Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

د پلخمري پرونی ځانمرګی برید؛ د قربانیانو کورنۍ څه غواړي، غبرګونونه څه دي؟

0

د بغلان په پلخمري ښار کې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په جومات د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې په افغانستان کې پر شیعه وګړو د ژوند کړۍ تنګه شوې او دوی هره ورځ د مذهب له امله قرباني ورکوي.

د پلخمري اوسېدونکې زینب چې د تېرې ورځې په حمله کې یې د محمد رضا قادري په نوم د کورنۍ یو ۴۰ کلن غړی وژل شوی ازادي راډيو ته وویل:

"زما د عمه زوی د امام زمان په جومات کې د شوې حملې د شهیدانو له ډلې دی، هغه چې د څلورو ماشومانو پلاراو د خپلې کوچنۍ کورنۍ سرپرست و،د پلخمري په ښار کې یې دوکانداري کوله، اوس ترې بې سرپرسته څلور یتیمان پاتې شول."

په پېښه کې د یوه بل قرباني شوي ابوزر د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو حکومت باید د شیعه ګانو امنیت خوندي کړي.

نوموړي وویل چې د کورنۍ وژل شوي غړي يې ۳۶ کاله عمر درلود او په پلخمري ښار کې یې خیاطي کوله.

سرچینه زیاتوي:

"هغه پنځه ماشومان لرل چې دوه یې ځان سره جومات ته وړي وو او دواړه ټپيان دي یو یې ترې کندز ته یوړو او بل یې همدلته پخلمري کې بستر دی، خپله شهید شو، تقریبا ۳۶ کاله عمر یې درلود او دلته په پلخمري کې یې خیاطي کوله او خپلو بچیانو ته یې یوه مړۍ حلاله روزي ګټله."

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند او په بغلان کې سیمه ییزو طالب چارواکو د دغه پېښې د وروستیو معلوماتو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو تېره ورځ د بغلان لپاره د طالبانو د حکومت دامنیه قومندانۍ په یو اعلامیه کې وویل، چې په دې ځانمرګي برید کې ٧ شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

خو ځینو روغتیايي سرچینو په دې پېښه کې د دیرش کسانو د وژل کیدو ادعا کړې وه.

د پېښې د قربانیانو د کورنیو ځیني غړي هم ادعا کوي، چې په پېښه کې دیرش لمونځ کوونکي وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت د اسلامي ډولت ډلې داعش خراسان څانګې په ځان منلی دی.

دغې وسله والې ډلې د اعماق په نوم په ټیلي ګرام چینل په خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په دې برید کې یې پنځوس شیعه ګان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي.

مخکې هم دغې ډلې په افغانستان کې د ورته بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دغه پېښې په کوردننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا په یوه اعلامیه کې د پلخمري د امام زمان په جومات کې د شوي ځانمرګي برید د عامیلینو د پیدا کېدو او ورته د سزا د ورکولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې طالبان باید د دینې او فرهنګي مرکزونو امنیت خوندي کړي تر څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپل ایکس شبکه په یو لنډ بیان کې لیکلي دي، چې پر ملکي وګړو برید هېڅ ډول دیني او انساني توجیه نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په ایکس شبکه د دغه برید د غندنې ترڅنګ لیکلي، چې د جمعې د ورځې په بریدکې لسګونه شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي بېنټ په دې بیان کې په افغانستان کې پر افغان شیعه وګړو د بریدونو د مخنیوي، د دوی د ساتنې او دغه شان په دې برخه کې د د واضح ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دغه حملې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او په خپل اېکس پاڼه یې په یو بیان کې ویلي دي، چې د شیعه ګانو پر وړاندې برید هغې تنوع ته چې افغانستان تعریفوي یو ګواښ دی.

اغلې امیري ویلي دغه ډول وحشت باید ودرول شي، ځکه د نوموړې په ټکو په دې برخه کې کافي کړاونه ګالل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما بیا په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا ریس عبدالله عبدالله هم په دوه بیلابیلو بیانونو دغه کړنه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.

د یادونې ده، چې د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګه داسې مهال دا برید ترسره کوي، چې طالبانو په وار وار د دغې ډلې په وړاندې د عملیاتو او د ځپلو خبره کړې، خو د ملګرو ملتونو سازمان او د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هيوادونو په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې او دا ډله یې د نړۍ د امنیت لپاره ستر ګواښ بللې ده.

د روان کال د اګسټ په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي وو، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو او د هغوۍ د کورنیو شمېر له ۴زرو تر ۶ زرو کسانو ته رسېږي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певец

MK.RU: Певец Андрей Данилко удалил пост, посвященный смерти президента Ирана




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


Камила Джорджи

Экс‑теннисистка Джорджи обвиняется в краже мебели и ковров на €100 тысяч — СМИ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Шизофрения и болезнь Альцгеймера: симптомом какой болезни может стать потеря обоняния



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России