Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Август
2022

Новости за 18.08.2022

ازادي راډیويي مجله؛ په کندهار کې لسګونه نوې تاریخي سیمې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې خپرونه کې به واورئ چې په کندهار کې لسګونه نوي تاریخي ابدې او سیمې ثبت شوي. دغه راز د تاریخي سیمو په اړه د یوه متخصص نظر اورېدلی شئ. داراز په دې خپرونه کې به له دې خبرېږئ چې په ننګرهار کې د معاصر ادب تاریخ چاپ شوی. په دې خپرونه کې په نورو موضوعاتو هم بحث شوی. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

په کابل کې چاودنې لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د چارشنبې په ماښام په یوه جومات کې په چاودنه کې د یوه مشهور ملا په ګډون لږ تر لږه شل کسان ووژل شول او لسګونو نور ټپيان شول.  دا پېښه د لمانځه پر مهال شوې. نور حال په دې ويډیو کې وګورئ.

طالبانو کندهار کې غونډه جوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د سلګونو کسانو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې، چې طالبان یې د خلکو لویه ولسي غونډه بولي. باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، په دې غونډه کې تر ۳۰۰۰ زیاتو قومي مشرانو، دیني عالمانو، فرهنګیانو او دولتي چارواکو ګډون کړی دی. داسې ښکاري چې دې غونډې ته هم د طالبانو پلوي کسان وربلل شوي او باختر اژانس یې د ویناوو هغه برخې خپروي چې د طالبانو د حکومت په پلوي وي. څه باندې میاشت مخکې کابل کې هم د دیني عالمانو یوه غونډه رابلل شوې وه، چې د طالبانو په خبره تر ۳۵۰۰ زیاتو کسانو په کې برخه اخیستې وه.



د بشردوستۍ نړیواله ورځ؛ اوچا په افغانستان کې خپل کارکوونکي وستایل

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د بشردوستۍ نړیوالې ورځې په درشل کې د خپلو ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځینه همکارانو مننه کړې چې په افغانستان کې په خورا سختو شرایطو کې د خلکو تر څنګ ولاړ دي. سبا د اګست ۱۹مه د بشردوستۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په خبره په افغانستان کې بشري بحران په پراخېدو دی او د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په لوګر کې له ۸۴ سېلاب ځپلیو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. Читать дальше...

د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل، د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل کړې. په بروکسل کې د دغو خبرو هدف د کاسوو او سربیا ترمنځ د کړکېچ کمول دي او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې، چې انعطاف وښيي. د اروپايي ټولنې منځګړي وايي، هیله من دي چې دغه خبرې وکړای شي په بالکان حوزه کې کړکېچ کم کړي او دواړه لوري له لانجمنو لفاظیو ډډه وکړي. بورېل نن په ټویټر کې لیکلي: "د کاسوو په شمال کې وروستي کړکېچ وښوده چې د دې وخت راغلی څو د بشپړ عادي مسیر خوا ته حرکت وکړو." د اروپايي ټولنې... Читать дальше...

طالبانو بیا له نړیوالو د ښه تعامل غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو د ښه تعامل غوښتنه وکړه. که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د یو کال په پوره کېدو سره هم تر اوسه د دوی حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوی، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې وايي، د طالبانو رهبري پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده او په خبره یې که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی دی. امیر خان متقي، نړۍ نه د مثبت تعامل د غوښتني تر څنګ ټینګار وکړ، چې د دوی حکومت ولسي مشروعیت تر لاسه کړی دی. متقي... Читать дальше...

طالبان: تېره یوه اونۍ د سېلابونو او اورښتونو له امله ۸۱ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۱ بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او سختو اورښتونو له امله ۸۱ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. د طالبانو په حکومت کې طبیعې پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، د تېر لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې له پنځه ویشتمې د روان لمریز کال تر همدې نېټې د پرلپسې زلزلو او سېلابونو له امله ۱۵۱۱ تنه مړه شوي، ۳۷۲۵ نور ټپیان شوي نږدې ۲۴ زره کورونه تخریب او ویجاړ شوي، نږدې سل زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او دغه شان له اته زره ډېر څاروي وژل شوي دي. Читать дальше...

طالبان: کابل کې د بېګانۍ چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت کابل امنیه قوماندانۍ مني چې تېر ماښام د کابل ښار ۱۷ حوزې اړوند خیر خانې سیمه کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.  د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومانداني مني چې د چهارشنبې په ماښام په خیرخانه سیمه کې د صدیقیه په نوم جومات کې د شوې چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي: "ه ډېرې خواشينۍ سره باید ووایم چې پرون ماښام د ۱۷مې حوزې اړوند په یو جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله... Читать дальше...



