په بلجیم کې د دوو سویډني وګړو د وژنې پړه داعش ډلې ومنله
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پر دوو سویډني وګړو د پروني وژونکي برید پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله.
دې ډلې د اعماق په نوم په خپل ټلګرام چینل کې ویلي چې پرونۍ حمله د دې ډلې یوه جنګیالي کړې ده.
بلجیمي چارواکو ویلي، د فوټبال د دوو مینهوالو په وژنه او د یوه بل په ټپي کولو مشکوک کس یو ۴۵ کلن تونسي وګړي دی چې په دې هېواد کې یې د سیاسي پناه غوښتې رد شوې وه، خو دی لاهم په غیرقانوني ډول هلته اوسېده.
مشکوک تورن پرون د بروکسل د شمال په یوه کافې کې په ډزو ووژل شو.