د سویډن دوه اتباع په بروکسل کې وژل شوي
د سویډن دوه اتباع له بلجیم سره د فوټبال تر لوبې مخکې پرون په بروکسل کې په ډزو ووژل شول.
د رویټرز خبري اژانس په وینا پولیسو د دې پېښې خبر ورکړی او بلجیم د ترور خبرداری تر ټولو لوړې کچې ته رسولی دی.
د بلجیم صدراعظم الکساندر دو کرو پر خپله ایکسپاڼه تایید کړې چې د پېښې قربانیان سویډني وګړي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په ځینو اروپایي هېوادونو کې د اسراییلو او حماس د جګړې په تړاو امنیتي اندېښنې زیاتې شوي دي.