Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 03.08.2022

برښنا شرکت: د تاجکستان د برښنا نیم پور مو ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت مسوولانو نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې ومنله چې د تاجکستان د برښنا نیم پور یې ورکړی دی. د برښنا شرکت مالي او اداري مشر اسدالله انعام وايي، له تاجکستان څخه د برښنا د واردولو په برخه کې ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي دي، چې ۳۹ میلیونه ډالره یې تر اوسه ورکړي دي. د انعام په خبره چې د تاجکستان د برښنا ۶ میلیونه ډالره پور به هم په نېږدې ورځو کې ورکړل شي. هغه وویل: "موږ له تاجکستانه د جولای له اوله تر اوسه ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي وو چې ۳۹ میلیونه ډالره مو ورکړي دي... Читать дальше...

طالبانو د الظواهري د وژنې په تړاو غبرګون ښودلو لپاره غونډې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشران نن هم په دې اړه خبرې کوي چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر وړاندې چې د امریکایي چارواکو په وینا د القاعده مشر ایمن الظواهري په کې ووژل شو، څه ډول غبرګون وښيي. دا خبره درېیو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته کړې ده. طالبانو تراوسه په دې برید کې چې د یکشنبې په سهار وشو، د الظواهري وژنه نه تایید او نه رد کړې ده. د طالبانو یو چارواکي چې په کابل کې مهمه دنده ترسره کوي، د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، په دې اړه په لوړه کچه غونډې روانې دي چې ایا د دغه برید پر... Читать дальше...

عیني شاهدان: د کابل کارته سخي کې چاودنې کېږي او جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

عیني شاهدان وايي، د کابل د کارته سخي په سیمه کې د درنو وسلو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي او هلته جګړه روانه ده. یوه ویډیو چې په کې د کابل کارته سخي سیمه کې د جګړی ځای لیدل کېږي او تر خوا یې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، د سیمې یو اوسېدونکي سخي سادات ازادي راډیو ته رالېږلې. سخي چې په کارته سخي کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو هلته کور په کور پلټنه پیل کړې وه او کله چې یو کور ته ورسېدل، پرې ډزې وشوې. هغه زیاته کړه، جګړه لا هم روانه ده او ان په سیمه کې د راکټ او چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي. Читать дальше...



د شپږیزې کرکټ لیګ؛ نن نیمه پایلوبه کې کابل او سپین غر لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د شپږیزې کرکټ لیګ په نیمه پایلوبه کې نن کابل او سپین غر لوبډلې لوبېږي. د دې لوبې پچه کابل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. سپین غر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې. اوس کابل لوبډله توپوهنه کوي، چې د سپین غر لوبډلې لخوا ورکړی هدف پوره کړي. د یادونې ده، چې د بوسټ لوبډله د شپږیزې لیګ پایلوبې ته وتلې ده او نننۍ لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، له بوسټ لوبډلې سره به د جمعې په ورځ په پایلوبه کې مخ شي.

جوزجان کې د پینګ پانګ سيالۍ وشوې

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د پینګ پانګ سيالۍ وشوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د پینګ پانګ سیالۍ پرون په جوزجان کې د یوې ورځې لپاره وشوې چې ۶۵ تنه لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه. د دې سياليو د کولو هدف د جوزجان د پینګ پانګ لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و. د دې سياليو په پايله کې محمد زاهد اسدي لومړى مقام او احمد توفیق يعقوبي دويم مقام خپل کړ.

څلورو هېوادونو په ګډه د فوټبال نړیوال جام کوربتوب لپاره وړاندیز کړی

Pa.azadiradio.com 

څلورو هېوادونو په ګډه د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د کوربتوب لپاره وړاندیز کړی دی. ارجنټاین، چیلي، یوروګوای او پاراګوای هغه څلور هېوادونه دي، چې په ګډه یې د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا غوښتي څو د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام سیالۍ دې په دې څلورو هېوادونو کې وکړي. یوروګوای په ۱۹۳۰ کال کې د فوټبال د لومړني نړیوال جام کوربه و او اوس غوښتنه کوي، چې سل کاله وروسته دې په ۲۰۳۰ کال کې بیا نړیوال جام په یوروګوای او ګاونډيو هېوادونو کې یې وشي. د جنوبي امریکا د کنفدراسیون مشر الیاندرو دومینګیز ویلي،... Читать дальше...

کابل کې د الظواهري د وژنې څلورمه ورځ؛ طالبان ولې غلي دي؟

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو نن څلورمه ورځ ده، خو طالبان لا هم په دې اړه چپ دي. داسې مهال چې طالبانو په سیمه او نړۍ کې د خپل نوي رژیم د مشروعیت لپاره پراخه لابي پیل کړې وه او په هره غونډه کې یې دا خبره په مکرر ډول تکراروله چې افغانستان نور د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای نه‌دی، خو د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې برید د طالبانو دا یوه کلنه خواري تر ډېره په اوبو لاهو کړه. امریکا رسماً اعلان وکړ، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري یې په یوه داسې کور... Читать дальше...

