'فلای دوبۍ' افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیلوي
د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت فلای دوبۍ نن اعلان وکړ چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته خپلې الوتنې له سره پیلوي.
فلای دوبۍ نن پنجشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه الوتنې به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له پنځلسمې بېرته پیل شي او الوتنې به د دوبۍ د نړیوال هوایي ډګر له دوهم ترمینل څخه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د فلای دوبۍ په شمول اکثرو نړیوالو هوایي شرکتونو افغانستان ته الوتنې درولې دي.
فلای دوبۍ به لومړنی لوی نړیوال هوایي شرکت وي چې دې هېواد ته الوتنې بېرته پیلوي.