بایډن له کانګرسه اسراییلو او اوکراین لپاره د شاوخوا ۱۰۰ میلیارد ډالرو مرسته غواړي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو متحدینو اسراییل او اوکراین لپاره له کانګرسه د شاوخوا سلو میلیاردو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کوي.
بایډن بېګا له سپینې ماڼۍ ولس ته په یوه وینا کې پر اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یرغل او پر اسراییلو د حماس برید سره تړلی وباله او ویې ویل چې دواړه د نړیوالې ډیموکراسۍ او امنیت لپاره ګواښونه دي.
بایډن زیاته کړه د راتلونکي کال په مخه لپاره له کانګرسه د ټول ټال څه باندې سلو میلیاردو ډالرو غوښتنه کوي او دا پیسې اسراییل او اوکراین ته چې په جګړه کې دي ډېرې مهمې دي.
بايډن تر دې وینا مخکې له خپل اوکرایني سیال ولودومیر زیلینسکي سره خبرې کړي څو پر کییف د روسیې د غیرموجه یرغل په وړاندې د واشنګتن د ملاتړ ډاډ ورکړي.