د پاکستان صدراعظم د چین حکومت له پام پرته په ژین جیانګ کې د جمعې لمونځ ادا کړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د چین په ژین جیانګ ولایت کې د جمعې د لمانځه په ادا کولو سره د هغو څو اسلامي هېوادونو د مشرانو په ډله کې راغی چې له اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت له ناوړه چلند سره سره دې هېواد ته سفر کوي.
چین تورن دی چې څه باندې یو میلیون اویغوران یې په کمپونو کې اچولي دي.
پاکستان، چې په حکومتونو کې یې بیا بیا بدلونونه راځي، د خپل مهم اقتصادي متحد او ګاونډي هېواد چین لهخوا د اویغور اقلیت د زنداني کولو په اړه د بشري حقونو د ډلو لهخوا ورکړل شوي شواهد نه مني.
کاکړ د یوې لارې یوه کمربند لویې پروژې په اړونده سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
د کاکړ د دفتر لهخوا په خپاره شوي بیان کې په چین کې د بشري سرغړونو یادونه نه ده شوې.