کابل کې د الظواهري وژنه او اندېښنې؛ خلک: له بلې جګړې ويره لرو

Pa.azadiradio.com 

په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته یو شمېر کابل ښاریان وايي، د وضعیت له خرابېدو نه وېره لري. هغه کسان چې د کابل په شېرپور او ځينو نورو سيمو کې ژوند کوي وايي، وېره لري چې په افغانستان کې بله جګړه پلان شوې ده. اجمل چې د کابل د شیرپور سیمې اوسېدونکی دی وايي،  له دې بريد وروسته دوى او د شیرپور نور ټول اوسیدونکې په وېره کې ژوند کوي. نوموړی وايي: "زه خپله د شېرپور په سيمه کې اوسېږم. خلک ډېر ډارېږي. اوس هر څوک په دې فکر کې دي، چې بيا کومه جګړه نه وي پلان شوې،... Читать дальше...



ارزګان: طالبانو د بېلا بېلو غلاو په تور پنځوس تنه نيولي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې د بېلابېلو غلاوو په تور شاوخوا پنځوس تنه نیولي دي. د طالبانو د امنيه قومندانۍ د لومړۍ حوزې امر حاجي طالب اغا وايي، د غلو د نیولو د هڅو په ترڅ کې يې تازه د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې چې په ترینکوټ ښار او کندهار ولایت کې يې په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود. پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی، ورسره د غلاوو پېښې هم په ځینو ولایتونو کې زیاتې شوي دي. لومړيو کې خلکو فکر کاوه چې طالب واکمنۍ... Читать дальше...

خليلزاد: حقانيانو د القاعده ډلې مشر ته پناه ورکړې وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي دوی هيڅ کله د طالبانو پر مشرانو باور نه دی کړی او هغه حقانیان د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکوونکو په توګه یادوي. د افغانستان پلازمېنه کابل کې د القاعده د ډلې مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته د غبرګونو په لړ کې ځینې امریکایي او افغان پخوانیو چارواکو پر طالبانو نیوکې کړې کړي او وایي چې له دې ډلې سره د دوی اړیکې به طالبان او افغان ولس لا زیانمن کړي. د دې غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د سولې لپاره... Читать дальше...

کابل: کارته سخي سيمه کې د عملياتو پر مهال پر طالبانو ډزې شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په کارته سخي سیمه کې نن غرمه مهال د ډزو غږونه اوریدل شوي دي چې د عیني شاهدانو په خبره لومړی پرله‌پسې ډزې کېدې خو وروسته تیتې پرکې شوې. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته د ډزو خبره تاید کړه او ویې ویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په کارته سخي سیمه کې تصفيوي عملیات ترسره کول چې له یوه کوره پرې ډزې وشوې. د ښاغلي ټکور په خبره دغه کور محاصره شوی او په‌کې تصفویوي عملیات روان دي. ښاغلي ټکورپه دې اړه چې دغو ډزو مرګ ژوبله اړولې کنه، څه ونه ویل.

اوکرايني ځواکونو د روسيې د مهماتو پر يوه ډک ريل ګاډي بريد کړی

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو د روسیې د مهماتو پر یوه ډک ریل ګاډي برید کړی او داسې ګمان کېږي چې د کریمیا او خرسون ترمنځ ریل پټلۍ ورسره زیانمنه شوې ده. له دې سره په جګړه کې بوختو روسي پوځیانو ته د لوجستیک چارې هم ټکنۍ شوي دي. د اوکراین خرسون ښار په دې وروستیو کې روسي ځواکونو لاندې کړی او کریمیا هغه ټاپو دی چې له وړاندې روسیې له خپلې خاورې سره یو ځای کړی دی. د اوکراین د خرسون ښار او کریمیا ترمنځ ریل پټلۍ روسي پوځیانو د لوجستیک په برخه کې مهم رول لوبوي. د برېتانیا دفاع وزارت نن په خپلو ورځنیو استخباراتي... Читать дальше...

د طالبانو حکومت يو کال کې د ۱۳.۲ ميليارده افغانۍ عوايدو راټولېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولېم وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۱۳.۲ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دې وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ملت ته د طالبانو د حکومت لخوا د راپور ورکولو د اوونۍ په مناسبت پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کانونو او پترولېم وزارت په تېر یوه کال کې د ۱۵۸ کوچنيو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي او د ۱۳ لویو کانونو پروژې یې داوطلبۍ ته سپارلي دي. نوموړي ویلي چې د کانونو د سکتور د ستراتیژیک پلان سند تطبیق، د لویو کانونو پر پروژو کار کول اود پانګونې جذب، د... Читать дальше...