د ځينو خصوصي کورسونو مسوولان: طالبانو زمونږ کورسونه تړلي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د یو شمېر ښوونیزو خصوصي کورسونو مسوولین وايي، طالبانو یې د کورسونو دروازې تړلي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال وروسته طالبانو په یو تازه اقدام کې، په کابل کې یو شمېر ښوونیز خصوصي کورسونه هم تړلي دي. په کابل کې د ۲ کورسونو زده کوونکې عایشه او نادیه وايي، د کورس دروازې یې مهرلاک شوي دي. دوی وايي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا حالت ډېر نا هیلی کوونکی دی، ځکه د دوی په خبره د ښوونځيو په تړل کېدو سره ډېرو نجونو کورسونو ته مخه کړه خو اوس یې په کورسونو کې هم د زده کړو مخه نیول کېږي. Читать дальше...

روسیه کې تازه په کرونا ویروس ۳۳ زره کسان اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

روسیې پرون چهارشنبې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د څه باندې ۳۳ زره نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ. دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. په روسیه کې په وروستیو اوو اونیو کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتو کسانو اخته کېدو ته په پام چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ماسک واغوندي او د واکسین یو بل ډوز واخلي. پرون په روسیه کې په روغتونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰ تنو اوښتی وو.

نن د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکراین او ترکیې ولسمشرانو سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش د اوکراین په لیویف ښار کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیپ اردوغان سره وګوري. ګوټيرش به چې پرون دې ښار ته رسېدلی، د روسیې له خوا د اوکراین د محاصره شوې اټومي تاسیساتو د امنیتي وضعیت او پر اوکراین د روسیې د نږدې شپږ میاشتني یرغل د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي به د اوکراین د تور سمندرګي له هغه بندر څخه هم کتنه ترسره کړي چې په دې وروستیو کې ورڅخه بیا د اوکراین د غلو دانو صادرات پیل شوي دي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بېځایه شویو او زیانګالو ډلو ملاتړ ته ژمن یو

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له خپلو شریکانو سره یوځای په افغانستان کې درې نیم میلیونه داخلي بېځایه شویو او نورو زیانګالو ډلو ملاتړ ته ژمن دي. د دغې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه شمېر کسان د شخړو او نورو ستونزو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د دغو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دوی پر خپلو تمویلوونکو حساب کوي، ځکه د دوی عاجل ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي. که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه... Читать дальше...

ملګري ملتونه: میلیونونه افغان مېرمنې رواني ملاتړ ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په دغه هېواد کې دوه ملیونه او ۲ لکه زیانګالې مېرمنې او نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي رواني ملاتړ ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې دغه ښځې او نجونې د خوندیتوب او ښې روغتیا لپاره هم لاسنیوي ته اړتیا لري. وروسته له هغې چې طالبانو کال مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د نجونو پرمخ یې تر شپږم پورته ټولګي وتړل او ګڼې ښځې یې له کاره منع کړې. په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې دې وضعیت د افغان نجونو... Читать дальше...

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۰۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغي لا هم ختمه شوې نه ده. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په یوه اطلاعیه کې له ځوانانو غوښتنه کړې چې له کرونا ویروس د خوندیتوب لپاره پخوانۍ سپارښتنې رعایت کړي، چې هغه د ماسک کارول، د کرونا ضد واکسین لګول، له نورو د جسمي فاصلې رعایتول، په وار- وار په صابون لاس مینځل او له نورو خلکو سره د خپلو وسایلو نه شریکول دي. د ولدومیټرز ویبسایټ په وینا، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې یو لک او ۹۰زرو ته رسېږي او پرون هم د څه باندې ۲۰۰ مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه ایرلنډ ته وبایلله

Pa.azadiradio.com 

ایرلنډ افغانستان ته د کرکټ په پرونۍ شل اووره مسابقه کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبلړۍ ګټونکی شو. پرونۍ لوبه افغانستان پیل کړه، چې په ۱۵ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې وکړې. لوبه د باران له کبله وځنډېده او بالاخره پرېکړه وشوه، چې ایرلنډ به په ۷ اوورونو کې ۵۶ منډې کوي. افغانستان د دغو پنځو مسابقې دوې هغه ګټلې او ۳ یې ایرلنډ وګټلې.

د یونان په یوه ټاپو کې د پناه غوښتونکو کښتۍ ډوبه شوې

Pa.azadiradio.com 

د یونان چارواکي وايي، یوه کښتۍ چې په لسګونو پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، پرون د دغه هېواد د جنوب یوه ټاپو ته نږدې ډوبه شوه. د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، په دې کښتۍ کې ناستو کسانو شمېر ۹۷ ته رسېده، خو د هغوی د هویت په باب یې څه نه دي ویلي. د دوی په وینا په دې پېښه کې څوک ټپي یا ورک شوی نه دی. د کی­تیرا نیوز ویبسایټ د راپور له مخې، ګومان کېږي دغه کسان چې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم په کې شامل دي د افغانستان وګړي وي. لا معلومه نه ده چې دغه کښتۍ کله له کومه ځایه روانه شوې وه. د منځني ختیځ،... Читать дальше...

