Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

د ماشومو نجونو نړیواله ورځ؛ ګوټېرېش: موږ باید د نجونو غږ اوچت کړو

0
د ماشومو نجونو نړیواله ورځ؛ ګوټېرېش: موږ باید د نجونو غږ اوچت کړو

نن د اکټوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومو نجونو د ورځې په مناسبت د یوه راپور په خپرولو سره د دې سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په حواله لیکلي: "ښځې او نجونې کولای شي موږ ته د یوې ښې او عادلانه راتلونکې په لور هدایت/ لارښوونه وکړي."

نوموړي زیاته کړې: "موږ باید د نجونو غږ اوچت کړو او دا ژمنه بیا تازه کړو چې په ګډ کار سره داسې نړۍ جوړه کړو چېرې چې هره نجلۍ پرمختګ او رهبري وکړي."

د ګوټېرېش په وینا: "سږ کال د هغه اقداماتو او تګلارو شاهد یو چې د نجونو او ښځو د حقونو د محدودولو لپاره ترسره کېږي او د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پرمختګ مخه نیسي. موږ شاهدان یو چې دې موضوع په ځانګړې توګه پر نجونو سختې اغېزې کړي."

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دې راپور کې ویلي، د کلیدي برخو لپاره د پاملرنې او سرچینو زیاتوالي ته بېړنۍ اړتیا ده څو نجونې وکولای شي، خپل حقونه درک او لازیاتې پياوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې افغان نجونې او ښځې له زده کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت څخه منع شوي او د هغوی ټول بنسټیز حقونه ترې اخیستل شوي دي.

د طالبانو حکومت په پیل کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې په کور کېنولې، بیا یې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې، دغه شان، ورزشي کلبونو، ښځینه حمامونو او له شرعي محرم پرته د دوی په لرې واټڼ سفر هم بندیز ولګاوه.

په ډېری دولتي ادارو او ټولو نادولتي موسسو کې یې دوی له کار راوګرځولې او ان سینګارتونونه کې یې هم کار کولو ته پرې‌نه‌ښودلې.

یو شمېر افغان نجونې چې د خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې شوي، وايي چې د نجونو او ښځو له ونډې پرته به یوه ټولنه هیڅکله پرمختګ ونه کړي.

یوه له دغو نجونو څخه چې له زده کړو بې برخه شوې زینت مومند ده.

هغې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "کله چې یوه ښځه یوه نجلې د زده کړې حق ونه لري نو هغه ټولنه به څه پرمختګ ولري؟ کله چې یوه نجلې په کور کې نه وي نو د کورنۍ نیمګرتیاوي ډېرې زياتې احساسېږي، نو همدارنګه ټولنه او وطن نجونو او ښځو ته اړتیا لري، څو وکولای شي د ټولنې نیمګړتیاوې پوره کړي."

له زده کړو بې برخه یوه بله نجلې مینه وايي، د طالبانو حکومت لخوا پر نجونو او ښځو مخ په زیاتېدونکو بندیزونو د دوی ژوند خورا سخت کړی.

هغې وویل: "موږ ډېرې هیلې درلودې چې لوړې زده کړې وکړو، خپل ارمانونه پوره کړو، خپلې ټولنې او هېواد ته خدمت وکړو او له هغه وخت نه چې طالبان افغانستان ته راغلي زموږ ټولې هیلې له خاورو سره یو شوي."

د ښځو د حقونو بله فعاله او د جمهوري نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ هم دا خبرې تايدوي وايي، دا په دې مانا ده، په دې توګه د یوې ټولنې د پرمختګ مخه ډب شوې ده.

بارکزۍ وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې هماغه تورتم او جهالت روان دی، نجونې د تعلیم او کار کولو څخه محرومې دي او له خپلو حقونو بې برخې شوي دي. دا په دې معنا ده چې د یوې ټولنې پر مخ د پرمختک زمینه بنده شوې ده. د نن ورځې نجونې د سبا ورځې زلمیان روزي او د نن ورځې چارې د دوی په لاس کې دي."

د ښځو د حقونو فعاله او د قلم لار بنسټ غړې مرضیه حفیظي ازادي سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو په نوم د نړیوالو ورځو نمانځل، افغان نجونو او ښځو لپاره ډېر ځورونکي دي.

هغه وايي: "په تېرو دوو، دوه نيمو کلونو کې افغان ښځو او نجونو خپل هر څه له لاسه ورکړي، حتی هغه بنسټيز حقونه، چې د زده کړې په برخه کې يې لري، له لاسه ورکړي. په دې برخه کې چې څومره مبارزې وشوې، څومره غږونه پورته شول، له بده مرغه هېڅ پایله یې نه درلوده او اوسمهال افغان نجونې د نړیوالو له پامه راغورځېدلې دي."

د یادونې ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو حکومت بندیزونو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو بیا هم دوی په خپلو پریکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د اکټوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله، څو د نجونو حقونه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغه ننګونې چې نجونې ورسره مخ دي، وپېژندل شي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Желдорреммаш

На Улан-Удэнском ЛВРЗ прошел конкурс «Лучший по профессии 2024»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?


WTA

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России