د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې مشران په اسلام اباد کې پرلت پيلوي
هغه ګوند پر خپله رسمي اېکس پاڼه، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، لیکلي دي چې د اکتوبر پر ۲۲مه د خپل مشر سردار اختر مېنګل په مشرۍ د یوې "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ) پر ضد" کوي. هغه ګوند تور پورې کوي چې ریاستي ادارو د سیاسي مخالفینو ختمولو لپاره هغه ډله جوړه کړې ده خو د پاکستان حکومت دا تور ردوي.