د پېښور کمېشنر د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي کېمپونو جوړولو امر کړی دی
د اکتوبر پر ۱۶مه د کمېشنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کيمپونه به په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې جوړېږي او تر ۳۱م اکتوبر وروسته به افغانستان ته د ستنولو لپاره هغه کډوال پکې ساتل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.