رومانیا کاسوو ته تر ۱۳۰ ډېر سرتېري واستول
د رومانیا تر یوسل او دېرش ډېر سرتیرې نن کاسوو ته ورسیدل.
دا پوځیان به هلته د ناټو-کاسوو سوله ساتې ځواکونو ماموریت پياوړی کړي.
د روانې اکتوبر په پیل کې دوه سوه برېتانیایي پوځیان هم کاسوو ته تللي وو.
ناټو د سپتمبر په نهه ویشتمه ویلي وو، چې د ناټو- کاسوو سوله ساتې ځواکونه به تقویه کړي.
دا پریکړه وروسته تر دې وشوه، چې د کاسوو په شمال کې د کاسوو د امنیتي ځواکونو او اکثریت سرب توکمو ترمنځ کړکېچ زیات شو.
ناټو تر اوسه نه دې ویلي، چې څومره نور پوځیان به کاسوو ته استوي.