د ننګرهار خوږیاڼو لپاره د طالبانو نوي ګومارل شوي ولسوال د خپلې معرفۍ غونډه کې سکته کړې
د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو لپاره نوي ګومارل شوي ولسوال، د معرفۍ په غونډه کې د زړه په سکتې ساه ورکړه.
د شمشاد تلوېزیون او د ننګرهار د ځايي رسنیو د راپور له مخې، د سیدنور سنګري زړه هغه مهال سکته وکړه چې د خپلې معرفۍ په غونډه کې یې وینا کوله.
ده وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
سیدنور سنګري، چې تر دې مخکې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوال و، تازه د خوږیاڼو ولسوال ګومارل شوی و.
طالب چارواکو ویلي چې سیدنور د زړه ناروغي لرله.