خوړو نړیوال پروګرام د افغان زیان ګالو کورنیو لپاره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، ۴۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې له ترټولو زیانګالو کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو له را روان ژمي ووځي.
دې پروګرام نن په خپله ایکس پاڼه کې کښلي چې ژمی راروان دی او افغانستان انتظارنشي کولای.
WFP پرون د اروپایي ټولنې د آسیا پسفیک د څه باندې ۲۱ ملیون ډالره سخاوتمندانه بشري بسپنې خبرې ورکړی و او ویلي وچې دغه بسپنه به له دوی سره مرسته وکړي چې خوراکي مواد زیرمه او هغه مخکې له دې چې واورې لیرې غرنۍ سیمې بندې کړي، ترټولو زیانګالو خلکو ته ورسوي.