د الظواهري وژنه او د طالبانو چوپتيا؛ امريکا: پر طالبانو مو څار شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکی وایي دوی طالبانو ته څرګنده کړې، چې د ایمن الظواهري تر وژل کېدلو ورسته، دوی ( طالبانو ) د مدارکو د پټولو لپاره څه ګامونه پورته کړي دي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته یوې خبري ناسته ته خبرې کولې وويل: "موږ طالبانو ته دا روښانه کړه چې موږ پوهېږو چې دوی څه وکړل او موږ پوهېږو چې دوی له چا ساتنه کوي؟ او موږ ځینې هغو ګامونو باندې هم پوهېږو چې دوی هڅه وکړه تر حملې وروسته شواهد پټ کړي،... Читать дальше...

نانسي پلوسي: امريکا به هيڅکله د ټايوان له ملاتړ لاس وانه‌خلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي نن د ټایوان په پلازمېنه ټایپي کې د خبرو پر مهال وویل چې متحدایالات غواړي ټایوان تل ازاد وي او امنیت ولري. هغې وویل چې امریکا به هيڅکله د ټایوان له ملاتړ څخه لاس وانه‌خلي. پلوسې د ټایوان پلازمېنې ټایپي ته له رسېدو سره سم له ټایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړ او ویې ویل له ټایوان سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت نن ځکه ډېر مهم دی چې نړۍ د استبداد او ډیموکراسۍ ترمینځ باید یو انتخاب ولري. چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو... Читать дальше...

زلنسکي: دونېڅک کې د جګړې لومړۍ کرښې وضعيت د 'دوزخ' په څېر دی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، په ختیځه دونېڅک سیمه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، وضعیت د دوزخ په څېر دی. هغه بېګا په خپله وینا کې وویل، د امریکا د توغندیو له مرستې سره - سره د اوکراین پوځ نه دی توانېدلی چې د روسیې د وسلو او بشري قوت له امتیاز څخه مخکې شي. زلنسکي زیاته کړه چې په دې جګړه کې نا انډولي ډېره احساسېږي. د اوکراین ولسمشر ژمنه وکړه چې ځواکونه به یې د امریکا د هیمارس توغندیو په مرسته اشغالګرو ته هره اوونۍ دردوونکې ماتې ورکړي.

د اوکراين د 'زاپوريژيا' اټومي بټۍ کې وضعيت خراب ښودل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې وضعیت ناکراره دی. دا په داسې حال کې ده چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره غواړي د زاپوريژیا تاسیساتو ته یو پلاوی واستوي. ښاغلی ګروسي پرون د اګست په دوهمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې د زاپوريژیا په تاسیساتو کې وضعیت په رښتیا خراب دی او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه نه‌شي کولای د دې وضعیت دوام ته اجازه ورکړي. دا بټۍ چې د اوکراین په جنوب کې د دنیپر پر سیند جوړه ده، پر اوکراین... Читать дальше...

د الظواهري پر وژنه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

د لویدیځ ډېری مطبوعاتو په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو موضوع ته کتنه کړې. نيويارک ټايمز: د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د القاعده شبکې د مشر وژل په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور له ځینو درسونو پرده پورته کوي. د ورځپاڼې په باور دا پېښه په لومړي ګام کې دا خبره ذهن ته راولي چې ډېر کوچنی بدلون راغلی او طالبان بیا هم پر افغانستان واکمن شوي دي. د مطلب په دوام کې لولو چې طالبانو د القاعده شبکې پېژندل شوي مشر ته پناه ورکړې وه. خو د مطلب لیکوال زیاتوي... Читать дальше...

چارواکي: د اوکراين پر غَلو دانو بار لومړنۍ کښتۍ پرون ترکيې ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

ترکي چارواکو ويلي دي، د اوکراین پر غلو بار لومړنۍ کښتۍ پرون ترکیې ته ورسېده. د جګړه ځپلي اوکراین د غلو صادرات د هغه تړون له مخې پیل شوي چې څو ورځې مخکې په استانبول کې د روسیې، اوکراین، ملګرو ملتونو او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو. په دغه کښتۍ کې چې ۲۶ زره ټنه جوار بار دي او لبنان ته یې لېږدوي، د اګست په لومړۍ نېټه د اوکراین د ادیسه له بندري ښاره خوځېدلې وه. د ترکیې په استانبول کې د همغږۍ د مرکز یوه چارواکي وویل چې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره تیاری روان دی او ډېر ژر به د ادیسه له بندرونو نورې کښتۍ هم وخوځیږي.


