې وښوروه، چې مرکز یې د هرات د زنده جان ولسوالي وه.
خو څو ورځې وروسته ياد ولایت کې نورې زوروې او وړې زلزلې هم شوي چې وروستۍ هغه یې نن چهارشنبه سهار وشوه چې ویل کېږي خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي او ډېری خلک له خپلو کورونو بهر پاتې دي.
په هرات ولایت کې په وروستیو څو لسیزو کې دا ډول زلزلې ډېره کمه مخينه لري.