Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

پاملرنې موسسه: د افغانستان په لویدیز کې زلزلو خلک له ژورې ټروما سره مخ کړي

0
پاملرنې موسسه: د افغانستان په لویدیز کې زلزلو خلک له ژورې ټروما سره مخ کړي

د پاملرنې نړیواله موسسه (CARE) وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې له درېیو زورورو زلزلو وروسته د دې سیمې خلک له ژورې ټروما سره مخ شوي دي.

په هغه راپور کې چې پاملرنې د دوشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه خپور کړی، ویلي یې دي چې افغانستان په څه باندې یوه اوونۍ کې درېیو زلزلو ولړزاوه چې خلک یې ووژل، کورونه یې ونړول او قربانیان یې اوس په بد رواني وضعېت کې دي.

په افغانستان کې د پاملرنې موسسې مرستیاله رشما عظیمي وايي، زلزلې نجونې او ښځې ژورې اغېزمنې کړي او دوی په عاجله توګه ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې په دې راپور کې ویلي:

"ښځې او نجونې د خوندیتوب او د چمتوالي په برخو کې د پوهاوي د نه درلودو له امله تر ډېره له زلزلې اغېزمنې کېږي. همدا ډول د هغوی په حقونو او فعالیتونو محدودیت دا ناورین زیاتوي او هغه بد رواني وضعېت چې اوس تجربه کوي، شاید لا بدتر شي."

په راپور کې په هرات ولایت کې د پاملرنې دفتر د مشر نصیر احمد فوشنجي له قوله ویل شوي چې د هرات خلک د ناوړه وضعیت له امله عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

پاملرنې ویلي دي چې د زلزلې د قربانیانو لپاره یې د رواني مشاورې ځینې پروګرامونه هم تنظیم کړي دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، له وروستيو زلزلو وروسته يې حالت ښه نه دى.

له دې ډلې آمنې ازادي راډيو ته وویل:

"سر مې ډېر درد کوي، کله چې درېږم، بېرته لوېږم، روانپوهانو ته ورغلم، هغوی خبرې راته وکړې، خو هېڅ سکون نشته. په همدې حالت کې دوو ډاکټرانو ته هم ورغلم، خو اوس هم ښه نه یم. "

د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکی محمد جاوېد وايي، د تېرې شنبې ورځې د زلزلې له امله يې کور نړېدلی او اوس يې مور چې ليلا نومېږي، رواني حالت يې ښه نه دی او د شپې وېرېږي.

جاوید زیاتوي:

"اوس هر وخت وايي، منډه کړئ چې زلزله شوې ده، د شپې له خوا چيغې وهي او ډاريږي، دلته ډاکټران راغلل، دوا يې ور نه کړه، خو چې خبرې يې ورسره وکړې، حالت يې ښه شو. اوس وايي غواړي له ډاکټرانو سره خبرې وکړي."

دی وايي، له دې امله هم اندېښمن دی چې په یوې خیمې کې اوسېږي او نه شي کولای په سمه توګه د خپلې مور پالنه وکړي.

ارزو رسولي چې د هرات ښار اوسېدونکې او په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده، وايي د زلزلې له امله د دوی د کور اکثرو ښځو خپل کورونه پرېښي او اوس د یوه ښوونځي په انګړ کې اوسېږي.

هغه وايي، په دغه ښوونځي کې مېشتې مېرمنې او ماشومان وېرېدلي او سټرېس لري.

رسولي زیاتوي:

"خلک له روحي او رواني پلوه ځورېږي، د شپې خوب نه لري، تېره شپه يوې مې ماشوم ته ور غږ کړل او په ژړا يې ورته وويل، چې حالت اضطراري دی، ځمکه دوه ځایه کېږي او موږ غرقېږو. ما ورته وویل چې اندېښنه مکوئ."

اغلې رسولي دا هم وايي چې ښځې او ماشومان رواني او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

روانپوه عبدالرشید جمشېدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په زلزله ځپلو سیمو کې ټول خلک اغېزمن شوي او د بیا ښه کېدو بهیر وخت نیسي.

ښاغلي جمشېدي ازادي راډیو وویل:

"ټول یې د ټروما له دورې تېرېږي چې کېدای شي له یوې اونۍ څخه تر یوې میاشتې پورې وخت ونیسي. له هغه وروسته ډېری قربانیان د درملنې غونډو ته اړتیا لري. یوازېنی شی چې موږ یې کولای شو، درملنه او د خواخوږۍ ځینې پروګرامونه دي."

د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې د افغانستان په لوېدیځ کې د تېرې شنبې ورځې زلزلې شاوخوا ۱۱۴ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د اکتوبر له اوومې نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې پورې د درې ځواکمنو زلزلو په پایله کې ۱۵۰۰ کسان مړه او شاوخوا دوه زره نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم ویلي وو چې په هرات کې د تېرې اونۍ د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

په ورته وخت کې د بېړني حالت له امله د هرات اوسېدونکي اوس هم له کورونو بهر شپې تېروي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Республике Марий Эл пройдет культурный проект «Классика: история и современность»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


Арина Соболенко

Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


ATP

Даниил Медведев идет третьим в чемпионской гонке ATP, Андрей Рублев — пятый



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России