Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2023

افغانانو او نورو بهرنیانو ته خبرداری؛ د ایران له شاه‌چراغ او ځینو نورو ځایونو بهرني وګړي ایستل کېږي

0
افغانانو او نورو بهرنیانو ته خبرداری؛ د ایران له شاه‌چراغ او ځینو نورو ځایونو بهرني وګړي ایستل کېږي

د ایران حکومت اعلان کړی چې بهرني اتباع باید په دغه هېواد کې د ځینو ځایونو له شاوخوا لکه د شاه چراغ له زیارت څخه وایستل شي.

د ایران په شیراز ښار کې د شاه چراغ په زیارت له دویمې حملې وروسته د دغه هېواد حکومت تازه ویلي چې بهرني وګړي باید د دغه هېواد د ځینو ځایونو په محدوده کې استوګن نه وي، وایستل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د پنجشنبې په ورځ د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د دغو سیمو امنیت باید تامین شي او په خبره یې په همدې بنسټ د دغه هېواد د ولایتونو په کچه د بهرنیو وګړو د ویستلو طرحه د عملي کېدو په حال کې ده.

که څه هم وحيدي د دغو بهرنيو اتباعو هويت په ډاګه نه کړ، خو ظاهراً يې هدف په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال دي، ځکه چې تر دې مخکې يې هم څو ځلې اعلان کړى چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه ميليونه ناقانونه افغان کډوال مېشت دي او دوى يې د ویستلو بهير پيل کړى دى.

ایسنا خبری اژانس هم د فارس د وګړو او بهرنیو کډوالو د چارو د عمومي مدیر بهرنګ قرباني له قوله لیکلي چې دغه پرېکړه په شیراز کې د شاه چراغ په زیارت له دویمې حملې وروسته شوې ده.

دا برید د روان کال د اسد د میاشتې په ۲۲مه نېټه وشو او د ایران حکومت ادعا وکړه چې برید کوونکی د تاجکستان تبعه و چې له داعش سره یې همکاري کوله،د افغانستان په بدخشان ولایت کې روزل شوی و او په غیرقانوني توګه دغه هېواد ته ننوتی و.

د فارس د وګړو او بهرنیو کډوالو د چارو د عمومي مدیر بهرنګ قرباني زیاته کړې چې د بهرنیو اتباعو د ایستلو پرېکړه د کورونو خاوندانو ته د اړیکو شمېرو له لارې په پیغامونو کې لېږل شوې ده.

خو افغان کډوال وايي چې له ایران او په ځانګړې توګه له شیراز څخه د دوی د شړلو خبر دوی اندېښمن کړي دي.

د ایران په شیراز کې یوه افغان کډوال چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ په شیراز کې دننه د نامناسبو چلندو سره مخ یو. په افغانستان کې د طالبان له خوا چې کومې ستونزې رامنځته شوي له امله یې یو شمېر کسان ایران ته راتښتېدلي او اوس چې د ایران د کورنیو چارو وزیر د هغوی د شړلو اعلان کړی، هیله من یم چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي."

په ورته وخت کې په ایران کې یوې افغان کډوالې مېرمنې چې دې هم د ورته ستونزې له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ په خپل هېواد کې باید د اوسېدو ځای پیدا شي او څوک په کې ژوند وکړي. د هیچا نه خوښېږي چې د ټولنې د اوږو بار شي، سره له دې چې موږ د ايران بار نه يو، په خپله کار کوو، ډېر سخت کار او کم معاش لرو. ډېر داسې کسان شته چې زامن او لوڼې يې ښوونځيو ته نه ځي. اوس په دې پرېکړې سره معلومه نه ده چې د خلکو راتلونکې به څه وي؟"

په ورته وخت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته تللي یو تن پخواني پوځي ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال یې برخلیک مرګ دی.

ده هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "خدای مه کړه که ویستل شو، زه په‌خپله پوځي وم او دوه زامن مې هم. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ملي امنیت، کشف او استخباراتو په قطعات کې وو. که موږ وشړل شو، یقیناً تاسو پوهېږئ چې موږ د مرګ له ګواښ سره مخ کېږو. زموږ د ایران له حکومت څخه غوښتنه دا ده، چې نظاميان او سیاسيون ونه باسي."

له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو خبره نوې نه ده او تر دې مخکې هم د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غیرقانوني افغان کډوال باید له هېواده ووځي.

بل خوا د پاکستان حکومت هم غیرقانوني کډوالو ته د اکټوبر تر پایه پورې وخت ورکړی چې له هغه هېواده ووځي که نه نو دوی به یې په زور وباسي.

په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو او نورو هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ د کېسونو د پړاونو د بشپړولو لپاره درېیمو هېوادونو، ډېری ایران او پاکستان ته کډوال شول چې د ویستلو له خطر سره مخ دي او ان د دغه هېوادونو له خوا بندیان شوي هم دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов





Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Диана Арбенина

Диана Арбенина и «Ночные Снайперы» станут хедлайнерами GARAGE FEST Игора Драйв




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


WTA

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Происшествия

Артисту оркестра ОМОН «Авангард» ГУ Росгвардии по г. Москве Алексею Огурцову присвоено звание «Почетный деятель искусств города Москвы»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России