پاکستان: وسله والو په بلوچستان کې ۶ کارګران وژلي
د پاکستاني پولیسو په وینا، وسله والو تیره شپه په بلوچستان کې شپږ کارګر وژلي دي.
د پولیسو افسر هدایت اله دشتي وویل، وسله والو د تربت په ښار کې د ساختماني برخې پر اتو کارګرانو ډزې کړې دي.
د دوی له ډلې دوه تنه یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او ژوندي دي، خو نور یې وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې کسانو د وژلو مسوولیت نه دی اخیستی.