مایک پنس د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له سیالۍ ووت
د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له سیالۍ څخه خپل وتل اعلان کړل.
ښاغلي پنس پرون په لاس ویګاس کې د جمهوریپالو یهودانو د اېتلاف د کمپاین غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې دا د ده وخت نه دی.
پنس زیاته کړه چې دی د انتخاباتو د بهیر په لوړو ژورو تل پوهېده او په خپل دې کار پښېمانه هم نه دی.
پنس د جمهوریپال ګوند د هغو کاندیدانو له ډلې و، چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د اوسني ولسمشر جوبایډن پر وړاندې ولاړ دي.
په دوی کې د نظرپوښتنو په اساس تر ټولو مخکښ پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ دی.