ترکیه اسراییلو ته خپل سفیر لېږي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وايي، پرېکړه یې کړې چې اسراییل ته خپل سفیر ولېږي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون چهارشنبه په انقره کې یوه خبري کنفرانس ته له اسراییل سره د ډیپلوماتیو اړیکو د بشپړې احیا په باب وویل: "موږ د ترکیې له اړخه پرېکړه وکړه، چې د اسراییل په بیت المقدس کې خپل سفیر وګمارو. په بل ګام کې ولسمشر ته د سفیر د نوم تر وړاندې کولو وروسته دا لړۍ رسماً پیلېږي." ترکیه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په ۱۹۴۹م کال کې لومړنی هېواد و، چې اسراییل یې په رسمیت وپېژاند، خو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا هم له کړکېچ سره ملې وې.

بشري ناورین؛ راپور: هره ورځ افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري

Pa.azadiradio.com 

په یوه تازه راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې چې د طالبانو په ولکه کې دی، هره ورځ ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مري. په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ناوړه حال په باب دا وار د یوې بلې نړیوالې رسنۍ تازه راپور دغه وضعیت لا کړکېچن ښيي. د سي بي ایس نیوز تلوېزیوني شبکې تازه راپور چې پرون د دې شبکې پر ویبسایټ خپور شو وايي، په افغانستان کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ماشومان مري. د کابل په اندراګاندي روغتون کې یوه ډاکټر د یادې شبکې  خبریال ته ویلي، چې د ورځې په خوارځواکۍ یو یا دوه ماشومان ساه ورکوي. Читать дальше...

روسي پولیسو د ازادې اروپا/ازادۍ راډيو د همکارو خبریالانو کورونه پلټلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پولیسو د څو هغو خبریالانو کورونه تالاشي کړل، چې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د روسۍ څانګې له پروګرامونو سره یې همکاري کوله. د روسیې پولیسو پرون چهارشنبه د ټولنپوه اسکندر یاسافي یف کور چې د روسیې د تتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې دی، تالاشي کړ. د هغه مدافع وکیل رحیم صابروف ویلي، چې پولیسو یې موکل د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځان سره بېولی، د هغه او د هغه د کورنۍ د غړو ټلیفونونه یې ضبط کړي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې اسکندر یاسافي یف د پوښتنو ګروېږنو لپاره ولې نیول شوی، خو ممکن یو دلیل... Читать дальше...

د افغان خبریالانو د معاشونو طرحه ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیې د رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو د معاشونو طرحه د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ته وسپارله. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو او د نړیوالو مرستو له بندېدو سره په افغانستان کې په سلګونو رسنۍ وتړل شوې او په زرګونو خبریالان بېکاره شول چې ګڼ یې له بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي. د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیه وايي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د معاشونو طرحه یې پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ته وسپارله. د دې اتحادیې... Читать дальше...

د کابل په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

تېر ماښام د کابل په ۱۷مه حوزه کې په یوه جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده. په کابل کې تېر ماښام په یوه جومات کې د لمانځه د اداکولو په مهال چاودنه کې د جومات د مشهور ملا په ګډون لږترلږه لس کسان وژل شوي او لږترلږه ۲۷ کسان ټپیان شوي دي. د اسوشتیدپرس خبري آژانس د راپور له مخې پولیسو او عیني شاهدانو ویلي چې یوه انتحاري د خیرخانې مېنې په صدیقیه جومات کې ځان الوځولی دی. یوه عیني شاهد چې نوم یې ندی په ډاګه شوی اسوشتیدپرس آژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې د دې جومات مشهور ملا امام امیرمحمد کابلي وژل شوی دی. Читать дальше...

ایا طالبان په رښتیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کول غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ټایمز: قدرت ته د طالبانو د بېرته راتګ یو کلن کېدل یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو پاملرنه ځان ته اړولی دی. امریکایي واشنګټن ټایمز لیکي، طالبانو د کابل د سقوط سره سم د اوو میلیارد په ارزښت هغو وسلو ته چې امریکا د پخواني جمهوري نظام سرتېرو ته ورکړې وې لاس پیدا کړ. هغه راپور چې سه شنبې د زمري د میاشتې په ۲۵مه د امریکا د دفاع وزارت مفتش خپور کړی، په کې راغلې چې امریکا له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د تېر نظام سرتېرو سره د شاوخوا ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کړې وه. په راپور کې دا هم... Читать дальше...



Москва

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская открыт новый переход — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт студии "Жерминаль"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность футбольного матча в Москве


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Кошка погибла из-за жары на борту самолета Москва — Анталья



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России