یورایشیا: طالبان بدلون ته اړتیا لري، خو د بدلون د مسیر په مخالف لوري روان دي
مقاله کې راغلي چې نړیوال د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره منتظر دي چې دغه حکومت بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د نجونو تعلیم ته درناوی وکړي او د حکومت جوړښت پراخ بنسټه کړي، خو وړاندې لولو چې د طالبانو حکومت په ټولو دغو برخو کې شاتګونه لري.
مقاله کې هره دغه برخه په تفصیل سره تشریح شوې او په سر کې یې د بې پرې او ازادو مطبوعاتو ارزښت ته کتنه شوې.
خپرونې ازاد مطبوعات د ټولنې اړتیا بللې او ویلې یې دي، همدا بې سانسوره مطبوعات چې افغانستان اوس ورڅخه محروم دی، دولت او سیاسي مشران حساب ورکونې ته چمتو کوي.
د مقالې په بله برخه کې د نجونو د تعلیم حق ته کتنه شوې او په کې راغلي نجونو ته د تعلیم حق نه ورکول، په دې معنا ده چې د ملت د پرمختګ مخه نیول کیږي.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو مخه نیولې او تېره دسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې بند کړل.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، دوی د نجونو تعلیم او تحصیل ته د خوندي شرایطو په برابرولو بوخت دي، خو نیوکه کوونکي وایي که حکومت په ریښتیا وغواړي، دغه شرایط په څو میاشتو کې رامنځته کیدای شي.
یورایشیا لیکلي، که طالبان پورته برخو کې خپلې ژمنې پر ځای او له نړیوالو معیارونو او تګلارو سره ځان برابر کړي، رسمیت پیژندنې ته یې لاره هواریږي.
د هند ( ANI ) شبکې د افغانستان او پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلو د نننۍ سیالۍ په اړه یو مطلب خپور کړی او د افغان لوبډلې د سر روزونکي جاناټان ترات خبرې یې را اخیستي دي.
تراټ ویلي، په نننۍ لوبه کې باید افغان لوبغاړي ګروپي لوبه وکړي او ښه همغږي ولري ځکه د ده په باور، د لوبې بریا یوازې د ورو توپ اچونکو مسولیت نه دی.
تراټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه کې د افغان لوبډلې د ښې او همغږې لوبې وړاندینه کړې ده.
افغان لوبډلې د کریکټ په روان نړیوال جام کې تراوسه ۴ لوبې کړي چې اتل ټیم انګلستان ته یې ماته ورکړې، خو بنګله دیش، هند او نیوزلنډ ته یې لوبې بایللي دي.
تراټ وروسته تر هغه د افغان لوبډلې په همغږې او ګروپي لوبې ټینګار کړی چې دغو لوبغاړو نیوزلنډ ته په لوی توپیر لوبه وبایلله او د هغې لوبې پر مهال د افغانستان لوبډلې څلور کیچونه مس یا له لاسه ورکړل.
جاناټان تراټ چې د انګلستان د لوبډلې پخوانی لوبغاړی و، د تېر لمریز کال په زمري میاشته کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه وټاکل شو.