Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

د طالبانو محدودونکې ښوونیزې تګلارې؛ سیګار: د زده کړو کیفیت اغېزمن او لاسرسی ورته کم شوی

0
د طالبانو محدودونکې ښوونیزې تګلارې؛ سیګار: د زده کړو کیفیت اغېزمن او لاسرسی ورته کم شوی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره وايي، د طالبانو محدودونکې تعلیمي تګلارې د دې لامل شوي چې په دې هېواد کې د زده کړو کیفیت او په هره کچه زده کړو ته لاسرسی کم شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، طالبان د ټولو افغانانو لپاره د باکیفیته زده کړو د تضمین په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې هېواد د پوهنې د سکتور د وضعیت په اړه د یوې نوې ارزونې په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې د طالبانو محدودوونکې تعلیمي تګلارې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر اوسه د افغان نجونو او مېرمنو د اغېزمنولو سربېره په دې هېواد کې د زده کړو د کیفیت او په هره کچه زده کړو ته د لاسرسي د کموالي لامل شوی.

خو د طالبانو حکومت تل ورته ادعاوې رد او بې بنسټه یې بللې دي.

د سیګار په وینا، لګول شوي محدودیتونه او جنسیتي توپیر د ښوونکو د کمښت لامل شوی او د ښځینه ښوونکو رول یې هم کم کړی او پاتې ښوونکي معاش نه اخلي او یا هم د معاش له کمښت سره مخ دي.

په همدې حال کې د کابل ښار د یوه ښوونځي مسووله، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښځینه ښوونکو شمېر او د ښوونکو معاشونه کم شوي او د ګمارلو لپاره رقابتي ازموینې هم له منځه تللي دي.

هغې وویل: "یوه بله ستونزه دا ده چې د ښځینه ښوونکو شمېر کم شوی، معاشونه په وخت راځي، خو د پخوا په پرتله کم شوي دي او بل دا چې رقابتي ازموينې نه شته. څوک چې واسطه ولري د یو حکم پر اساس د ښوونې او روزنې په برخه کې ټاکل کېږي."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره وايي، د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت زده کړو ته د ټولو وګړو د لاسرسي د محدودولو یو بل لامل دی.

د دې راپور پر بنسټ، کورنۍ اړ دي چې خپل ماشومان له ښوونځي څخه وباسي او کار ته یې واستوي او یا هم د کور د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپلې کم‌عمره لوڼې واده کړي.

په ورته وخت کې له زده کړو بې برخې یوې زده کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې له زده کړو بې برخې پاتې کېدو دوی له تیارې راتلونکي سره مخ کړي دي.

هغې وویل: "کله چې یوه نجلۍ ونه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ټولنه له ناکامۍ، بې‌وزلۍ او تباهي سره مخ کېږي. له هغه وخته چې ښوونځي تړل شوي، ډېری نجونې اغېزمنې شوي او خپله انګېزه یې له لاسه ورکړې، ځکه چې ښوونځي تړل شوي او موږ نه شو کولی پرمختګ وکړو او خپلو زده کړو ته دوام ورکړو."

د افغانستان د بیارغونې لپاره، د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې هم ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په ښوونځیو کې دیني مضامين د ساينسي مضامینو پر ځای ځای پرځای کړي دي.

یادې ادارې، دا هم موندلي چې طالبان د متحده ایالاتو له‌خوا تمویل شوي روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي او د سیګار په ټکو د نامناسبو میتودونو له لارې د تمویلونکو د تمویل شوي روزنې مرستې ترلاسه کوي.

د بېلګې په توګه ویل کېږي چې طالبان له هغو افغان ښوونکو او زده کوونکو پیسې اخلي چې له نړیوالو، نغدي مرستې ترلاسه کوي او یا هم د نادولتي سازمانونو د مرستو د وېش په بهیر کې یې نفوذ کړی دی.

د سیګار د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان د پوهنې سکتور سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د نړیوالې پراختیايي ادارې له‌خوا د شپږو پروګرامونو له لارې د څه باندې ۱۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دوی حکومت تر دې مخکې ورته ادعاوې رد کړي او بې بنسټه یې بللې دي.

د يادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري او د طالبانو حکومت له خوا د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړل شوې دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

Чеченка Лия Заурбекова поделилась подробностями конфликта с семьей в полиции


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Редакция АН «Между строк» разыгрывает 2 билета на Басту и ещё 8 сертификатов среди подписчиков своего Telegram-канала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Цена билетов на суперфинал Кубка России составит от 500 до 15 тыс. рублей

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


Арина Соболенко

Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России