طالبانو خپل جنګي وسایل موزیمونو کې ایښي؛ ځینې افغانان: دا د قربانیانو د کورنیو زخمونه تازه کوي
په افغانستان کې د تېرې شل کلنۍ جګړې یو شمېر قربانیان او ځینې عام خلک وايي چې د طالبانو حکومت د خپلې شل کلنې دورې هغه جنګي وسایل د افغانستان په موزیمونو کې ایښي چې د دوی په خبره د ګڼ شمېر هغو افغانانو زخمونه تازه کوي چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې له امله قرباني شوي دي.
د تېرې شل کلنۍ جګړې د یو شمېر قربانیانو کورنۍ او ځینې عام افغانان ادعا کوي چې طالبانو په موزیمونو کې د خپلې شل کلنې جګړې هغه جنګي وسایل ایښي چې دوی یې د خپلې فتحې وسیلې بولي.
د دغو جنګي وسایلو یو قرباني چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل وايي، طالبانو د علومو اکاډمۍ په علمي او تحقیقي موزیم کې خپل جنګي وسایل ایښي، هغه چې په خبره یې د بې ګناه افغانانو د وینو بوی ترې راځي او خلک ورنه کرکه لري.
د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي: "تره او دوه مې د تره زامن وو، کندهار ته روان وو چې په لاره موټر بوشکې باندې وربرابر شو، هغه درې واړه شهدان شول، زه چې په هوښ راغلم روغتون کې وم. څه موده وړاندې مې په موزیم کې واسکټ ولید، په ځان پوه نه شوم، هماغه صحنه راپه یاد شوه. موزیم خو د تاریخي اثار لپاره دی، نه د جنګي وسایلو لپاره."
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی چې دی هم د امنیتي ستونزو له وجې خپل نوم نه اخلي ورته خبرې لري.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "هغه شیان چې دوی ورنه استفاده کړې لکه زېړې بوشکې، انتحاري واسکټونه، اوس یې په موزیمونو کې ایښي دي. موزیم کې باید هغه څه کېښودل شي چې تاریخي ارزښت ولري. دوی د خپلو جنګي وسایلو په ایښودلو سره د هغو کسانو زخمونه تازه کوي چې په تېره شل کلنه جګړه کې یې د کورنۍ غړي قرباني شوي."
د ارواپوهانو په باور هم په موزیمونو کې د جنګي وسایلو کېښودل د انسان روان وژني.
د رواني برخې څېړونکې زهرا جلالزۍ ازادي راډیو ته وویل، دا چې اوس طالبان د شل کلنې جګړې جنګي وسایل په موزیمونو کې ږدي، په خبره یې دا کار یې د جګړې پر لور ذهنیت جوړول دي.
هغه وايي: "ذهنیت سازي ده، خصوصاً هغو مخربو ذهنیتونو ته. له رواني نظر دا کار ډېر زیات زیانونه لري، پخواني حالات، جګړې، د خلکو مخکې وژنې دا ټول بېرته خلکو ته ورپه یادوي، په نتیجه کې عصبانیت زیاتوي، انسان پرته له کوم دلیل څخه جنګ او جنجال کوي، فکر یې له سولې نه جنګ ته اوړي، له رواني اړخ څخه د بوشکو، واسکټونو، بمونو او داسې نورو کېښودل هغه هم په تاریخي ځایونوکې د خلکو د روان وژل دي."
که څه هم د طالبانو د جنګي وسایلو قربانیان او یو شمېر افغانان وايي چې دغه وسایل په دولتي موزیمونو کې ايښودل شوي، خو د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل د ملي موزیم د تاریخي اثارو متخصص محمد زاهد ایازي وایي چې د افغانستان ملي موزیم دا مسوولیت لري چې د ټولو موزیمونو تاریخي اثار ثبت کړي او تر څارنې لاندې یې وي.
نوموړی د افغانستان په ټولو رسمي موزیمونو کې د طالبانو د شل کلنې جګړې د جنګي وسایلو کېښودل ردوي، خو وایي چې ښایي په ځینو شخصي موزیمونو کې کېښودل شوي وي.
هغه زیاتوي: "ځینې خصوصي موزیمونه دي چې په شخصي لګښټ جوړ وي. ملي موزیم اجازه ورکړې چې هر څوک ځان ته موزیم جوړولی شي، خو تاریخي آثار به له دوی سره ثبت وي. امکان لري له دې جنګي وسایلو سره دا عکسونه هلته اخیستل شوي وي. موږ به یو مسوول کس ورولېږو چې کوم شیان یې ایښي دي."
ایا پوځي او جنګي وسایل په موزیمونو کې ځای لري؟
ژورنالیست او لیکوال غفور لېوال وایي چې په نړۍ کې د نظامي برخې او تاریخي اثارو موزیمونه جلا وي.
لېوال ازادي راډیو ته وویل، په علمي لحاظ هغه شیان په موزیمونو کې د ايښودلو وړ وي چې د هغو لرغونتوب له سلو کلونو څخه زیات وي، نو د شل کلنې جګړې جنګي وسایل په کوم دلیل موزیمونوته وروړل کېږي؟
هغه زیاتوي: له علمي پلوه هغه اثار په موزیمونو کې کېښودل کېږي چې هغه یوه تاریخي سابقه ولري، لږ تر لږ سل یو نیم سل کاله لرغوني وي، نور خو تاسو پوهېږئ چې په موزیمونو کې د زرګونو کلونو وړاندې اثار ساتل کېږي. له علمي، ارزښتي او مسلکي پلوه په موزیمونو کې د اوسمهاله جنګي وسایلو کېښودل هغه هم په تاریخي موزیمونو کې دا د ټولو اصولو خلاف کار دی."
خو په ټوله کې موزیمونه د څه لپاره وي او څه تاریخي ارزښت لري؟
د موزیم د پخوانیو کارکوونکو په باور په لومړیو کې د افغانستان په لومړنی موزیم کې چې 'عجایب خانه' یا د عجایبو کور نومېده او یوازې څو ډوله تاریخي آثار لکه خطي قران شریفونه، لاسي صنایع، د استقلال د جګړو پاتې شوي آثار او یو شمېر کتابونه په کې ساتل کېدل.
لیکوال محمد انور وفا سمندر وایي چې موزیمونه د ګټورې عملي زده کړې تجربه شوي ځایونه دي، خلک له کورنیو سره د تفریح او دا چې نوی نسل له تاریخي اثارو سره آشنا کړي ورځي، که هلته هغه جنګي وسایل نندارې ته کېښودل شوي وي چې افغانان بدې خاطرې ورنه لري، د هر انسان روان ځپي.
سمندر وویل: "موزیمونه د ولسونو حافظې دي، د تاریخ مجسم کتاب دی، تېر کړه وړه باورونه، دغه ټول په موزیم کې راټول دي، انسان د دې لپاره چې د نن لپاره ښه بنسټ کېږدي، اړتیا لري چې له تېرې هم خبر واوسي، هغه درسونه چې هلته پټ دي هغه ولولي او زده یې کړي. د حافظې په عماقو کې یو څه پټ دي، د دې لپاره چې هغه بېرته تازه شي، له دې سره موزیمونه کمک کولای شي."
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لومړنی ملي موزیم یې تر کورنیو جګړو پورې د سیمې له مهمو خزانو څخه ګڼل کېده.
د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان، یونسکو د غړیتوب په توګه ومنل شو او په دې موده کې د لومړنی ملي موزیم یو شمېر تاریخي اثار د یونسکو د تاریخي اثارو په لېست کې ثبت شول.