ایران د بهایي دین ۱۰ لارویان نیولي
سرچینو د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي چې د ایران استخباراتو د بهايي دین لس لارویان نیولي دي.
بهاییان په ایران کې تر ټولو لوی غیرمسلمان اقلیت دی.
دې سرچینو د خپلو نومونو د پټ پاتې کېدو په شرط ویلي امنیتي مامورینو په داسې حال کې چې د محکمې حکم ورسره وو، یګانه آګاهي، نګین خادمي، آرزو سبحانیان، یګانه روحبخش، شانا شوقي فر، مژګان شاهرضايي، ندا بدخش آګاه، بهاره لطفي، ندا عمادي او پرستو حونیني ونیول.
د دې بهايي فعالانو د نیول کېدو دلیل او دا چې هغوی چېرته بیول شوي دي، تراوسه روښانه نه دي.
په ټوله نړۍ کې د بهایانو شمېر پنځه میلیون او په ایران کې د دوی شمېر شاوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي، خو دا دین په دې هېواد کې رسمیت نه لري.