طالبانو د جبلالسراج سمنټو په پروژه کې د پانګونې اعلان وکړ
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د جبلالسراج سمنټو په پروژه کې د پانګونې اعلان وکړ.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن اکټوبر ۱۲مه له یوه قطري شرکت سره د دې پروژې د تړون د لاسلیک د مراسمو ویډیو خپره کړه.
په دې ویډیو کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهابالدین دلاور وايي: "د جبلالسراج د سمنټو په پروژه کې به څه باندې دوه سوه میلیونه ډالره ولګول شي او د هغې په پلي کېدو سره به شاوخوا پنځه زره ټنو ته د کار زمینه برابره شي."
د دلاور په وينا، د دې پروژې د ټولو برخو په بشپړېدو سره به په کال کې يو نيم ميليون ټنه سمنټ له نړيوالو معيارونو سره سم توليد شي.
د افغانستان د اړتیا وړ سمنټو ډېره برخه له پاکستانه واردېږي، که څه هم کله ناکله یې د کیفیت په اړه شکونه څرګند شوي دي.