Музыкальные новости
Баста

Черный хлеб и сосиски: какие капризы Басты исполняют организаторы концертов по его райдеру





Rss.plus
Продовольствие

Группа Продовольствие стала победителем конкурса «Экспортер года Алтайского края» по итогам деятельности предприятий за 2023 г.




Почти 1,2 тыс дополнительных мусорных баков установят на территории Подмосковья

Экскурсию по Мострансавто провели для школьников в Люберцах

Всегда на переднем крае защиты России: о смоленском таможеннике Владиславе Фоменкове

В каких регионах введут запрет на продажу алкоголя 1 июня 2024 года, в Международный день защиты детей




ازبکستان: د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پلټۍ بايد ژر جوړه شي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادیمیر نوروف وایي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ باید ژر جوړه شي ځکه د نوموړي په خبره دغه پروژه د سیمې لپاره ډېره مهمه ده. د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي دغه څرګندونې پرون سې شنبې د ترکیې او آذربایجان له چارواکو سره په کتنه کې کړي دي. تیره اوونۍ د طالبانو د حکومت چارواکو تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د اورګاډي د دغې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې. د اورګاډي د پټلۍ دغه لویه پروژه، د ازبکستان ترمز ښار له مزارشریف، کابل، جلال آباد او پېښور سره نښلوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه ۲۸ ميليون ډالره پور وړی دی

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان د برقي تاجک شرکت مشر محمد عمر عاصوزاده وړمه ورځ په پلازمېنه دوشنبې کې په یوه خبري کنفرانس کې وويل، افغانستان دې د تاجکستان د برېښنا پورونه ورکړي. نوموړي ویلي، ستونزه دا ده چې د افغانستان برېښنا شرکت نه‌شي کولای د افغانستان په بانکونو کې له خپلو حسابونو پیسې ولېږدوي. عاصوزاده دغه راز ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت په تېره جولای میاشت کې دوه ملیون ډالره د دوی حساب ته لېږلي او غواړي چې پاتې پورونه هم په څو مرحلو کې پرې کړي. افغانستان د اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

ملګرو ملتونه: بېرته ور ستنېدونکو افغانانو ته مو ښوونځي او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، تېر يو نيم کال کې يې زيانمنو شويو افغانانو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.  یو ان ایچ سي آر وایي، په هغو سیمو کې چې افغانان ورستنیږي د جذبولو د ظرفیت د پیاوړي کېدو او له زیانګالو کوربنو ټولنو سره د مرستې لپاره یې ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او نورتاسیسات رغولي چې د روان کال راهیسې ورڅخه دوه نیم ملیون کسانو ګټه اخیستي. یوان ایچ سي آر په یوه ټویټ کې د دغو هڅو په ترڅ کې په بامیان کې د یوه منځني ښوونځي د پرانستلو خبره کړې او ویلي یې دي چې دغه... Читать дальше...

۹ میاشتې مخکې د ایمن‌الظواهری په اړه د طالبانو څرګندونې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد شااوخوا نهه میاشتې مخکې ازادي راډیو سره یوه مرکه کې د القاعده له مشرانو سره د طالبانو اړیکه رد کړه او ویې‌ویل، له ۲۰۰۱م کال راهیسې طالبانو د القاعده له مشرانو سره نه‌دي لیدلي. خو شنبه د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د کابل شېرپور کې د امریکا یو هوايي برید کې ووژل شو.

نانسي پلوسي: امريکا د ټايوان له ډيموکراسۍ ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې مشري، نانسي پلوسي ټایوان ته له رسېدو سره سم د ټایوان د څپانده ډیموکراسۍ ملاتړ وکړ. چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، سیمې ته د مېرمن پلوسي د سفر په وړاندې خبرداری ورکړی و. پیکنګ سمدستي دغه سفر وغانده او هغه یې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ویجاوړونکی وباله. د امریکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي، د ټایوان پلازمېنې ټایپي ته له رسېدو سره سم له ټایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړ. دغه سفر به چې چین یې له مخکې په وړاندې خبرداری ورکړی و، د پیکنګ او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا زیات کړي. Читать дальше...

سيګار: د طالبانو لخوا د ښځو ځپنه لا هم دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکې ادارې، سیګار په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی. سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو ځپنه دوام لري، پرې محدودیتونه لازیات شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کونکو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې ښوونځيو ته لاړې شي. د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکي ادارې سیګار په دغه درې میاشتني راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولي، د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان... Читать дальше...



Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Шевчук

Поэт Влад Маленко заявил, что творчество Шевчука потеряло патриотизм




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО


Ролан Гаррос

"Ролан Гаррос" стартовал в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о повышении экологического статуса целлюлозно-бумажных технологий в России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России