ارمنستان له اذربایجان سره د ناګورنو قرهباغ سیمې پر سر سولې ته چمتووالی ښودلی
![ارمنستان له اذربایجان سره د ناګورنو قرهباغ سیمې پر سر سولې ته چمتووالی ښودلی](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-6fea-08dbcf35ca61_w800_h450.jpg)
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د ناګورنو قرهباغ د سیمې پر سر سولې ته چمتووالی ښودلی.
هغه پرون په ستراسبورګ کې د اروپا د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل چې له اروپايي منځګړو سره د شوې موافقې او د دواړو خواوو د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د رسمیت پېژندنې په اساس د ده هېواد د روان کال تر پایه د سولې د موافقې لاسلیک ته چمتو دی.
ارمنستان او اذربایجان د ناګورنوقرهباغ سیمې پرسر لانجه سره لري او تراوسه یې څو ځلې په خپلو کې جګړې کړې دي.